کور / تازه خبرونه / امريکا: پاکستان بايد افغان طالبان هم په نښه کړي

امريکا: پاکستان بايد افغان طالبان هم په نښه کړي

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي رېچرډ اولسن ويلي، پاکستاني طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره پاکستان ته د افغان طالبانو پر خلاف جګړه کول په کار دي.
د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې ته په خپله وينا کې رېچرډ اولسن ويلي چې پاکستان هم اوس دا منلې چې په دغه هېواد کې د طالبانو غورځنګ ته د ماتې ورکولو لپاره پاکستان د افغان طالبانو پر خلاف مبارزې ته اړتيالري چې اوس ورته يوه موقع په لاس ورغلې چې څومره کولی شي هڅه وکړي.
نوموړي وېلي پاکستان اوس د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو ترمنځ په اړيکو ښه خبر دی. هغه د مشرانو کمېټې ته ووېل چې، پاکستان ته د ښه او بد طالب ترمنځ د توپېر ختمولو په اړه هم جدې کېدل په کار دي.
“د امريکا ځانګړي استازي ووېل چې د ترهګرۍ په اړه مسلې همېشه د واشنګټن او اسلام اباد د خبرو مرکز وي.
هغه ووېل، امريکا هر وخت له پاکستانه د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد د ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده
ده ويلي “پاکستان په شمالې وزيرستان کې د وسله والو پټنځايونه تر ډېره له منځه وړي او دا هغه څه دي چې امريکا يې همېشه غوښتنه کړې.
“نوموړي زياته کړه چې پاکستان د بهرنيو ترهګرو پر ځاې اکثره د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو ختمولو ته توجه ورکړې
د ېوې پوښتنې په ځواب کې رېچرډ اولسن ووېل، چې د “اسلامې دولت” وسله وال د افغانستان په ځنيو ولايتونو کې شتون لري خو د دغه وسله والې ډلې ځاي قوماندانانو ته په عراق او سوريه کې داسلامې دولت د قوماندانانو له خوا لارښونه، نه کېږې.
هغه ووېل چې دغه وسله والو کې زېاتره هغه دي چې د طالبانو له ډلو جلا شوي
د امرېکا ځانګړې استازي وويل دا په دې معنی نه ده چې دا نوی بدلون يو خطر نه دی، خو د نوموړی په وينا د منځني ختيځ نه په افغانستان کې د اسلامې دولت وسله والو ته د فنډ د لېږدولو په اړه څه ويل ګران کار دې
.رېچرډاولسن ووېل چې روان کال په افغانستان کې په جګړه کې زېاتوالی راغلی خو د دغې جګړې علت د بېلا بېلو قوماندانانو تر منځ د واک تر لاسه کولو لپاره يوه مقابله ده.