کور / علمي / علمي چاپېريال/څېړنيز بحث [لومړۍ برخه]

علمي چاپېريال/څېړنيز بحث [لومړۍ برخه]

ترتيب او را ټولونه: مفتي نورالله عزام
سريزه
د دې لپاره چې په ښوونيز او روزنيز ډګر کې پرتو ستونزو ته ګټورې حل لارې وموندل شي، څو تنه علماء کرام او مسلکي پوهان د يو شمېر موضوعاتو په اړه په آنلاين ډول بحثونه کوي، موږ هڅه کوو چې دغه موضوعات له درنو وروڼو سره شريک کړو؛ څو يې ګټه عامه او نتيجه ورکوونکې شي.
د بحث ګډونوال په لاندې ډول دي:
مولوي عبدالسلام ضعيف ـ مشهور شخصيت او د افغان بنسټ مشر.
دکتور عبدالقاهر عابد- د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون پخوانی او د کابل پوهنتون اوسنی استاد.
دکتور ابواحمد صالح- د اسلام آباد نړيوال اسلامي پوهنتون او جامعه قاسميې پخوانی استاد، قطر.
مفتي عبدالهادي حماد- تکړه ليکوال او د حماديه مدرسې مدير، کندهار.
دکتور حيات الله عتيد- د بشري ودې د پياوړتيا نړيوال منلی شوی ټرينر، کابل.
مفتي حبيب الله قاسمي- څېړونکی او د قاسميه مدرسې مهتمم، اکوړه خټک پېښور.
دکتور مبشر صافی ــ د افغان پوهنتون رئيس.
مفتي نورالله عزام- د افغان مدرسې مدير، کابل.
دکتور سراج الحق وهاج- څېړونکی او تکړه ليکوال، مدينه منوره.
مفتي عبدالرؤف فراهي- د افغان بنسټ د ښوونيزو چارو مدير، کابل
مفتي صديق الله ــ د دارالعلوم الخيرية نهاريه مدير. نيمروز.
مفتي ابوسعيد راشد- فقيه او د قاسميه مدرسې مشر مفتي، اکوړه خټک.
حامد افغان- مشهور ليکوال او څېړونکی، تبوک، سعودي عربستان.
مفتي عبدالحق حقاني- د افغان بنسټ د علمي څېړنو د څانګې مدير او د افغان مدرسې استاذ. کابل
مفتي محمد حسين سعيد- له دارالعلوم زاهدان او ديوبند څخه فارغ او د مدينې اسلامي پوهنتون زده کوونکی.
مولوي سيد احمد- د دارالعلوم تاج آباد مهتمم، پېښور.
مولوي صالح محمد عطشان- د جامعة الاسلامية الخضرية مهتمم، کندهار.
مولوي عبدالحق حماد- د افغان بنسټ د تاليف او ترجمې د څانګې مسؤل او د افغان مدرسې استاد، کابل.
مولوي عبدالمالک ــ د دارالعلوم کراچي تکړه استاذ.
يادونه: دا موضوع د پورتنيو علماوو د بحث غور چاڼ دی او د ډېرو اړخونو درلودلو له امله مو په څو برخو وېشلې ده، دا يې لومړۍ برخه ده او نورې برخې به يې که خدای کول په نژدې راتلونکي کې تر تاسو در ورسوو.

علمي چاپېريال درې اړخونه لري:
مدرسه/ښوونځی.
کورنۍ.
ټولنه.
په روان بحث کې هڅه شوې چې د چاپېريال درې واړه اړخونه وشنل شي.

مدرسه/ ښوونځی

دمدرسې علمي چاپېریال:
دیوې تعلیمي ادارې له خوا خپلو شاګردانو ته هر ډول تسهیلات او اسانتیاوي برابرول، او همدا راز هغه پلانونه او برنامې چې په مټ یې شاګرد په مدرسه او هم له مدرسې بهر دخپل شوق او رغبت له مخې دعلمي مسیر سره په فعال ډول تړلی او بوخت ساتي په حقیقت کې همدغه دعلمي چاپېریال څخه عبارت دی چې دمدرسې د ادارې له خوا شاګرد ته برابریږي.
دعلمي چاپېریال په رامنځ ته کېدا او تداوم کې د مدرسې اداره، استاذ، او همدا راز د شاګرد ټولې خواوي ترخپلې اندازې ونډه او مکلفیت لري:

اداره:
په تعلیمي اداره کې دعلمي چاپېریال درامنځ ته کېدا په موخه لاندې ټکي باید په عمل کې پلي شي، او یا یې دعملي کېدو هڅې وشي:
لومړی: دمدرسې داهتمام دفتر باید ډېر سمبال او منظم وي؛ که چېرې دکوم طالب سرپرست، یا نور مېلمانه دمدرسې لېدلو ته راځي چې په لومړي کرت دمدرسې دچاپېریال په اړه مثبته انتباه واخلي.
دوهم: دمدرسې لپاره دښکلي او زړه راښکونکې ودانۍ دجوړېدو هڅه او هاند کول؛ ځکه په هره سطحه چې دیوې تعلیمي ادارې ودانۍ ښکلې او پراخه وي، په شاګردانو کې ددرس سره مینه اوعلاقه زیاتېږي.
درېيم : که دمدرسې ساحه پراخه وي، د امکاناتو په رڼا کې باید دادارې له خوا پکې چمن، ګلان او ونې کینول شي چې دانساني طبیعت له مخې شاګردان ورڅخه دمطالعې او یا تفریح کولولپاره استفاده کوي.
څلورم: مدرسه باید تر وروستي حده کوښښ وکړي چې دشاګردانو لپاره اړین تعلیمي وسائل مهیا کړي، لکه پراخه ټولګی، ښه فرش، ښکلې تخته، دلیکلو لپاره تباشیر یا مارکر قلم، کتابونه، کتابچې، قلمونه او ….. دا هغه وسائل دي چې دمتعلم او طالب لپاره دوسلې حیثیت لري او ټولګی بايد په داسې ځای کې موقعيت ونه لري چې د خلکو د مرور او ناستي ولاړي ځای وي ترڅو زده کونکي په ارامه فضا کې خپل درسې بهير په مخ بوزي او د ټولګي فضا هم بايد معتدله وساتل شي چې نه ډېره ګرمي او نه هم ډېره يخه وي.
پنځم: دمدرسې په مرکزي ساحه او یا هم داهتمام په دفترکې دمدرسې او یا تعلیمي ادارې لوائح او مقرررات باید په لویو سائن بورډونو کې نصب وي؛ څو عام شاګردان داړوند ادارې داصولو او انتظامي امورو سره اشنا وي.
شپږم: دمدرسې اداره باید دوخت او ظروفو په بنا وخت ناوخته دشاګردانو دسوې سره سم دتقریر او مقاله لیکنې سیالۍ رامنځ ته کړي، او وتلي شاګردان پکې تقدیر کړي.
اووم: هره مدرسه باید دیو مجهز او غني کتابتون دبرابرولو هڅه او کوښښ وکړي، او شاګردانو ته دپلان او مهال وېش له مخې دهغې څخه داستفادې زمینه مساعده کړي.
اتم : مدرسه باید وخت نا وخته خپلو شاګردانو ته دعلمي رحلو تنظیمول په پام کې ولري، علمي رحلې دشاګردانو په علمي هڅونه او ترغیب کې زیات رول لري.
نهم: مدرسه باید دخپلو امکاناتو او ظروفو په رڼا کې دشاګردانو لپاره ځانګړې نشریه ولري چې دامکاناتو له مخې په میاشت، درې میاشتو، او یاهم کال کې چاپېږي، ددې مجلې داهتمام او ترتیب چارې باید د وړ او مستعدو شاګردانو له خوا پرمخ بیول کېږي او دمدرسې اداره یې باید اشراف کوي. په مجله کې دشاګردانو دمقالو ترڅنګ علمي راپورونه، راپورتاژونه، دعلمي رحلو سفرنامي او ګذارشونه، او دشاګردانو دعلمي فعالیتونو او نشاطاتو راپور ته ځای ورکول کیږي.
لسم : دهرې مدرسې له خوا باید استاذان تشویق شي څو دکلنیو رخصتیو پر مهال، لنډ مهاله دورې پیل کوي، لکه دتفسیر، او بیلا بیلو فنونو دورې چې دا دهېواد په کچه علمي محیط رامنځ ته کوي، که څه هم دا حرکت پیل شوی خو ډېر ابتدايي، محدود او هېواد شموله نه دی.
يوولسم: اداره بايد د مدرسې ټولو اړخونو ته کله متوجه وي او د تعليم په لار کې خنډ شيانو مخه ونېسې لکه: د موبايل، کمپوټر او نورو شيانو له بې ځايه کارولو څخه په حکمت او بصيرت مخه نيول.

استاذ:
د تعلیمي ادارې استاذان بايد دعلمي چاپېریال درامنځ ته کېدا په موخه لاندې ټکي په عمل کې پلي کړي، او یا یې دعملي کېدو هڅه وکړي:
لومړی: دمدرسې داستاذانو لباس باید پاک او منظم وي، ځکه استاذ دقدوه حیثیت لري، او دغه قدوه توب باید شاګردانو ته دعلم تر څنګ داستاذ دحرکاتو، ناستې ولاړي او دژوند دادابو له لارې هم ور انتقال شي. بله دا چې عالم درسول الله –صلی الله علیه وسلم – وارث دی، او باید په ټولنه کې درښتني او واقعي وارث په توګه دژوند په هر اړخ کې خپل کردار ادا کړي.
دويم: استاذان بايد د نبوي سنتو متبع وي، ناسته ولاړه، خوراک څښاک او پوښاک او کړه وړه يې په شريعت برابر وي، د استاذانو ترمنځ مينه متقابل احترام او حسن تعامل وي، په مزاج کې يې تواضع، سادګي او بې تکلفې وي او په اعمالو او نېکيو کې له شاګردانو وړاندې وي ، استاذان بايد په حضور او غياب کې يو بل ستايي او په ښه نوم يې يادوي که څه هم په عمر او علم کې يې ترمنځ تفاوت وي.
دريم: شاګردانو ته بايد د درس پروخت علمي وېناوي او عامه اخلاقيات هم بيان کړي، معتدل فکر ورکړي او اعتدال ته يې هڅوي، کومه ناروغي چې په شاګرد کې وويني سمدلاسه يې درملنه کوي، د شاګرد توهين نه کوي او نه هم ورته ناوړه الفاظ کاروي ځکه چې د استاذ هره اصطلاح د شاګرد په ذهن کې ځای نيسي او د استاذانو ترمنځ بايد سمتي او يا ژبني سيالۍ او رقابتونه هم نه وي.

شاګرد:
بايد هڅه وشي د علمي چاپېريال رامنځ ته کېدو په موخه لاندې ټکي شاګردانو ته تلقين او پرې علمي شي:
لومړی: شاګردان بايد مسنوني دعاګاني او د نبي عليه السلام د سنتو پېروي خپل ورځنی معمول وګرځوي، تل ژبه په ذکر او ذهن په مثبت فکر مشغول وساتي، نورو شاګردانو سره هر وخت مخ کېدو پروخت سلام خپل معمول وګرځوي، د دوی ترمنځ د مشر او کشر احترام او شفقت موجود وي، له زړه نه د استاذانو او مشرانو احترام کوي او د نظام الاوقات سره سم خپل ژوند پرمخ بيايي ځکه چې نظام الاوقات په علمي چاپېريال کې ښه رول لري.
دويم: د شاګردانو ترمنځ بايد بې ګټي سيالۍ ژبني او قومي رقابتونه نه وي، د مهال وېش سره سم ورځنی ژوند تېروي، په ناروغۍ او سخته کې د خپلو نورو ملګرو سره د کلک همکار په توګه رول ولوبوي، شاګرد کې د خدمت شوق موجود وي او خپله خونه او ځای پاک وساتي، په مجلسونو کې د نبوي سيرت او صحابه وو ژوند او خپلو اسلافو د حالاتو کيسې کوي.
دريم: په مدرسو او ښوونځيو کې د زده کونکو او استاذانو ترمنځ علمي مناقشې هم ښه اغېز لري او دا بحثونه بايد په داسې ډول وشي چې مباحثه په مشاجره او يا مجادله بدله نه شي، او بې ګټې او سياسي بحثونو څخه ځان وساتل شي.
څلورم: ګروهي مطالعه بايد عامه کړل شي، او دا په دوه ډوله کېدلی شي: لومړی دا چې د نګران ترڅارنې لاندې د شاګردانو لپاره يوه ځانګړې رساله وټاکل شي او د هغې هر فصل بېلا بېلو شاګردانو ته ورکړل شي او بيا د استاذانو تر اشراف لاندې مناقشه شي او په پای کې د مناقشې خلاصه را ووېستل شي او په مناقشه کې ښه رول لوبونکی طالب تشجيع او تقدير شي. دويم داچې د ګروهي مطالعې لپاره استاذانو ته هم يو کتاب وټاکل شي، د کتاب برخې پر استاذانو ووېشل شي او بيا بحث او مناقشه پرې وشي، په دې سره د شاګردانو په زړونو کې د مطالعې ذوق، کتاب سره مينه او د تحليل قوت پېدا کيږي او د درسي کتابونو ترڅنګ له نورور علمي مراجعو سره بلديږي.

درسي نصاب:

د علمي چاپېريال رامنځ ته کولو او شاګرد علمي کولو په اړه بايد په درسي نصاب کې لاندې ټکي په عمل کې پلي شي:
لومړی: درسي کتابونو کې بايد د موضوعاتو تکرار نه وي، خصوصا نظري علومو کې، له کوم تکرار څخه چې موږ زښت زيات کړیږو او شاګرد باندې بايد درسي منهج ډېر نه کړی شي، چې شپه او ورځ اخته وي؛ او له هغو سر ټکوي، او هغه ته د علمي فکر کولو او تحليل موقع هم ورکړی شي، که يواځې د مسائلو حفظ مقصود وي؛ نو تر کمپيوټر غټ حافظ په دې نړۍ کې نشته، خو د انسان او کمپيوټر توپير همدا دی چې انسان تحليل کوي، ابتکار کوي او کمپيوټر يې نشې کولی.
دويم: نظري علوم او په ځانګړي ډول سلوک، او اخلاق، بايد د تطبيقي علومو په څېر د يو مهارت په توګه شاګرد ته انتقال شي، د حشو او سر ډکولو څخه بايد ډډه وشي. د ييټز په نامه يو تربيه پوه وايي: زده کړه د ستل ډکولو پروسه نه، بلکه د پوښتنو د اور لګولو پروسه ده.
دريم: تنوع او اختلاف په علمي مراکزو کې په ځانګړي توګه په لوړو صنفونو کې يو ضرورت دی، که داسې نشي نو له مدارسو به يو ډول کاپيانې فارغيږي، او دا د هغه حکمت سره تضاد دی چې الله تعالی پيدا کړی دی، او هغه د عقلونو اختلاف دی. يو تربيه پوه وايي: د امتیاز جزیره یواځې د اختلاف په سمندر کې موندلی شې. په تعليمي ساحه کې د جیمس بالدوین په نوم يو بل متخصص وايي: دا مطلقا مستحيله ده چې يو داسې هېواد کې څوک د پوهې خاوند شې، چې د عقل په ازادۍ باور نلري.
څلورم: مدرسه به يواځې په درسي کاغذي کتابونو اکتفا نه کوي، باید هڅه وکړي چې خپل شاګردان دنویو وسائلو؛ لکه کمپیوټر، پراجکټور، انټر نیټ او نورو سره بلد کړي، البته دخپلو امکاناتو په صورت کې.
پنځم: په درسي موادو دې ظلم نه کيږي، هرې درسي مادې ته دې د ساعتونو د وېش له نګاه نه خپل حق ورکړی شي. د دې ظلم معلومولو طريقه آسانه ده، تاسې وګورئ چې له مدرسې يا مکتب وروسته فارغين په پوهنتون کې کوم جهت ته ډېر ميلان لري، نو وبه پوهېږئ چې په هغه بل جهت سره زیاتی شوی، په ځانګړي توګه کله چې د يوې ټولپوښتنې له لارې وپوهېږئ چې شاګردان دغه جهت په دې غوره کوي ځکه چې هغه بل جهت کې کمزوری دي، همدارنګه د پوهنتون د کانکور امتحان له لارې هم معلومېدی شي چې په ښوونځي کې په کومو موادو ظلم شوی دی، او هڅه دې وشي چې هغه ظلم رفع شي.
شپږم: په ښوونځيو کې بايد شرعي کتابونه سره متفرق نه شي، او د دينياتو تر عنوان لاندې ټول يو ځای ولوستل شي، تر څو شاګرد له ټولو سره يو شان تړلی پاتې شي، همدارنګه د فنونو کتابونه بايد سره متفرق نشي، او بايد د يو عنوان لاندې ولوستل شي، لکه نحو، ادب بلاغت، داسې به مونږ ته جامع شاګرد په لاس راځي. په لوړو صنفونو کې له پوهنتون مخکې بايد تخصص معلوم شي، او د هماغه تخصص په نظر نيولو کې درسي کتابونو او نصابونو کې بدلون راوستل شي.
اووم: تر دولسمه بايد درسی نصاب په داسې ډول روان وي، که چېرې متعلم وغواړي چې له خپل تخصص څخه بل تخصص ته واوړي؛ نو د اوښتو کاپي چانس ولري.

د مدرسې عام چاپېريال:

د دې لپاره چې د مدرسې عام چاپېريال علمي شي بايد لاندې ټکي په پام کې ونيول شي:
1. د مدرسې فزيکي حالت، ښايست، نظافت، ترتيب، سپورتي آلات برابرول، او داسې نور، دا ټول هغه مسائل دي چې د علمي چاپيريال په رامنځته کولو کې ډېر مثبت رول لوبوي، دمدرسې انګړ باید دشاګردانو لپاره دیو مفتوح ټولګي بڼه ولري، هغه داسې چې دمدرسې دیوالونه باید په نبوي حدیثونو، غوره ویناوو، ګټورو پندونو ښکلي شوې وي چې دټولګي څخه په راوتو هر وخت دشاګردانو مخې ته وي.
2. دمدرسې دادارې له خوا بايد هر ټولګی مکلف وي چې دخپلې مستوی په رڼا کې دېوالي جریدې نصبوي، او دمدرسې دنشاطاتو دکمیټې له خوا په جدیت څارل کیږي، او کله چې کلني مراسم نیول کیږي باید دممتازې جریدې چلونکی ټولکی دخپلو امکاناتو په رڼا کې تقدیر کړي، دا کار دشاګردانو په علمي ارتقا کې مثبت اغېز لري.
3. دمدرسې اړوند دنظافت جدي څارنه باید وجود ولري، او په ځانګړي توګه دمدرسې اشپزخانه، داودسونو او بیت الخلاء ساحه، ځکه نظافت داسلام مهمه برخه ده چې په اړه یې اسلامي شریعت کې په کلکه توصیه او ترکیز شوی، او داسلامي او شرعي علومو دزده کړي اساسي چاپېریال بیا مدرسه ګڼل کیږي، خو له بده مرغه په ځینو مدارسو کې ددغو ځایونو په اړه داسې بې تفاوته چلند کیږي چې ځیني مهال انسان خپله له خجالت سره مخ شي. پاک او سوتره چاپېریال دطالبانو دنشاط او قلبي فرحت لامل کیږي.

دلیليې چاپېریال:
که چېرې کومه مدرسه دلیليې انتظام لري، او طالبان پکې اوسېږي، باید دمدرسې دانتظاميې له خوا دا لاندې ټکي په پام کې ونیول شي:
لومړی: دلیليې چاپېریال باید ډېر نظیف او پاک وي. دمدرسې اداره باید په خپلو طالبانو تر اعظمی حده زړه سواندې وي، خوراک ته یې ښه پاملرنه او توجه کوي، شاګردان باید دخوراک اړوند دمدرسې دادارې په باره کې د اشتباهاتو او شکونو ښکار نه شي چې دا کار دشاګردانو په فکري تربیه، او اخلاقي رویه ډېر منفي اثر لري.
دویم: که امکانات وي باید کوښښ وشي چې په اطاقونو کې ډېره ګڼه ګوڼه جوړه نه شي.
دريم: لیلیه باید دمشرفینو دڅارنې لاندې وي، او دجبري مطالعې مهال وېش په هره خونه کې لګېدلی وي.
څلورم : دویده کېدو او پاڅېدو وختونه باید تنظیم شوی وي، او نظم یې باید جدي مراعت شي.
پنځم: لیلیه شاګردان دتربیې ښه فرصت لري، نو په اونۍ کې کم تر کمه دوې ورځې باید داستاذانو له خوا ورته اخلاقي او تربوي درسونه تنظیم شي.
شپږم: دلیليې په خدماتو کې دشاګردانو نوبتي سهیم کول ددوی په اخلاقي تربیه کې ډېر رول لري، او د انتظامي امورو دچلولو متره پکې پېدا کوي.

روحي چاپېریال:
دعلم هدف او غایه انساني تربیه او اخلاقي تکامل دی؛ څو دپوهې او علم ترڅنګ دروحانیت له پلوه هم قدوه شخصیتونه ټولنې ته وړاندې شي، او له فیضه یې ټولنیز چاپېریال ګرد سره معطر او ګلورین شي، چې دا باید هره مدرسه دخپلو شاګردانو لپاره وروستی او یواځینی هدف کړي؛ نو له دې امله دمدرسې اداره باید په دې اړه ډېره جدي وي، او دې ټکو ته یې پام وي:
لومړی: په شاګردانو کې دعباداتو دکثرت مینه اوشوق پیدا کول؛ ځکه چې دې سره شاګردان نشاط اخلي او علمي ذوق یې زیاتیږي. او دعباداتو سره دشوق ژوندي ساتلو لپاره دا بېخي ضروري ده چې دسهار او ماښام اذکار باید دهر شاګرد یاد وي، او دهغې دالتزام تلقین ورته وشي.
دویم : شاګردان باید په تدریجي توګه داحکامو اړوند آیاتونو او نبوي حدیثونو په حفظ او یادولو مکلف کړل شي، او د نفس تزکيې لپاره ورته غوره لارښووني وشي.
درېيم: په مدرسه او لیلیه کې او له مدرسې بهر شاګردان باید صمیمانه ژوند تېرولو ته تشویق اوترغیب شي، دا روحیه داستاذانو له چلند او روش څخه په ژوندۍ توګه زده کیږي، او له هرڅه دمخه استاذ باید ډېر صمیمي وي.

نور بيا…