کور / نثر / پښتو شعر او عربي عروض

پښتو شعر او عربي عروض

د هرې ژبې غږن غړي د خجیز او څپیز انډول پر بنسټ، او بیا د هر غږن غړي غږونه د خپلو ځانګړنو له مخې لږ او ډېر توپیر لري. نو کله چې په دغه توپیر وپوهېږو نو بیا د ژبې خپلواک، بېواک او نیمواک غږونه له خپلو بېلابېلو ځانګړتیاوو سره خپلې ښېګڼې لري چې بیا بله ژبه ورڅخه کټ مټ برخمنه نه وي.
که مونږ د ساري په توګه عربي ژبه له پښتو سره پرتله کړو نو ګورو چې عربي ژبه ډېر ځله د غږونو په حرکتونو ډډه لګوي چې مونږ زور، زېر، پېښ، او غړوندی د بېلګې په توګه یادولی شو.
خو پښتو بیا خپلو ټولو ۳۶ ګونوغږونو لپاره بېل توري لري.
پر دې بنسټ ویلی شو چې پښتو شعر هم له عربي شعرونو سره د خپل شعري جوړښت له مخې د پام وړ توپیر لري. دا ځکه چې شعري قواعد د غږپوهنې بنسټیز توکي دي.
د اسلام د سپيڅلي دین له خپرېدو نه وروسته عربي ژبې د سیمې په ژبو لویه اغېزه وښندله او له دې سربېره عربي علومو هم خپله لمن پراخه کړه او دغه اغېزه تر پښتو ژبې هم راوغوځېدله.
څومره چې د عربي غروضو خبره ده، دغې پوهې هم په پښتنو ليکوالو او شاعرانو اغېزه وکړه.
ښايي دغه اغېزه به د پښتو ادبياتو په لرغوني پېر کې هم وه، ولې د شعر داسې بېلګې په واک کې نه لرو، چې د عربي عروضو په تله يې وتلو، خو د پښتو ادبياتو په کلاسيک پېر په ځانګړي ډول د دغه پېر په لومړي پړاو کې ځينې بېلګې تر لاسه شوي دي، هغه هم ګرانه ده چې کټ مټ ومنل شي چې مونږ دمخه د ارزاني او انصاري د شعرونو بېلګې په تېره لیکنه کې راوړي دي، ولې د دوی له هڅو سترګې نشو پټولای، چې دا د دوی د کار لومړنۍ هاندې هڅې وې، چې په خپل ځای د پام وړ دي.
د پښتو ادبياتو د منځني ادبي پېر پرمختللي پړاو کې بيا خوشحال خان خټک هم د بحرونو يادونه کړې ده.
د خوشحال خان خټک د ګڼ اړخيز شخصيت په اړه مو دمخه وويل چې نوموړی د وحدة الوجود او وحدة الشهود په اړه هم شعرونه کښلي دي، نو له دې څخه دې پايلې ته رسېږو، چې دی په عربي عروضو هم ډېر ښه پوهېده ولې بيا هم د پښتو ژبې په ستونزو يې سترګې نه دي پټې کړي:
پښتو ژبه ده مشکله، ددې بحر مونده نه شي
هم مالره يو څو بحره، په ډېر مښود راغلي
خو استاد حبيب الله رفيع د خوشحال بابا د دغې هڅې په اړه کاږلي دي: “خوشحال بابا چې د بحرونو کومه خبره کړې ده، هغه سوچه د پښتو دي، هغه عربي بحرونه نه دي البته ظاهراً عروض ښکاري.”()
دا چې د عربي عروضو لپاره خليل بن احمد بصري څومره زيار ايستلی دی، د ستاينې وړ دی ولې نوموړي هم په دغه لاره کې له نورو بېلابېلو ژبو نه ګټه اخيستې، تر هغې چې د عربي بحرونو په بشپړولو کې د پام وړ بری تر لاسه کړ، ولې د دغو بحرونو خپلول د نورو ژبو لپاره اړينه نه ده چې هرومرو دې په وچ زور د خليل بن احمد بصري د بحرونو په ميچ شعرونه وليکل شي.
وروستيو څېړنو ښودلې ده چې په خپله يو شمېر عربي شاعرانو هم د بصري له عروضو نه سرغړونه کړې ده چې مونږ عراقي شاعر(بياتي) د ساري په توګه يادولای شو، چې نوموړی د بڼې او منځپانګې له مخې داسې شعرونه وکښل چې د خليل بن احمد په څرګندونو کې لوی بدلون رامنځته کړ.
خوشحال بابا چې په عربي بحرونو پوهېده ولې بيا هم ده چې کوم بحرونه کارولي دي هغه د خليل بن احمد بحرونه نه دي، د استاد زيار خبره ”خوشحال بابا يوازينی شاعر دی، چې له څلورو بحرونو يې کار اخيستی ډېر احتمال دی چې همدغه څلور وي”
ددې خبرې د سپناوي لپاره غوره ده چې بيا خپله خبره غبرګه کړو، يانې څپيز، خجيز، غږيز او سيلابونيک وزن يا نظام کوم جوړښتونه چې د هرې ژبې لپاره جوړ دي ځانګړی ارزښت لري. نو بيا چې داسې ده نو د بحرونو بېلول د خجونو کار دی ځکه چې همدغه خجونه دي چې بحرونه ټاکي.
مياشرف چې په پښتو کې پرعروضو کوم کار کړی دی، د نوموړي دغه زيار د ستاينې وړ دی خو کوم کتاب چې د عروضو په اړه يې وکښه د پام وړ ونه ګرځېد، ښايې لامل يې دا وي چې په پښتو کې د تطبيق وړ نشو، په دې اړه شيرشاه ترخوي هم ویلي دي چې د پښتو او فارسي په اوزانو هم په عربي کې شاعري نه شي کېدلی.
استاد رفیع هم دې ته په اشاره ویلي دي چې موږ “تش تور قالبونه… اخيستی دي، عروض نه… ځکه چې د پښتو له مزاجه سره برابر نه و و.”
استاد د همدغو څرګندونو په لړ کې د (مواليه) شعر يادونه هم کړې ده، يانې هغه مهال چې جعفر برمکي د هارون الرشيد لخوا ووژل شو، نو امر يې وکړ چې په ده به څوک کومه وير نه (مرثيه) نه ليکي، خو د هغه وينځې يو څلور بيت شعر ووايه چې مواليه (موال) يې بولي. ددې خبرې مانا دا چې که د عربي ژبې ځينې قالبونه مونږ خپل کړي دي دارنګه مواليه شعر چې مونږ وروسته پرې خبر شوي يو، له مونږه ورغلي دي او دا د اولسي ادب يو صف ګڼلی شي.
ددې خبرې انګېرنه داده ګنې هارون الرشيد چې کومه سپارښتنه کړې وه چې په جعفر برمکي به په عروضي شعرمرثيه نه ليکل کېږي، خو د برمکي وينځې چې کومه ویرنه وکښله هغه هجايي شعر وو، نه عروضي.
دلته د عروضي شعر او هجايي شعر يادونه وشوه، مونږ د عروضو په اړه په تير او بيا دغه بحث کې خبرې وکړې، خو که چېرې د هجايي شعر يادونه کوو، نو ورسره جوخته دغه پوښتنه را ولاړيږي، چې پښتو ژبه خوګڼې لهجې لري ايا دغه ستونزه به خجيز او څپيز جوړښتونه زيانمن نه کړي؟
په پلکلوريک او اولسي شعرونو کې ښايې دا ستونزه وي ولې کله چې د ليکلي ادب لمن پراخيږي، هلته د لهجو شمېر چې ګنې په خجونو به اغېزه وکړي، دا ډول اندېښنه کوم ځای نه لري ځکه چې ليکلې شاعري په معياري ژبه کېږي.
مونږ د پښتو په اولسي ادب کې د شعرونو او په تېره د سندريز ادب يادونه وکړه چې يانې د پښتو ادب دغه شتمنۍ دومره پراخه او پرېمانه ده چې د پښتنو کلو او بانډو ته يې رېښې ځغلولي دي، غوره به وي چې د پايلې او وروستيو خبرو په توګه د پښتو د ولس او سندريز ادب يو لنډ جاج واخلو:
د خلکو سندرې زمونږ د سندريز ادب لومړۍ بېلګې دي چې پيل يې د ميندو له سندرو نه کېږي او همدارنګه د ماشومانو سندرې، د واده سندرې، غړانګې لکه کاکړۍ، د بېلابېلو سروکو بېلګې او هم د نارو بېلابېل ډولونه لکه د اتڼ نارې، تاريخي نارې، د هوتکو نارې، د يوسفزيو نارې او نورې نارې يادولای شو.
د اولسي ادب په لړ کې لنډۍ بيا د يادشوي سندريز ادب په يو شمېر بېلګو کې تکرارېږي، چې مثالونه يې په درېيم څپرکي کې راغلي دي.
د پښتو لرغونې سندرې چې د منځپانګې له مخې د ويدا او اوستا له يو شمېر سندرو سره ګډه پوله لري له امير کروړ نه پيليږي چې د لوستو لخوا به کښل کېدې چې مونږ وياړنې اخلاقي او حماسي سندرې د بېلګې په توګه يادولای شو:
مونږ دمخه د ليکلي ادب يادونه وکړه او بيا مو د شعرونو قلمي دېوانونه هم معرفي کړل، چې په يو شمېر دېوانونو کې دېواني سندرې هم تر سترګو کېږي، چې له ښکارندوی نه راواخله، تر ميرزا خان بارکزي پورې رسېږي.
د يادولو وړ ده چې د يو شمېر داسې سندرو نوم واخلو چې زمونږ په سندريز ادب کې څرک ليدل شوی دی. دا ډول سندرې د نالوستو لخوا ويل شوي دي، خو بيا يې کتابي بڼه هم خپله کړې ده.
لکه څرنګه چې د سيمې او نړۍ د هېوادونو ادب او فرهنګ يو په بل اغېزه کوي دارنګه سندريز ادب هم بې اغيزې نشي پاتې کېدای. د مثال په ډول هندي موسيقي د پښتو په سندريز ادب اغېزه وښندله او بيا يو شمېر شاعرانو چې د موسيقۍ سره يې هم بلديت درلود، مقامي سندرې په هندې راګ برابرې کړې.
اوس د پښتو په سندريز ادب کې د نوي او ازاد شعر ځينې بېلګې هم تر سترګو کېږي په دې هيله چې لا وغوړېږي، لا وده او پرمختګ وکړي.

.