کور / تازه خبرونه / د هلمند ګرشک کي د ملي اوردو علمیات کي د طالبانو وژل کیده او د رسولیار لیک

د هلمند ګرشک کي د ملي اوردو علمیات کي د طالبانو وژل کیده او د رسولیار لیک

 

په هلمند کې د ملي اوردو ویاند وايي چي په ګرشک ولسوالۍ کې يې د پوځي عملیاتو پر مهال ۲۹ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژلي .

د ۲۱۵ میوند قوال اوردو ویاند ډګرمن محمد رسول ځاځي لراوبر ته وويل چي د ګرشک ولسوالۍ د خړنی په سیمه کې د اوردو پر څو امنیتي پوستو د دولت وسله والو مخالفینو ډله ییز بریدونه وکړه چي د ملي اوردو له کلک غبرګون سره مخ شول .

ده زیاته کړه چي پدې پېښه کې  دملي اوردو ۱ سرتیری وژل شوی او ۳ تنه نور يې ټپیان دي .

د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه د دې ولایت مرستیال والي سخته اندېښنه ښودلې او له ولسمشر اشرف غني څخه يې غوښتي چي د دې ولایت امنیت ته خپله ځانګړې پاملرنه وکړي .

محمد جان رسولیار په ټولنیزو رسنیو کې د خپل ولایت امنیتي ستونزي په یوه اوږد لیک کې بیان کړي او زیاته کړې يې ده چي په شمال کې د ۲ ولسوالیو ( ګرشک او سنګین ) په دفاع کې ۹۰ تنه د ملي اوردو او پوليسو سرتیري قرباني شوي .

نوموړي نن له لراوبر  سره په خبرو کې وويل چي مرکزي حکومت ته د ولایتي امنیتي بنسټونو له لوري کره معلومات نه ور کول کیږي ، ځکه ده د یوه اخلاقي مسئولیت په توګه و غوښتل چي د خپل ولایت امنیتي ستونزي او روان حالت په یوه پرانیستي لیک کې تر ولسمشره ورسوي .

رسولیار په خپل پرانیستي لیک کې د نړیوالو ځواکونو پر ملاتړ هم نیوکه کړې او زیاته کړې  يې ده چي هغوی د هوا له لاري یوازي د افغان ځواکونو له لاسه د وتلو وسایطو شمېر اخلي .

د هلمند د مرستیال والي دغه پرانیستی لیک د هلمند د امنیتي حالت په اړه ځیني نور رازونه هم بیانوي او مرکزي حکومت ته يې خبرداری ور کړی چي هلمند پاڼ پر ژۍ ولاړ دی او که يې سقوط وکړ نو د کندوز ولایت په څېر يې بیرته نیول يې خوب او خیال دی .

 

صدیق الله پوپل کندهار