کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پر ډيورنډ د …حکومت پر طالبانود نه فشار راوړلو څخه اندېښنه

پر ډيورنډ د …حکومت پر طالبانود نه فشار راوړلو څخه اندېښنه

د امريکا ددفاع وزير رابرګيتس د پاکستان د حکومت  له خوا پر پوله په طالبانو باندې د فشار نه راوستلو څخه انديښنه وښوده، همدا راز نوموړې ويلې چې د پاکستان او دهغه  هيواد طالبانو د جوړ جاړي وروسته  په افغانستان کې ترهګريز بريدونه ډير شوې. نوموړې وايې چې ترهګر نه يوازې دا چې  پاکستان او افغانستان ته بلکې ټولې نړۍ ته لوې ګواښ ګڼل کيږي.


. په همدې وخت کې د اتو صنعتي هيوادونود بهرنيو چارو وزيرانو اعلام وکړ چې په قبايلي سيمو کې چې افراطيت او نا امني  په کې يو لوې ګواښ دې، د امنيت اوثبات د راوستلو په موخه يو سلو پنځوس پروژې  په پام کې  نيولې. دغه اته هيوادونو چې امريکا، بريټانيه، فرانسه، کانادا، المان، ايتاليا.  روسيه او جاپان په کې شامل دي د جاپان په کيوتو ښارکې د يوې دوه ورځينې غونډه په ترڅ کې  په پاکستان او افغانستان کې د ثبات د ټينګښت لپاره د څلورو ملياردو ډالرو مرستې هوکړې  ته ورسيدل . 


همدا راز په رپوټ کې راغلي چې افغانستان او پاکستان  نه  يوازې دا چې د خپلو پولو د ساتلو ځواک نه لري، زياتوي چې دغه سيمې اوس مهال د نړيوال  تروريسم  په يو مرکز  اوښتې.  همداراز دغه هيوادونو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګټورو  خبرو  غوښتونکې شول. دا څرګندونې وروسته له هغې کيږي چې د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امريکا د پاکستان اوطالبانو د وروستې تړون څخه په انديښنه کې و. يو شمير افغان شنونکې وايې چې  سره له دې چې ټوله نړې په دې پوهيږي چې د ترهګرې اصلې ريښې د پولې هاخوا دې دا چې ولې اقدام  نه کوي د خلکو په ذهنونو کې يې ډيرې پوښتنې پيدا کړي.