رابرټ ګېټس: پاكستان د سرحدونو په ټنګولو كي ناكام دئ
د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګيټس په ختيځ افغانستان كي د طالبانو مخ په ډېرېدونكو حملو ته په ځواب كي پر پاكستان تور ولګاوه، چي دغه هيواد د خپلو سرحدونو په ټينګولو كي ناكامه دئ.
رابرټ ګيټس د قبايلي طالبانو سره د پاكستان پر سوله ايز تړون يو ځل بيا نيوكه وكړه او وايي دا تړون د دې لامل ګرځېدلى چي په پاكستان كي پر طالبانو هلته فشار كم سي او هغوى په اساني سره افغانستان ته د ورانكارۍ دپاره تګ راتګ وكړي.
تر دې مخكي د امريكا د دفاع وزارت پنټاګان ويلي وه چي په افغانستان كي پر بهرنيو ځواكونو په بريدونو كي څلوېښت فيصده زياتوالى راغلى دئ.
د دفاع وزير رابرت ګېټس پر پاكستان ږغ وكړ چي پر خپلو سرحدونو كنټرول ټينګ كړي او طالبان پرېنږدي چي افغانستان ته واوړي.