کور / علمي / تود خبر او سوړ خبر

تود خبر او سوړ خبر

په ټوليزه توګه کولى شو خبر په دريو برخو وويشو .

سخت خبر ، نرم خبر اوفيچري خبر .

ګرم خبر : هغه خبر دى چې وخت يا مهال په کې زيات دارزښت وړ وي او وئيلى شو چې په يوه ډول دوخت په لومه کې ښکيل دى .

په يوه سخت خبر کې دخبريال او مسول مدير دنده داده چې په خبر پورې اړوند توکي (څه پېښ شوي ؟) پرچا څه شوي ياچاته څه پېښ شوي ؟، ولې پېښ شوي ؟

چېرته پېښه شوي ؟ اودپېښې څرنګوالى څه ډول دى ؟ چې په بيړه يې له بشپړو جزياتو سره دورځپاڼې يا بلې خبري رسنۍ له لارې اوريدونکو يا لوستونکو ته ورسوي .

ګرم خبر ښايي زياتو خلکو ته له دې امله دارزښت وړ وي چې مخامخ دهغوى ژونداغيزمنوي لکه ديوې مسافر وړونکې الوتکې لويدل ، له خپلې ليکې داورګاډي بهر کيدل ، دهېواد د سياسي ګوندونو خپل منځي پوهاوى اوجوړ جاړى ، د بنسټيزو توکو د بيو لوړوالى ، اقتصادي پرمختګ او نور……….

په يوه ګرم خبر کې مو کار يواځې له هغه چاسره دى چې ټول خلک يې پيژني – ولس مشر ، دسياسي ګوند رئيس، دبهرنيو چارو وزير ، ديوه شرکت لوى رئيس ، پوليسي مشر ، دټولنې رئيس …………

پداسې حال کې چې په نرم ياسوړ خبر کې ښايي له داډول خلکو سره سرو کار ولرو چې موږ يې نه پيژنو .

نرم خبر : هال ايتر د يو،ايس، اى ټوډي يو لوى مسول مدير ددې پوښتنې په ځواب کې چې دګرم اونرم خبر تشريح څنګه کولى شو، وايي ((ښه)) ګرم خبر معمولاً يوه مهمه پېښه ده چې دپېښېدو په حالت کې ده يا پېښه شويده .

ښايي دادامريکا دولس مشر جورج بش خبري کنفرانس وي اويا په يوه ځانګړې موضوع کې دهغه د دريځ څرګندونې وي ، ياداچې کنګريس يوه لايحه تصويب کړې وي . دا ټول سخت خبرونه دي .

مګر نرم خبر هماغه څه دي چې تاسې په کې دټاکنې يا انتخاب حق لرئ .

موږ معمولاً خپلې چارې ديوپروګرام له لارې تنظيموو . دبيلګې په ډول کله چې يو بيړنى خبر مخې ته راځي تاسې ديوه پروګرام له لارې مخته ځئ !

سرچپه هرم :

څوک ، کله ؟ که داسرچپه کړئ نونرم خبر ترې جوړيږي . له ځان سره وايي هممم ، غواړم ، دا په دا ډول سره وليکم ، غواړم پر دغه شخص يو رپوټ وليکم . داممکنه ده خبرتاسې هڅوي . باور وکړئ نرم خبر هغه څه دي چې ډيره لټه غواړئ کار پرې وکړئ .

دخبر په چوکاټ کې دځينو موضوعاتو راوړل ناشونې ده چې دسخت خبر له لارې چارې نه کار واخېستل شي .

فکر وکړئ چې غواړى ديوه شرکت محصولات وارزوئ اوترغور لاندې يې ونيسئ ، دخلکوغذا خوړول ترڅېړنې لاندې ونيسئ يا هغه څه چې خلکو اخيستي دي ترپوښښ لاندې راولئ .

يا ديوه چاپه باره کې داسې څه وليکئ چې خلک يې نه پيژني مګر ډير په زړه پورې والى موپه کې ليدلى دى . په دې وخت کې تاسې کولى شـئ يوښه نرم خبر وليکـئ . اوپردى مهال وئيلى شو جې دسخت ((ګرم)) يوه ښه ځاى نيوکى دى .

که يونرم خبر په ښه بڼه وليکل شي اوپه خورا ښه توګه خپله موخه څرګنده کړي کولى شي دلوستونکي يا اوريدونکي لپاره په زړه پورې والى ولري اويا هغه ته څه ورزده کړي .

له دې امله کولى شو چې له نرم خبر نه په زړه پورې اوښوونيزومسايلو ، سوداګريزوچارو او نورو ورځنيو چارو دپوښښ لپاره کار واخلو چې دخلکو له ژوند سره تړاو ولري .

نرم خبر دانساني علاقې او مينې وړ سکالو ((موضوع)) دپوښښ لپاره کاريږي او زيات ټينګار يې پر زړه پورې مسائلو وي .

په وخت او مهال پورې ندى تړلى اوکيداى شي چې هر چېرې اوهر کله ترې استفاده وشي ، هغه ځانګړنه چې په سختۍ سره په نرم خبر کې ليدل کيږي .

نرم خبر کيداى شي چې په ډيرو جزياتو اوڅېړنه راوڅرخي . نرم خبر هغه خبر دى چې تاسې په کې خپل نوښت ښودلى شئ اوخبر ته رنګيني اوښکلا وروبخښئ .

ديوه نرم خبر لويه ځانګړنه داده چې زيات خبرونه چې په دې چوکاټ کې راځي نسبتاً اوږد مهال لري .

يوسخت ((تود)) خبر ښـايي ديوې ورځې ترپايه خپل خبري ارزښت وساتلى شي او ياداچې په يوه تلويزيون او راډيو کې تر خپراوي وروسته خپل ارزښت ونه ساتي اودګټې اخېستنې وړنه وي . ځينې ورځپاڼه ليکونکي نرم خبر دځاى ډکوونکي په نوم هم يادوي .

دا ډول خبرونه له ټولنيزو سکالوګانو سره سروکار لري او په بنسټيزه توګه هغه هغسې دخبر په توګه نه پيژني . دا کيداى شي چې دنظريو ګډلي مطالب اويا طنزيه مطالب وي . ددغه پېژند له مخې کله چې سخت خبر راورسي دغه پاڼه ډکوونکي خبرونه لرې کيږي او ځاى يې سخت ((ګرم)) خبر نيسي .

کله کله له نرم خبر نه ښوونيزه ګټه هم اخېستل کيږي ، په دى حالت کې (( ليډ )) تنه اودخبر وروستۍ برخه په بشپړه توګه له سخت خبر اوچپه هرم سره توپير لري .

شونې ده چې تراوسه پورې هغه عبارت (( هغه خبر چې ستاسې په کار راځي )) تاسې اوريدلى وي .

داډول خبرونه په باوري توګه تاسې ته لارښوونې کوي او مهم ټکي درښيى ، هغه داچې وړاندې له ورزش نه نرموالى وکړئ يا داچې دکمپيوتر دپيرلو پرمهال کوم ټکي په پام کې ونيسئ .

زياتره دهغو سکالو دپوښښ له پاره له نرم خبر نه ګټه اخلي چې اساساً هغې ته خبر نه وئيل کيږي .

دتلويزيوني نندارو دژانرونو ارزونه ، دنويوماډلونو ارزول ، مساپري ، پېرنه اويا هرهغه څه چې هغه مهال دود وي .

يوشمېر نرم خبرونه دهغه پېښو لپاره کاريږي چې دپېښېدو په حال کې وي ، مګر دا خبرونه اني او ټاکلي نه دي ، يانې پدې مانا چې په يوه مشخص مهال پورې اړه ونه ولري اوجريان ولري.

دبيلګې په ډول په يوه لوى سياسي ګوند کې دنظريو بدلون اويا دموسيقۍ ديوه نوي سبک پيداکېدل اودزياتو پيروانو پيداکول.

په ځوانانو کې دبېلابېلو علاقو ((مينو)) پيداکېدل . لکه جنسي موضوعات يا داسې نورې موضوع ګانې دنرم خبرلپاره ښې سوژې دي .

د نرم اوګرم خبر توپيرونه :

نرم خبردګرم خبر پرخلاف عادتاً دلويو پېښو لپاره نه وي ، نرم خبر په عام ډول داسې يوه بدلون لپاره دى چې اوږدمهال په پام کې نيسي ياداسې يوه موضوع وي چې په زړه پورې والى په کې زيات وي اوهغه مود روز يا دورځني ژوند سره برابر توکي په کې ترپوښښ لاندې نيول کيږي . دبيلګې په توګه هغه نوې روحيه يا چال چلندچې دټولنې دوګړو يا ديوې سيمې ديوه خاصې ټولي ترمنځ دوديږي .

دنرم خبر لپاره يوه ډيره په زړه پورې سکالو ده . دا په داسې حال کې ده چې ګرم خبر يواځې پرهماغو پېښو لاڅرخي چې په مهال پورې تړلى وي .

دنرم خبر او ګرم خبر پو بنسټيز توپير دادى چې دليکلو په سبک او لاره چاره کې يې سره توپيرليدل کيږي .

سخت ((ګرم)) ديوې پېښې جزيات څه ډول چې پېښ شوي اوريدونکي يا لوستونکي ته رسوي او خپلومخاطبينو ته وخت ورکوي چې دترلاسه کړو معلوماتو په برخه کې په خپله پريکړه وکړي .

مګر نرم خبر تر ډيره هڅه کوي چې اوريدونکي اويالوستونکي له ځانه لرې نه کړي اولارښوونه ورته وکړي .

ځينې نور بيا نرم خبر او سخت خبر دموضوعګانوپربنسټ ډلبندي کوي ، يوشمېر يې توپير دبيانولوله طريقې څخه کوي . دبيلګې په توګه وئيل کيږي چې اقتصاد ، سياست ، جګړه ، جنايت دسخت خبر توکي دي .

هنري هلې ځلې او دژوند کړه وړه دفيچر يا نرم خبر سکالو ګانې دي .

دا ډله په دې باور ده چې نرم خبر بايد دلوستونکي يا اوريدونکي په څېره کې خوښي پيداکړي ، ځينې په دې باور دى چې دنرم خبر اوفيچر ترمنځ بالکل پولې نشته اونشي کيداى چې په ډاګه شي چې چېرې له يوه نرم خبر او چېرې له فيچرنه ګټه اخېستل کيږي . اوان تردې چې نه شي وئيل کيداى چې ديوه سياست وال دځانګړي ژوند په باره کې مطلب ليکل سخت خبردى اوکه نرم خبر او يا ديوه پوليس دژوند په اړه څه وئيل په کوم ډول خبر کې راځي ؟

له ياده ونه باسئ چې ديوه سخت خبر اصلي موضوع هماغو شپږو پوښتنو ته ځواب دى چې مشهورې دى . (5WS+H) اونرم خبر هېڅکله ټولو چارو ته په ځواب ورکولو اړ نه ګڼل کيږي .

دانه ده څرګنده چې لومړى نرم خبر چا ليکلى دى او ددې ډول خبر ليکلو طريقه اولاره چاره له کومه مهاله په ورځپاڼه ليکنه کې دود شوې ده .

مګر بېلابېلو څېړنو جوته کړيده چې له نرم خبر نه ګټه اخېستل په تېروشلوکې زيات دود شوى دى .

اوس مهال په نړۍ والو خبري رسنيو کې دنرم اوسخت خبر کارونه زياته شوى ده چې له دې لارې ګڼ شمېر لوستونکي خوښ وساتي .

د نرم خبر جوړښت

د نرم خبر ليډ (سريزه)

د نرم خبر ليډ دماهيانو دجال په څېر دى چې لوستونکى په دام کې راښکېلوي او خبر ته يې داخلوي ، دا ليډ کيداى شي چې يوه جمله وي مګر توپير يې له تود خبر سره دادى ، ددې پرځاى چې شپږو خبري پوښتنوته ځواب ووايي هڅه کوي چې ، ديوې بهترې فضا جوړولو اوپه ښکلائيز ډول لوستونکي ديوه مطلب لوستو ته ر اوبلي ، دغو پوښتنو ته دځواب ورکولو کافي وخت دى .

لهذا دنرم خبر په ليډ کې کولى شو شپږو بنسټيزو پوښتنو ته نه عادتاً ټولو ته دليډ په راتلونکو اوحتى دليډ په دويم پرګراف کې ځواب ووايو.

ديوه نرم خبر په ليډ ليکلوکې بايد له خيال نه استفاده وکړو بايد هڅه وشي چې موضوع په غيرمستقيم ((نامخامخ)) اودکنايې په ډول مطرح کړو او وروسته په زړه پورې ژبه او په ځانګړو ادبياتو تشريح شي .

ديوه درست نرم خبر دليډ په ليکلوکې بايد ديوه رومان دليکلوپه څېر دلارې چارې خپلول لوستونکى په بادام کې راښکېل کړي .

د تود خبر د ليډ بيلګه :

يوه ښي اړخي افراطي يهودي نن شپه داسرائيلو لومړى وزير اسحق را بين په داسې يوه غونډه کې چې دسولې لپاره ترسلوزرو زيات وګړي هم په کې ګډون وال وو په طلابيب کې جوړه شوى وه په ګولۍ وويشته او ويې واژه چې داسرائيلو دولت اودمنځني ختيځ د سولې روان بهير يې له ستونزو سره مخامخ کړ .

داسرائيلو لومړى وزير ووژل شو ، دبارتون جلمن ليکنه واشنګټن پوست

يکشنبه دنومبر پنځمه – ١٩٩٥

دنرم خبر دليډ بيلګه

وزن يې زيات شوى و ، اوس يې دسر په هره برخه کې سپين وېښـته ليدل کېدل اوس يې دپراخو څپليو پرځاى چې پخوا يې عادت و ، دجګوپښو پېزار پرځاى په ارتو څپليو اوتورپړونى چې سړى په کې د بانجان په څېر مالوميږي دفيشني لباس او جګو څپليو پرځاى عادت ګرځيدلى وو .

امابتي لوهابرچې دمېړه دوژل کېدو په تور يې لس کاله په زندان کې تيرکړي وو اوعمريې پنځوس کلنۍ ته وداخليده اوس هم يوه ډيره مودبۀ اوخوږه ښځه مالومېده .

يوه اوونۍ وړاندې يې وئيل (( هېڅ داسې شپه نشته چې دخوب غېږې ته پنايوسم او دعا ونه وايم داډير ښه کار دى چې وکولى شم ترسره يې کړم )) نو همدالامل دى چې له البرت هابر نه پاتې بچى يې ډير اندېښمن دى .

يوجنايي خبر: دډيويد فنيکل ليکنه اس ،تى پترز بورګ ورځپاڼه د٢٦-١٩٨٥

دادنرم خبر يوه ښه بيلګه ده ، دنرم خبر دليد ليکلو پرمهال دليکوال مټ خلاص دى او کولى شي چې له يوه نوښت نه کار واخلي او له دې چارې نه ښه ګټه پورته کړي . په واقعيت کې دخبر لوستونکى په خبرکې ددې ښځې په باب ډير مالومات نه ترلاسه کوي پرته لدې چې پوشي چې وزن يې زياد شوى دى مګر((ديويدفنيکل دخپل خبر ليد په داسې بڼه جوړوي دهغې له لارې لوستونکى چې په هېڅ نه پوهيږي ، په داسې پوه لوستونکى بدل شي چې په دې پوهيږي هغه يوه زندانۍ مېرمن ده اوله همدې امله وېښتان يې سپين شوي او نه شي کولى دلوړو پوندو،پېزار په پښوکړي . هغه په درست ډول له يوې لارې چارې نه ګټه اخلي (( نه چې سړى سترګوکې پوهوي )) او په ښه توګه لوستونکى له ځان سره بيايي ،دده کار په مسلکي ډول اوپه لوړه کچه دى چې اوريدونکى په چټکۍ له متن سره مقابلې ودروي .

د نرم خبر دليډ (( سريزې )) دويمه بيلګه:

داهغه مهال دى چې هرڅه زما مخې ته ودريږي او زه په ژړا پيل کوم ، اوس کله چې په ماشوم توب کې دمانتوس سوارز داپارتمان په لوري ځم ځان په حيرانوونکى ډول ارام احساسوم ،يواځې هغه ځاى چې له څوکلونو وروسته يې د((لاکاذا)) په نوم يادوم .

((لاکاذا بچګى ته احساسي سفر ، دمېرنواوجيتيوليکنه نيويارک ټايم )) سوم فوريه ١٩٩٨

ښايي په لومړي سرکې فکر وکړئ چې دا ديو سخت خبر ليددى ، مګر خبره داسې نه ده مرنواوجيتيو په ټول توان سره خپل احساسات کورته دګرځيدلو پرمهال بيانوي ، فکرکوم په دې ليد کې ډير څه کيږي ، هغه نه يواځې موږ ته داستان وايي بلکې دځان په اړه هم موږ ته وايي هغه د((لاکاذا)) دويي ((لغت)) په کارولو سره اوريدونکو ته يو قومي حسن ورکړى دى اويوه ژوره ستاينه اوانځور وړاندې کوي .

د يوه سخت خبر بېلګه:

دزړه په يوه څلورساعته عمليات کې چې دډاکترانو په وينا دجمعې په ورځ پرته له کومې ستونزې ترسره شو ، ديو ١٧ کلن ځوان زړه ٣٤کلن بروس موري ته واچول شو .

سره له دې چې دا ليډ کاملاًسخت خبر دى خو کيداى شي چې دنرم خبر ريښې هم په کې وليدل شي ، نه شوکولى انکار وکړو چې رښتيا هم کومه لاره چاره چې ليکوال دښودلو لپاره خپله کړې دوئيلو لپاره هم خوښولى شو . ليکوال کولاى شول په ډير راحت سره دښودلو پرځاى موږ ته ډير څه د ٣٤کلن سړي په باره کې ووايي .

په دې ليډکې ليکوال کوښښ کوي چې ددغه عبارت نه په ګټه اخېستو اوريدونکو يا لوستونکو ته دزړه دجراحي عملياتو په باره کې زيات مالومات وکړي.

فکر کوم دا ليډ ډير دقيق دى او داواضحه ده چې په نرم خبر پورې اړونده توکي له ځان سره لري .

له نوښته ډک هغه ليک چې پربنسټ يې نرم خبرليکل کيږي

١٢:٣٠ بجې زه اوڅښتن ((مېړه)) مې په يوه رستورانت کې په خوراک بوخت وو چې يوه ځانګړې مزه مو ترې اخېسته ، ١:٣٠ کورته ستانه شو په داسې حال کې چې له څونورو دوستانو سره يوځاى ته دسفرپلان جوړولو ، ٢:٣٠ پرما بل حالت راغى اوهغه داسې حالت وو چې ماپرخپل ځان باور هم له لاسه ورکړى وو ، له روغتون ووېستل شوم بيازه يوه کونډه وم .

په ښتينې ډول هغه چې زړه راښکون لري هغه په دې ليډ کې روايت دى چې ليکوال په ښکلې بڼه کړى دى . رښتيا دا ډول ليکنه په نوښت کې شمېرلى شو ، زيات ځواکمنه او دښې ځانګړتيا لرونکې .

ظاهراً مطلب ډيرساده دى ، اما پدې اند يم چې ښه ذوق په کې په پام کې نيول شوى دى . البته داددې مانا هم نه لري چې ليډ ډير غښتلى ليکل شوى دى ، فکر کوم دداسې ځانګړي سبک يا لارې چارې لرونکى دى ، داسې يو سبک دى چې په ليکوالۍ کې ترېنه ډيره استفاده کيږي . خوله دې ټولو سره سره زه دا ډول نوښت خوښ وم .

د يوه سخت خبر د ليډ بېلګه :

دانتاريو دولايتي ټاکنوپه مهال ، دلاتيني امريکاځوانان دتورنتو په يوه لانجمن تبليغاتي مرکز کې سره راټول وو ، چې مالي لګښت يې دتورنتو دپوليسوټولنې (TPA) ورکاوه ، دمترو په دووتم ځايونو (yonge) او(bloor) کې يوه خبرتيا راځوړنده وه . دې خبرتيا دلاتيني پنځوځوانانو انځورونه ښودل چې دختيځ لاس انجلس ديوې ډلې غړي وو ، ددې انځورونو لاندې کښل شوي وو :

(( يواځې هغه څه شى چې دوى ترې په ويره کې دي اوهغه ستاسې رايه ده ))

د يوه نرم خبر ليډ:

شل کلن دانيل ايکپاپه ښه توګه دوحشت ځپلوپه مانا پوهيږي ، د شاګردۍ يو پخوانى فعال دى. له نايجريا نه وتښتيد اواړ شو چې خپله لومړنۍ شپه دتورنتو په پناګاکې وکړي .

هغه ويل ((کله چې له الوتکې کوزشوم، هېڅ مې نه لرل، څوک مې هم نه پېژندل د پاتې کېدو ځاى مې هم نه لره نو پرېکړه مې وکړه، چې نن شپه په هوايي ډګر کې تيره کړم .

د نرم خبر تنه :

د نرم خبر لهجه دوستانه او نارسمي وي، له مخامخ نقل قولونو نه ډکه وي او اوريدونکى د موضوع ژوروالى ته کېباسي.

له ياده ونه باسئ کله کله نرم خبر ښايي دسخت خبر تعقيبوونکى وي نو لازمه ده چې يو يا څو پاراګرافه وروسته لوستونکى ته داصلي موضوع دلوست زمينه برابره کړي .

کلام ته بېلابېلې بڼې ورکول او ښکلا وربخښل دنرم خبر پورې اړوند توکي دي .

همدارنګه شونې ده چې په ليډيا دخبردترکيب په پيل کې موڅه وئيلى وي او يا موڅوک معرفي کړي وي ، چې دزياتې سپړنې وړ وي . تاسو کولى شئ دا کار وروسته په لږفرصت کې ترسره کړئ.

ديوه خبرتنه دهغو نظرونو ټولګه ده چې تاسوورسره مرکې کړى وي . اويا دټولو ارو مالوماتو لرونکې ده . يا هغه نقلي روايت دى چې په ترڅ کې يې کيداى شي چې د يوه داستان جريان په ښه شکل پروړاندې لاړشي دجوړښت له پلوه ديوه نرم خبر دتنې ليکل او ديوه سخت هغې تر منځ چندانې توپېر نه شته مګر ديوه خبر منځپانګه په خپله ددې ښودنه کوي چې څرنګه بايد وويل شي دبيلګې په توګه ديوه رسمي شخص په باره کې رپورت بايد په توصيفي بڼه وليکل شي خو په يوه شخص پورې دتړل شوې پيښې رپورت په داسې ژبه وليکل شي چې دځانګړنو يې هيڅ فکر نه کيږي او دچاودنې حيثيت ولري ديوه نرم خبر دتنې په ليکلو کې بايد په ټول متن کې دمضمون اصلي ټکى په پام کې ونيول شي کيداى شي دخبر په ترکيب کې ډېر څه راونغاړي خو هميشه بايد دمضمون دمتن اصلي برخه له پامه ونه غورځول شي تاسې کولى شۍ له موضوع سره تړلي جزيات له هر پاراګراف سره پر تله کړۍ دبيلګې په توګه ستاسې لومړى پاراګرف ددې حقيقت ښکارندوي کوي چې کوسوو ته تازه را ستانه شوي کډوال دبې وزلۍ سختې شپې تيروي نو ايا دا موضوع به له دې سره چې تاسې ته دوه ځلې دټيليفون زنګ راغى اړيکه ولري څرګنده ده چې نه

ايا داموضوع ستاسې پاراګراف پورې اړه لري چې هغه نجلۍ چې بوټان يې په پښو وو څو ځايه سوري وو ستاسې له موضوع سره تړاو لري څرګنده ده چې هو!

يوبل ټکى چې دنرم خبر په جوړښت کې شته دبېلابېلو خلکودويناوو نچوړ دى ، چې مرکې ورسره شوى وي او يا مو دموضوع په اړه دهغوى نظرونه ترلاسه کړي وي .

د خبر ژبه بايد ډيره ساده او صميمي وي .

نرم خبر کيداى شي دلومړي کس ليکنه وي تاسې مضمون دهغه چا له خولې چې دپېښې په زړه کې دى ليکئ او يا خپل ځان دهغه پرځاى ګڼئ او هرڅه وړاندې کوئ .

دخبرتنه دليډ روزنې لپاره ښه ځاى دى ښايي تاسې همدا ځاى خوښ کړئ . اوهغوشپږو پوښتنو ته ځواب ووايي ، مګر بيړه مه کوئ ، په ښه توګه يې پرخپل ځاى وکاروۍ او وړاندې يې کړئ.

دمالوماتو هغه وزن چې غواړئ اوريدونکي يا لوستونکي ته يې وړاندې کړئ بايد يو ډول وي او په ټولو برخووويشل شي . په نرم خبرکې نه شو کولى دسخت خبر په څېر دخبر وروستى پاراګراف په پټوسترګو وليکو .

دسخت خبر پر خلاف دنرم خبرليکونکى ښايي دخبر اصلي موخه په وروستۍ کرښه کې بيان کړي په هماغه کرښه کې چې لوستونکى په خبره پوشي .

البته داپه دې مانا نه ده چې خبري پلمه تراخره هغه ته ونه وايو ، اخري پاراګراف هغه ځاى چې تاسې ديوه خبريال په توګه خپله ارزونه په کې وړاندې کړئ ، هغه څه چې په سخت خبرکې ناشوني دي، د يوه خبريال په توګه تاسې داوريدونکي سترګې اوغوږونه ياست تاسې بايد هڅه وکړئ په خبر کې انځوريز توکي وړاندې کړئ ، چې اوريدونکي ستاسې ننداره وکړي اوقدم په قدم درسره لاړشي . داکار ستاسې خبر ژوندى کوي ، په ياد ولرئ د داډول ليک په پنځولوسره چې په هغه کې انځورونه وي تاسې نشئ کولى يواځې په يوه تليفوني مرکه بسنه وکړئ ، تاسې بايد ډير ځله له بېلابېلو خلکو سره مخامخ شئ .

د نرم خبر دجوړښت او ترکيب نمونه:

کله چې ايکپيا ويده شو ، پوليسو هغه ونيوه وروسته يې هغه دکيپلينګ په تم ځاى کې پرېښود.

هغه يادونه کوي چې (( دځوانانو کورته يې زنګ وواهه له ښه مرغه داسې يوڅوک پيداشو چې هغلته يې راته دتګ لاره چاره برابره کړه بالاخره ومې شول کولى چې څه مهال دځوانانو په کورکې تير کړم ))

له زياتو کوښښونو اوسختو تيرولو سره سره نوي کاناډايان ددې لپاره چې په يوه خپلواک هېواد کې ژوندځان تيروي نيک مرغه بولي .

هغه وايي (( له کله نه چې هغلته تللى يم فرهنګي ځوانانو راسره ډيرې مرستې کړي دي ، هغوى له ماسره مرسته کړې چې له خپل نوي ژوند سره اشنا شم .

ايکپيا نورو مهاجرو ځوانانو ته خپلې تجربې په هغو مراسموکې چې دفرهنګي ځوانانو دټولنې دلسمې نمانځغونډې په مناسبت جوړشوي وو وړاندې کړې ، دې غونډې هغه خلک راټول کړل چې خپل ژوند يې وقف کړى چې دهغو زياتوخلکو په ژوند کې بدلون راولي چې تازه دغه هېواد ته راځي.

دکاناډا دميرات نمايندګي ، دشکنجې شويوځوانانو دکاناډايي مرکز نمايشي ډله اودځوانانو ملاتړ کوونکې ډله ، دفلامينګو په رستورانت کې سره راټول شوي وو چې خپل دغه پروګرام دلسم کال نمانځونې غونډه ونيسي چې ددوى دفعاليتونو ټوله موده تشکيلوي .

١٨ کلن پرون کاناګيام وايي (( ماله هغوخلکو نه چې دلته يې ډيرڅه زده کړي دي ، دملاتړ خدمتونو اوهغه ډلې چې فعاليتونه کوي له تاسې کومکونه کوي چې له خپل نوي چاپيريال سره عادت شي .

کاناګيام پر(١٩٩٤ کال دسريلنکا له کورنيو جګړو څخه وتښتيده اوکاناډا ته راغى . هغه وايي (( په پيل کې چې کله کاناډا ته راغلم زياتې ستونزې راته وې پرته له رياضي راته په نورو مضامينو پوهاوى ډير ستونزمن و ، نه مې شول کولى چې زده يې کړم ))

دنورو ډيرو پنااخېستونکو په څېر کاناګيام هم مجبور و چې له پيله پر ژبه زده کولو پيل وکړي . هغه وايي تازه پنااخېستونکو ته ژبه زده کول ترهرڅه زيات اړين دي (( دژبې سونزه کېداى شي دډيرو پنا اخېستونکو پروړاندې ښوونځيو ته د تګ خنډ وګرځي .

١٨ کلنه مريم ګلابګير وايي (( درې کاله وړاندې کاناډا ته راغلم او نه وتوانېدم چې په انګليسي خبرې وکړم ، کله چې په ټولګي کې کېناستم ، داسې مې انګېرل چې زه په لوړ غږ دزړه له تله نارې سورې وهم ولې غږ مې چا نه اوريده چې داحالت ما لپاره وژونکى و .

ګلابګير وايي چې لوې ستونزې چې ګډوال زده کوونکي يې په مدرسو کې لري هغه دمدرسې پرقوانينو اوارونو نه پوهاوى دى . هغه وايي (( هېڅوک ورسره نه کيني ، چې ويې پوهوي چې له څه ډول چال چلند نه په ښوونځي کې کار واخلي ، هغه زياتوي چې له ژبې سره نه بلدتيا هغه منفي اغېزدى چې مخامخ پرزده کړوپريوزي او په پوهنتون کې دزده کوونکو دپاتې والي سبب ګرځي .

٢٢ کلنه کارن چان هم دژبې دنه زده کړې ستونزه هغه څه بولي چې ډيرى زده کوونکو ورسره په پوهنتوني چاپيريال کې مخامخ دى. دا ځوانه مېرمن په دې باور ده چې دا ستونزې کولى شي پرمور اوپلار هم چې په خپلو هېوادونو کې دى اغيز پرېباسي .

کارن چان په يوولس کلنۍ کې له هنګ کانګ نه کاناډا ته راغلى اوس له زياتو کاناډايي ځوانانو سره کاري اړيکې لري.

د نرم خبراخري برخه

نرم خبر په پايله کې هغه ځاى ته ستنيږي چې ليد له هماغه ځايه پيل شوى وي . ښايي خپل ليډ موپه يوه نقل قول پيل کړى وي ، نوکولى شئ دهماغه تن په يوه بل نقل قول اوپه يوې اشارې سره يې پاى ته ورسوئ .

کيداى شي ستاسې ليډ ديوې پېښې په ستاينه پيل شوى وي ، نوهغې ته په تکيه کولى يې پاى ته ورسوئ .

په پام کې ولرئ چې ستاسې دخبر پايله ډير مهمه ده ، داسې نه چې په پټو سترګو پرې تيرشئ . پايله ښايي په نويو مالوماتو راوڅرخيږي چې اوريدونکى کيداى شي دهمدغې برخې داوريدو يالوستو له لارې په متن کې هغه ورکه غوټه پيداکړي.

په داسې حال کې چې ستاسې دخبر پايله بايد ډيره رڼه اوساده وي چې لوستونکى يا اوريدونکى پوه شي چې ستاسې مطلب پاې ته رسيدلى او نور هغه نه منتظروۍ

دنرم خبر دپاى بيلګه:

ايکپئا وايي ډېره ستونزه ور ده چې سړى خپل ژوند له پېله شروع کړي زه ډېره خوشبخته وم چې له يوې ډلې فرهنګيانو سره اشنا شوم هغوۍ له ما سره مرسته وکړه چې په دې وپوهيږم چې يواځې نه يم سره له دې چې په ځينو برخو کې همداسې فکر کوم

دويم څپرکى

فيچرونه



جک باتسل : دامريکا داريزونا دپوهنتون دورځپاڼه ليکنې دڅانګې زده کوونکي غوښتل چې دچارلزبارکلي په باره کې چې هغه مهال دفونيکس سانز دباسکټ بال دلوبډلې ستورى و ، يوفيچري مطلب وليکي ، نو هغه مهال له بارکلي سره مرکه کول هم اسانه کارنه و .

دا ډول پېژندل شويو سپورتي څېروته لاس رسى هم ستونزور کار و .

باتسل چې دشيکاګو تربيون ورځپاڼې خبريال و او وروسته يې دسياتل ټايمز سره کار پيل کړ دخپل فراغت پرمهال پريکړه وکړه چې څه مهال دبارکلي په پوهنتون کې تيره کړي ، ځکه چې بايد دبارکلي له مورنيو دوستانو او روزونکو سره يې مرکې کولې .

هغه دخپل ستونزمن کار ثمره ترلاسه کړه . باتسل وتوانيده چې دهغه په باره کې يوښه فيچر چې څېړنه يې په کې کړې وه وليکي . رپورټ دلومړي لاس خبرلرونکى نه و .

ديوجذاب شخص رپورټ و . چې بېلابېل نظرونه (( نقل قولونه )) په کې ؤ او په زړه پورې والى او روزنيز اړخ يې لاره ، داسې يو متن ؤ چې دليکوال لپاره يې دليک ښه زمينه برابره کړې وه او لوستونکي ته يې دې ته پريښوده چې بارکلي ته نژدې شي او دا ومومي چې څه شي هغه بارکلي ته نژدې کړى دى .

په ساده ژبه هغه ليکنې يو ژوندى روح لره ، دباتسل دامضمون په يوه کېسه يې ليډ پيل کېده .

همدارنګه دبېلابېل ډوله رنګونو ،رڼاګانو نڅل چې په ډيره ارامئ يې دسالون پراخه اوتياره فضا په خپله غېږه کې اخېستې وه ، دموسيقۍ دغوږونو پردې کڼولې . چارلز بارکلي په ډيره ارامئ اواستقامت سره دفونيکس سانزد ډلې په اخر کې کې ناست ؤ .

دلوبې ترشروع کېدو وړاندې ، دتل په څېر دلوبغاړو دپېژندنې چاره دبارکلي او دهغه دلوبډلې لپاره يوه تشريفاتي چاره وه چې خپلې پايلې ته نږدې کېده .

يواځې دخبر ورکوونکي له خوا (America west arena ) په نوم لوبغالي دکورنۍ لوبډلې څلورتنه چې هلته ولاړ ؤو اعلان شول .

په حال يا سالون کې شتو خواو شا نولس زره ګډونوالو په ګډه لاسونه وټکول . ويوونکي لږ څه ځنډوکړ.

کله چې بارکلي له خپله ځايه پورته شو او په ارامئ سره دخپلو لوبغاړو خواته لاړو ، پلويانو يې ډير زيات هرکلى وکړ اوهغه يې زيات وهڅولو .

دڅوثانيو لپاره سالون روښانه شو دهغه دسرتلي رڼا کوله ، بارکلي له خپل تن نه ګرمې جامې لرى کړې او ځان يې زمکې ته ورساوه اودتوپ اچوونکي له خوايې دتوپ اچولو پروړاندې تابيا ونيوله .

د ميدان د څارونکي ((ريفري)) په لوړ غږ سره د چارلزبارکلي دژوند څلورمه برخه پيل شوه .

خلک هرسهار ويښيږي او غواړي په دې وپوهيږي چې کله يې دخوب جامې پرغاړه کړي څه پېښ شوي ، هغوى سهارنۍ ورځپاڼې لولي . سحرني خبرونه اوري يا انټرنېټ کاپيانو ته ځي ، هغوى دورځې په اوږدوکې راډيو ګانې يا دخپل کارځاى ماشينونه هم روښانوي چې له وروستيوپېښوهم خبرشي . کله چې کوورنو ته ځي ، مازيګرني خبرونه اوري ، پرمازيګرنۍ ورځپاڼه لوستوبوختيږي يا برېښنا ليکونو ته مخه کوي چې دورځې په اوږدو کې پرتيرو شويو حالاتو خبرشي .

يوخبري رپوټ ښايي ((سخت)) وي او په لنډه توګه دبېلګې په ډول څه شى ، چا، ولې ، څرنګه ، څه وخت او چېرته ديوې پېښـې ځاى اوڅرنګوالى بيان کړي .

اويا ښايي نرم وي په دې ډول چې شاته ودريږي او خلک پرېږدي چې هغه وګوري چې دنړۍ هېوادونه او داټولنه څرنګه جوړه شوېده .

سخت خبرونه لکه ، دښوونځيو دعلمي شوراګانو غونډې او دټولګيوپه کچه ټاکنې دخلکولپاره ګټور دي . خو درسنيو اصلي دنده ،خلکوته ددغو پېښو دترينګلتيا په حالت کې رپوټ رسونه ده .

نرم خبر دهغه موټر لمانځنه ده چې چت نه لري او ديخنۍ پرمهال يې سپاره سره راغونډيږي او هم درسنيو لپاره درپوټ موضوع وي . فيچري رپوټونه هم ددغه نرم خبر په شکل ليکل کيږي . ماريګلسپي دشيکاګو سان ټايم ورځپاڼې فيچر ليکونکى وايي دخبرونو ليکونکي هغه حالت ډير خوښ وي چې دچټکو خبرونو دپوښـښ پرمهال ورسره مخامخ کيږي .

(( ددې موضوع په اړه ډير فيچرونه شته ، زما په نظر دفيچر موندلو لپاره بهترين ځاى خپل ماحول ته پام کول دي ، خبرونو ته پام وکړئ هغه خلک چې په مارکېټونوکې دي خبرې ورسره وکړئ يا په بله وينا ژوند ته پام وکړئ ))

(( دخپل ځان په هېنداره کې يولوستونکى وګوره او هماغسې تصور وکړه چې په خپله پرتايي اغيز څومره ښايي هماغومره تاثير يوفيچر پرلوستونکى هم وښندي ځکه تاسې په يوه فيچرکې لوستونکي ته دهغه په باره کې زده کړهور کوئ ، تاسې هغوى ته وايي چې وګورئ دغه خبري پېښې پردغه شخص ياوګړي څه اغيز پرې ايستى دى . او دا هغه څه دي چې موږ کولى شو څه ترېنه زده کړو .

کارول لوتيک : دنيشنل يا ملي جغرافيې دخبري نسخو مشر وايي په داسې حال کې چې ديو ښه فيچر ليکلو لپاره کوم فرمول په واک نه شته ، خبر بايد (( ديوې ‌پېښې رپوټ ليکنې پربنسټ چې له ځانګړي سبک نه په کې کار اخېستل شوى وي شامل وي))

يوښه فيچر لوستونکى ته دفضا او ځمکې ترمنځ توپير فکر ورکوي . ښايي ديوه فيچر لوستو پرمهال له ذهني تفريح نه هم برخمن شي .

سره له دې چې دا ډول فيچرونه ښايي له پوهنتوني زده کړو پرته ناشوني وي .

لوتيک زياتوي (( فيچر جوړونه پرلوړو شخصيتونو راڅرخي نه دومره چې لوستونکي له زياتو شخصيتونو سره اشنا کړي او بيا له ستونزو سره مخامخ شي . ))

په فيچر کې ښه نظرونه شامل وي چې دڅرنګوالي له مخې ښـه مطلب وړاندې کړاى شي . په نيشنل جيوګرافيک کې فيچر ديوکم رسمي څېرو (( چارواکي اوکارپوهانو )) لرونکى وي .

چې لوستونکى دکېسي ترشا ددروندوالي احساس وکړي ، البته همدانارسمي اوواړه خلک هغه څوک دى چې تاسې زموږ په خبرونو کې له هغوى سره اشنايي پيداکوئ .

جان جي ميچل (( دنشنل جيوګرافيک دلوى مدير مرستيال اودخپرونو جوړونکى چې زياتره خبرونه يې دچاپيريال ساتنې په برخه کې دي وايي ، بريالى فيچر ليکونکى بايد په ډيرو جزياتو پسې وګرځي . هغه وايي يوښه فيچر ليکونکى بايد په فيچر کې داسې ژبه وکاروي چې داسې صحنه په کې جوړه کړي چې انځوريزه ښکلايې دومره په زړه پورې وي چې دلوستونکي دخوښئ سبب وګرځي اوپه عين حال کې هغه سرګردان نه کړي ))

ميچل وايي ليکوال بايد دډير ښه ذوق اوسليقې څښتن وي (( دښې ويناقريحه ولري ))

پرته له دې چې په خبر کې څه ټکه راووځي په خپله په کې موجودوي او ددې وړتيا ولري چې دوئيلو پرځاى ډير څه انځور کړي او کره والى او زيرتيا ته مېلان پيداکړي .

[له نرم خبر نه څه وخت کار اخېستل مناسب دي ]

هېڅ کومه ځانګړې پوله اوليکه ديوه خبري رپورت او فيچري مطلب ترمنځ نشته ، نن سبا زياتره خبري رپورټونه دفيچرپه بڼه وړاندې کيږي .

دبېلګې په توګه دروان کال ترټولو ګرمې ورځې دوشنبې وې ، په دې اړه يو رپورټ کيداى شي داډول پيل شي ، دګرمۍ زيات والى دښار دوشنبې اغيزمنې کړې او دښه والي نښې نښانې يې نشته يو فيچري مطلب ښايي دا ډول پيل شي .

(( جان هيلکوپيچ ددوشنبې پرورځ داسې يو کار وکړ چې ښايي ښاريان يې په پله لاړشي او دا چاره سرته ورسوي هغه ټوله ورځ دساحل يا درياب په غاړه تيره کړه .))

جان جي ميچل وايي : په واقعيت کې په يوه خبره او فيچرکې توپير له منځه تلونکى دى .

هغه زياتوي چې پخوا يو خبري رپورټ يو شپږ خبرې سکښت لره ، چا، څه شي ، چېرته… ديوې پېښـې رپورټ ؤ ، فيچر داسې يومتن ؤ چې ليکوال ته يې اجازه ورکوله چې يوه پېښه يوځاى يايوشخص وڅيړي ، اوس هماغه ډول څرنګه چې موږ پوهيږو يوه ډيره سابقه لرونکې ورځپاڼه نيويارک ټايم هم اجازه ورکوي چې يو بېړنى خبر د (( څېړنيزې رپورټونې )) په بڼه انځورشي ، زه فکرنه کوم چې نور دى دخبر او فيچر ترمنځ چندان توپيرپاتى وي البته داترټولوښه وي زياتره رسنۍ دا دواړه ګډى وړاندې کوي . سخت خبرونه چې په وخت پورې تړلې اوښکېلې پېښې بيانوي اوفيچرونه دهغوخلکو ژوند څېړي چې خبرونه جوړوي .

هغه څه چې په نړۍ ، هېواد اوټولنه کې پيـښيږي ترارزونې لاندې نيسي . خپلومخاطبينو ته ورپه زړه کوي چې څه ډول کار سرته رسيږي .

په نړۍ کې دژوند تيرولو ، ښـې لارې اوغوره لارې وړانديزوي .

ددائمي بدلون لارې چارې په پام کې نيسي .

خلک داسې ځمکو اوځايونو ته بوځي چې وړاندې يې نه وي ليدلي اونه ورغلي وي .

مخاطب بوختوي اوپه خندا يې راولي

سره له دې چې په دې ورځو کې له فيچر نه زياته ګټه اخېستل کيږي دود شوى دى . تود خبر ته اوس هم په ورځپاڼو کې ځاى ورکول کيږي .

مګر دورځپاڼو په ننيو پاڼوکې په غالب ګومان دلومړۍ پاڼې په ښکتنۍ برخه کې خبرونه نرميږي . حتى په تلويزيون او راډيو کې وياند کله چې ورځيني خبرونه ووايي بيا فيچرونو ته مخه کوي . ورځپاڼې له ډيرو لاملونو څخه ګټه اخلي چې څرګنده کړي کوم خبرونه تر پوښښ لاندې راولي . لکه په وخت کېدل ، دکړنو تېزوالى ، دمخاطب سيالي او دچلوونکو موخې همداټول لاملونه پرخبريالانو فشار راوړي ، چې خپلو اوريدونکو اولوستونکو ته هم خبر او فيچر وړاندې کړي .

لوستونکي دتود خبر غوښتونکى دي چې چاته ، څه شى ، چېرته ، څه وخت هغه خبرونه چې په مرتب ډول په نړۍ ، هېواد اوټولنه کې پېښـيږي وپوښتي . دوې په عين حال کې خوښ دي چې بوختياوې يې پيداشي ، وخاندي او يا وژاړي . يا زده کړي او تکيه ووهي او له يوخبر نه خوند واخلي .

دوال سټريټ ژورنال هغه ورځپاڼه ده چې ، داسې ليدل کيږي دنرم اوګرم خبر په برخه کې يې دبرياليتوب فرمول ترلاسه کړى دى .

دوال سټريټ ژورنال هره ورځ درانه اقتصادي او مالي راپورونه خپروي.

دا ورځپاڼه په عين حال کې يو ستون د( خبر) په نوم لري ، چې په کې تودې پېښې ځاى پرځاى شوي وي . ځيني فيچري مطالب هم چې پر اقتصادي بازار راڅرخي ، پدې ليکه يا ستون کې ترسترګو کيږي .

کله کله ديونرم خبر اوګرم خبر ترمنځ توپير ډير روښانه وي ، کله که څوتنه په اور کې وژل کيږي سمدلاسه خبري ارزښت لري . پدغه وخت کې بيړني خبرونه دسرچپه هرم په شکل ليکل کيږي . که څه مهم جزيات په هماغه رول کې بيانيږي . مګرکله چې يوچارواکى يواځې دښار په سهېل کې يوه خپل خوښـي هوټل ته دلوبيا خوړولو په نيت ورننوځي . شونې ده چې ليکوال په خپله ليکنه کې دسرچپه هرم څخه کار وانخلي او بله لاره چاره ورته وټاکي اودا هماغه ځاى دى چې دنرم خبر اوګرم خبرتوپير په کې ګران کاردى .

په يوه چارواکي پورې تړلى خبر بايد دسخت خبر په بڼه وليکل شي اوداسې رپورټ ورکړ شي چې چارواکى دلوبيا خوړولو لپاره په ښارکې دى ، داموضوع کېداى شي په يوه وړوکي ښارګوټي کې لوى خبر وګڼل شي مګر همدا خبر کيداى شي ديو نرم خبر دفيچر په شکل هم وليکل شي او اجازه ورکړل شي چې چارواکي او دپېښې نور جزيات لکه څه شي دا يوخوراک لوبيا اودهوټل دپاملرنې وړ ګرځولي دي .

په بله وينا خبر بايد په ريښـتيني شکل او په پوره او بشپړه ژبه دپوهېدو وړ وليکل شي ، دلته په دې بېلګه کې دنرم اوګرم خبر پېژندنې چندان وضاحت په کې نشته . يوزده کوونکي خبريال داسې يوه دنده اخېستې چې دپوهنتون په نژدې اپارتمانونوکې دغلاوو اوشوکو پېښې زياتې شويدي . زده کوونکى دپوليسو ادارې ته تيلفون کوي ، دغلاوو دبرخې له يوه مسول پوليس سره مرکه کوي او داسې څه لاسته راوړي چې دغلاوو زياتوالى يوه ننګونکې ستونزه ده ، پوليس وايي ترهغې چې يې په واک کې پوره پانګه ورنه کړى شي ، دوى نشي کولى دغلاوو په پېښو کې کموالى راولي . خبريال کولى شي دا خبر دګرم( تود) خبر په توګه وړاندې کړي او له سرچپه هرم نه ګټه واخلي . او يا يې ديونرم فيچري خبرپه توګه وړاندې کړي .

(ددې خبر دسرچپه هرم بيلګه) :

په روان کال کې دغلاو او شوکو اندازه په اپارتمانونو کې په سلوکې دوه سوو ته رسيدلى ده چې پوليس وايي ددوى له وس نه ده پوره .

سټوان فيلکس راميز داپارتمانونو دغلاوو مسول وايي : (( پرته له مالي پانګې او زيات ځواک نه موږ نه شو کولى چې جنايتونه راکم کړو .))

((را ميز ددې عمده دليل دا ګڼي چې ګواکي جرمونه ځکه زيات شويدي چې بې کاري ده او بيې لوړې دي . بل دا دليل دا ګڼي چې داپارتمانونو زيات اوسيدونکي زده کوونکي دي ، چې ټوله ورځ له کوره بهر تيروي .

(ديوه نرم فيچري خبر بيلګه) :

دسه شنبې دورځې دمازيګر پنځه بجې وې چې هربرت ويليامستون درې تنه غله خپل کور ته دننوتو په حال کې وليده ، غلو کورته دننوتو په حال کې چې دى وليده بېرته يې دتېښتې لاره ونيوه ويليامسون پوليسو ته تيلفون وکړ او وروسته يې دکور هغو توکو ته چې په حويلۍ کې ګډوډ پراته وو په ژړا پيل وکړ . پنځلس دقيقې وروسته دموټر له ودريدو سره سم درې تنه ونيول شول ، دموټر په باډۍ کې يې دنقاشۍ درې تابلوګانې ، نقره يي سکې ، دسلګونو ډالرو په ارزښت هغه لباسونه وو چې دويليامسون له کوره يې غلا کړي وو ، ويليامسون او هغه درې تنه شکمن يواځې ددغه ښار دډيريدونکې غلا بېلګه ده چې په روان کال يې اندازه دوه سوو ته رسيدلې ده او پوليس ددې لامل بې کاري بولي .

سسته ورځپاڼه ليکنه

له نرم خبر نه کله ګټه اخېستنه نامناسبه ده ؟

کله چې يو سخت خبر پيښيږي ، مثلاً په يوه خبر کې مهمه پېښه انځوريږي ، يوه وژنه يا په اور سوځيدنه بايد ديو سخت خبر په ليډ کې طرحه شي او په زړه کې ځاى ونيسي چې يومهمه خبري پېښه دلومړي ځل لپاره رپورټ کيږي ، دنرم خبر په توګه دهغې پوښښ کول لازم نه وي ، ځيني مسول مديران پرنرم خبر زيات ټينګار کوي ، غندي او له هغې نه ګټه اخېستل لټه ورځپانه ليکل بولي

لنډ رپورت :

داس ټي لويس ورځپاڼه په يوخبري ډس پچ يا لنډ رپورټ کې دهغو تباه کوونکو موټر چلوونکو په اړه چې پردوو تنو مېرمنويې دايلسويز په سهيل کې تېرى اوظلم کړى وو تر يوولسم پرګراف پورې اشاره نه کوي . چې ددې محکمې لګښت کولى شي په يوه ځنګل کې يوه وروسته سيمه له مالي کړکيچ سره مخامخ کړي .

دليډ کرښه دا ډول برابر شوى ده

تاو راتاو دوه طرفه لاره چې دهاربن دغونډۍ له منځه دملي شاوني ځنګلو ته دايلسويز سهيل ته ځي په پايله کې له ډير لرې کتونکي له لويو ايالتي لارو نه بې لارې کوي . وروستۍ نهه کرښـې دهغې پاراګراف په بنسټ ليکل شوى وو چې خبريې تکرار وو حتى تردې چې دخبر ټايټل ديوولسم پاراګراف پراساس ليکل شوى وو ټاکل شوى ټايټل داوو چې (( يو ډلې موټر سپرو ديوې وروسته پاتى سيمې بودجه له ګوا ښ سره مخامخ کړى وه.))

هيڅ دليل نه وو چې داصلي خبر تروړاندې کولو وروسته لوستونکي ته هغه له لسم پاراګراف سره يوځاى کړو . ديوسخت خبر رپورټر ددې په څېر يو لنډ ليډ ته اړتيا لري او دا بهتره ده چې پردغو مېرمنو دحملې درواني اغېزو په برخه کې چې پر اوريدونکو پرېوزي له يونرم فيچر څخه کار اخېستل شوي وي.

په يو خبري فيچرکې بايد په دريم يا څلورم پاراګراف کې خبري پلمه ذکر شي .

د فيچر ډولونه:

دنرموهغوخبرونو يوه ټولګه ده چې ددغو ځانګړنو لرونکي وي.

دژوند دبېلابېلوخواوو بيانول ، دانساني خواوو ايجادونکى ، روزنيزپيغام لرونکى ، بوختونکى او دډيرو مسائلو بيانونکى.

فيچر دلومړي لاس خبر نه دى او معمولاً دهغه څه شرحه کوونکى اوڅېړونکى دى چې يو تود خبرپرې ورکول شوي وي .

فيچر کيداى شي په يواځينى بڼه وړاندې شي يا په يوه خبرکې د ډله ييزو چارو سمبالښت په غاړه ولري او خلکو ته زيات معلومات ورکوي .

دځانګړو دوسيو ((د يو چا د ژوند لنډه شرحه)):

د انساني ذوق پورې تړلي شيان ((ورځني شيان، چې د ټولنې لپاره په زړه پورې وي))

ژور مطالب

د شخص په باره کې رپورټ

ديو شخص په باره کې ليکنه دمخاطب نږدې کول هغې چاته چې له خبرونو بېرون دى يا په کې دننه دى په دې حالت کې ، مرکو ، کتنو او يوې ښې رنګينۍ نه دشخص په اړه په زړه پورې انځور ويستلو په اړه کار اخېستل کيږي . خلک ديوچا په باره کې ديو مطلب لوستو مينه لري اوخوند ترې اخلي . او داموضوع ددې سبب شوى ده چې ديو چا شخصي ژوند ليک په ښو فيچرونو بدل شوى دى.

دبيلګې په توګه له يو قاضي سره مرکه کول چې دوژنې پريوې داسې دوسيه کار کوي او يا ديو داسې کليوال سړي په اړه چې معيوبو ماشومانولپاره دچندې راټولولو په موخه يې دخپل هېواد ګوډ ګوډ ته سفر کړي وي .

په انساني ذوق پورې تړلي شيان:

په انساني ذوق پورې تړلي شيان ليکل کيږي چې دخوښوونکي احساس ارزښتونه اوديوې موضوع ډير په زړه پورې والى په ګوته کوي دا ډول بيلګې چې داتلانتيک سيټي اوسيدونکى هرکال په امريکا کې ديوې ښايسته انجلۍ لپاره دښکلا ييزو مراسمو تابيا کوي ، يا يې څنګه دجامومينځلويو ماشين جوړ کړى وي، يا په داسې يوښار کې چې دبې کارۍ شمېره په کې دټول هېواد په کچه زياته ده خلک څنګه ژوند کوي ؟

ټول په دغه معقوله کې ځاييږي . يونليک ، دانساني ذوق پورې دتړلو مسائلو له دسته بندۍ سره همغږى دى ، سره له دې چې دا متون کولى شي په اړونده ډله بندۍ کې دورځنيو تمايلاتو نه ياهم په ژورو مطالبو کې ځاى ونيسي .

کارل لوتيک دنيشنل جغرافيک يو مسول مدير وايي يو ښه يون ليک دکنجکاوۍ حس او دپراختيا په زړه پورې حس انځوروي . هغه وايي يو ريښتونى يونليکونکى په حقيقت کې لومړى ليکوال دى نه سفري ورځپاڼه ليکونکى ، هغوى خپله پوهه ديوه محل يا ځاى په باره کې له نورو سره شريکوي .

ياداسې پوه کړنه کوي چې يوې چارې ته ډيره ليوالتيا وي .

دا واضح ده چې معمولي پېښه ديو لوى يون ليک مرکزى ټکى دى .

يواځې په همدې لحظو کې مهمه ده چې کيسه په زړه پورې والى پيداکړي او په ادبياتو واوړي . هغه وايي رڼه انځورګيري په هماغه اندازه په سفرنامه کې حياتي ده لکه څنګه چې په فيچر ليکنه کې اړينه ده .

لوتيک زياتوي چې (( دانځورنې يو پخوانۍ لاره چاره داده چې انځور دومره روڼ وي چې دوئيلو پرځاى ښوونه يا انځوريدنه په کې زياته وي .

دى وايي (( لوستونکى مه وايه چې يوه ښکلى منظره ده بلکې دهغې دستايلو او دوينا له تصوير اخېستو نه هغه ته ښکلا وروپېژنئ ، لکه درنګ ،رنګ ګلونو دبويونو دڅرنګوالي بيان ، يا دنيپال دغرونو شپې څنګه وې يا دصحرا درنې خاموشۍ څه خوند لره .؟ ))

دا ډول جزيات ددې لامل ګرځي چې احساس راوپاروي ، يو لنډ متن پرته له جزياتو نه زيات اوږد اوستړى کوونکى تماميږي ، يو متن چې دزياتو جزياتو لرونکى وي داسې لوستل کيږي لکه ټول شيان چې سړى په سترګوګوري اويوه انځوريزه ښکلا پيداکوي ، انځورجوړونه يوه خيالي خبره ده . هر ليک کيدونکى متن چې دپنځوسوو کلمو يا د (١٥٠) کلمو لرونکى وي بايد داسې کلمې ولري چې په خپله دجذابي وينا لرونکى وي.

لوتيک وايي (( فيچر ليکونکى هغه مهال چې له داسې جزياتو سره مخامخ کيږي په خپله لوستونکى ته زيات په زړه پورې والى ولري بايد دهغه احساسات هم راوپاروي ، هغه وايي ايا داجزيات ستاسې په زړه منګولې لګوي . ))

هغه زياتوي داسې څه وليکئ چې په ريښتيا سره په زړونو منګولې ښخې کړي ، هغه څه چې په احساس کې مړه مخې ته راشي هغه به د پاڼې پرمخ هم مړه انځوريږي .

ژور مطالب :

يومطلب چې دپلټنو ، څېړنو او مرکو له لارې لاس ته راځي هغه يو خورا پراخه رپورټ وي يا يو فيچر وړاندې کوي . کيداى شي دا يو لوى فيچر وي چې پر يوې سکالو پراخه رڼاواچوي .

يا يوڅېړنيز مطلب وي چې ديوه شخص ، موسسې اويا اژانس ، فساد يا خيانت بربنډوي يا ديوه لومړي شخص ليکنه وي چې په هغې کې ليکوال يوه خوښوونکې يا دردناکه صحنه انځوروي .

دسرطان په باره کې يو مطلب چې څرنګه يې څو کورنۍ وځپلى او يا څنګه ناقانونه کډوال دامريکا متحده ايالاتوته مخه کوي او ننوتي دي او يا د راګ دموسيقۍ يوه ډله څرنګه دلوړوالي پوړيو ته رسيدلى ده په داسې حال کې چې بلې په شاتګ وکړ . دا ډول بيلګې ګڼل کيږي .

څېړونکي مطالب :

څېړونکى مطلب چې ورته تحليلي يا شنونکي متن هم ويل کيږي ددوديزو موضوعاتو په باره کې زياته توضيح او شننه کوي . او هغه څېړي ، دامطالب له دا ډول شننې سره چې دا هېواد ، دا ټولنه ، دا شخص يا بل هر شى چې مخاطب يا لوستونکي ته يې په اړه شننه اوتفسير وړاندې کوي .

ديو مرګ دسزا په برخه کې دمجازاتو حالت لږ وروسته له هغې چې يوقاتل په مرګ محکوم شوى وي ، يا دا ډول يومطلب چې دپوهنتون غذايي سرويس څرنګه يو ځانګړى تړون ګټلى دى دا ډول مطالب شمېرل کيږي .

دفيچري مطالبو ليکل او برابرول

فيچر ليکونکي ډير کم له سرچپه هرم څخه کار اخلي ، هغوى ددې پرځاى ښايي يو تاريخي سبک غوره کړي . چې په پايله کې يوشخص يا يوه ليکنه لوړو پوړيو ته ورسيږي اودخپلو تجربوپه اړه کيسه اويا دې ته ورته نمونو باندې پاى ته ورسيږي ، دهغې مطالب په يو مرکزي محور راټول شوي وي او پرداسې يوځاى پاى ته رسيږي چې ليډپريوشخص يا په يوه پېښه پيل شوى وي .

ديو فيچري مطلب د جوړولو لارې چارې

١. د(مطلب اصلي مضمون ) وټاکئ . ډاډه اوسئ چې طرحه مو نه ډيره پراخه او نه ډيره وړه وي .

٢. داسې يو ليډ وليکئ چې لوستونکى يې لرې ګوذار نه کړي او لوستونکى دځان په لوري راوبولي . يو راټول شوى ليډ دفيچر لپاره ښه ليډ نه دى ، يو ليډ چې دوه يا درې پرګرافه ولري اوپه يوځانګړي پراګراف پيليږي ښايي ډير بهتروي . لوستونکى له دې وينا چې ووايي دا مطلب دڅه لپاره دى دلسمې يا يولسمې کرښې پورې مه معطلوئ .

٣. رڼې اودقيقې جملې وليکئ ، دمتن په بېلابېلو برخوکې يا له مخامخ غږونو يا نقل قولونو څخه دمشاهدو نه ګټه واخلئ .

پراګراف کيداى شي دپېښې دپېښېدو دارزښت په برخه کې وليکل شي . دهغې په باره کې يواځې خبره مه کوه .

٤. وروستي مهم معلومات وړاندې کړئ که ممکنه وه دوروستيومعلوماتو نه په پاسني متن کې ګټه واخلئ چې دمخاطب دمعلوماتو تنده ماته کړئ .

٥. دمرکزي محور نه ګټه واخلئ ، دمتن وروستۍ اومخکينۍ برخه سره ونښلوئ ،

٦. له تېريدو نه ګټه واخلئ پراګراف په توضيحي ويونو ، جملو او مخامخ نظرونو سره وتړئ .

٧. پروخت له خبرو اترو نه ګټه واخلئ ، زياتره فيچر ليکوونکي دداستان په څېر له ډيالوګ ګټه اخلي ، البته فيچر ليکونکى نشي کولى له ځانه خبرې جوړې کړي ، په يوه خبري مطلب ډيالوک يوه ډيره ښه مشاهده ده . ډياګ لوستونکي ته ډير ښه ځواک او ذهني انځور ورکوي اوهغه له ځانه سره ساتي .

٨. ښه ژبه وکاروئ ، درستې قريحي نه کار واخلئ اوپه درسي سبک کې يې وليکئ ، چې ستاسې شخصيت وځلوي .

٩. په يو نقل قول يا دمتن په يوبل مرکزي ټکي يې پاى ته ورسوئ ، يو فيچر کيداى شي ديوخبري رپورټ په څېر وڅارل شي اويا کيداى شي داوج په يوه نقطه کې پايلې ته ورسيږي .

((د مضمون اصلي موخې پيداکړئ اوهغې ته پراختيا ورکړئ .))

مخکې له دې چې يوفيچر وليکل شي بايد يوه موخه ولري ، داسې نه ده چې ليکوال کيني اوله خپله ځانه بې موخې يو فيچر وليکي ، هغوى لومړى دفيچر لپاره يوهدف مشخصوي ، دبيلګې په ډول دداسې يو رپورټ وړاندې کول چې ديو فرد پورې اړه لري ، دداسې زده کړې ورکول چې پوهاوى پرې ګټور وي ، ديوې موضوع په اړه توضيحات … وروسته خپلې څېړنې پيلوي اوخپل مطلب پنځوي.

چې هدف ته درسيدو لپاره يې ملتيا وکړي .

دهر مطلب پېل ، منځنۍ برخه اوپاى بايد په اصلي هدف راوڅرخيږي . ليکوال ترحده خپله موضوع رالنډوي ، هيڅکله يوڅوک يو فيچر د((سرطان)) ناروغۍ په اړه په عام ډول نه ليکي ، داموضوع څو ټوکوکتابونو ته اړتيا لري . ديوفيچر په ترڅ کې کيداى شي چې ددغې ناروغۍ پر وړاندې اخري درمل يا ځانګړيو خوراکونوپه باره کې خبرې وشي چې له هغه خوراک سره دانسان دوجود مقاومت کموي . او انسان په سرطان اخته کيږي ، کله چې موضوع مشخصه شوه ، ټولې څېړنې ، مرکې اوليکنې بايد دهغې په خواشاو راوڅرخيږي .

کله کله کيداى شي دخبرو يا مرکې په جريان کې موضوع بلې خواته لاړه شي خوبايدهڅه وشي چې ليکوال له خپلې ارې سکالو څخه ونه وځي . دا ډيالوګ دمتن سره ښه جوړ شوي دي.

ليکوال سکالو دڅو عواملو له مخې ټاکي

١. ايا وړاندې دا ډول مطلب ليکل شوى دى ؟ ليکونکى يوه نوې موضوع څاري چې وړاندې پرې کار نه وي شوى حتى يوه ډېره پخوانۍ موضوع چې کيداى شي نوى اړخ ولري .

٢. مخاطب : متن بايد داوريدونکى يا لوستونکى دخوښونې وړ وګرځي . که چېرې خلک ونه توانيږي له مطلب سره اړيکه پيداکړي هغه به ونه لولي که ډير په ښکلي انداز کې ليکل شوي هم وي .

٣. ځواکمن وي : خبري مطلب بايد تر ډيره داوريدونکي يا لوستونکي پاملرنه دځان په لوري واړوي ، دعواطفو اواحساساتوجذبه په دې ځاى کې ډيره ارزښتناکه ده ، ايا يو مطلب ددې جوګه دى چې يو اوريدونکى يا لوستونکى وژړوي يا يې وخندوي . ؟

٤. دخبري ارزښت لرل : ليکوال بايد له ځانه وپوښتي چې يا (( مسول مديران ښايي دا پوښتنه وکړي ))

چې دا مطلب کوم خبري ارزښت لري ، ښايي مطلب دومره پراخه اويا دومره محدود وي چې کوم ارزښت ونه لري .

د فيچري ليډ ليکل :

ديوفيچر لپاره دليډ ليکلووړتيا بې سارى ده ، فيچر ليکونکي له کيسه يي ، قياسي ، قطعه کوونکى يا ګردو اومخامخ اشارو او يا له هېڅ يو ليډ نه ګټه اخلي ، هغوى زياتره له ټولو شويو (جمع بندي ) ليډونو څخه ځان ژغوري ، ځکه چې اړتيا ورته نه ليدل کيږي او دا داسې يو عمل نه دى چې ټول فيچر په پيل کې خلاصه شي .

ميري ګيليپسي وايي (( تاسې نه شئ کولى دليډ ارزښت له پامه وغورځوئ ، که ونه شئ کولى لوستونکى په هماغه ليډ کې جذب کړئ ، هيڅ وخت نشئ کولى له ځانه سره يې وساتئ . ليډ بايد داړتيا پربنياد وي اوداسې څه ولري چې احساسات راوپاروي ، او لوستونکى وغواړي چې ولې يې لولي .

ليډ هغه څه دى چې ځان درباندې تحميلوي يا هغه ناول ته ورته دى چې درته وايي چې حتمي مې ولوله اوله څنګه مې مه تيريږه ، که چېرې نه شئ کولى دخپل ليډ ملاتړوکړئ په مشکلاتواخته کيږئ ، تاسو بايد په هماغه توان سره چې دا پيلوزى رڼوئ بايد روڼ يې وساتئ .

ليډ دفيچر دپيليدو دوه يا درې کرښـې دي .

ددې ليکوال پرځاى چې ديومطلب خبري عناصر په ليډ کې ځاى کړي ،لومړى اودويم پاراګراف فضا جوړونې ته پريږدئ چې لوستونکى راوپاروي او هغه داخل ته راوبولي ، هغه مهال دريم يا څلورم پراګراف کې دمطلب ارزښت وړاندې کيږي .

له هغه ځايه چې په دې پراګراف کې دمطلب دليکل کيدو دليل ويل کيږي په هر فيچر کې ارزښتناک پراګراف شمېرل کيږي .

ګيليپسي وايي (( څوځلې به په يوه مرکه کې کينو اوليډ به وپيژنو اوديو چا خبر به هم واورو چې څه وايي او يا يوکارسرته ورسوي ، موږ به فکر وکړو چې دا ښه ليډ او ډير عالي دى ، دليډ مطلب داوريدونکى په جال کې راښکيلول دي ، تاسو هڅه کوئ چې لوستونکى ته ووايي چې : زه غواړم تاسو ته مطلب ووايم ، زه غواړم تاسې ته داسې څه ووايم چې تاسې ترې خبرلرئ ، راځئ دا و ګورئ اودا شخص يا ځاى وازمايئ .

٣. دفيچردمنځپانګې ليکل

دليډ او پايلې ترمنځ بايد مطلب په داسې يوه بڼه ترتيب شي چې پرې پوهاوى اسانه وي ، دمطلب منځپانګه بايد هماغسې چې زده کړه ورکوونکى ده سړى بوختوي او په حسي ډول مخاطب له موضوع سره په اړيکه کې ساتي او همدارنګه دمهمو معلوماتو رانغښتونکى وي . وروسته دمطلب اخرنۍ برخه راټولوي او دليډ خواته بېرته ګرځي . دا کار يو نقل قول نه په ګټه اخېستو يا دحيرانتيا وړ پړاو ته درسيدو وروسته پاى ته رسيږي .

ګيليپسي وايي : دمطلب تنه يانې (منځپانګه ) بايد اوريدونکى ستړى نه کړي ، هغه وايي (دخبر تنه بايد دليډ دننه څرګندونې پياوړي کړي او وى شني ، بايد هغه تحليل اوتجزيه کړي ، اوژورو ته يې يوسي ، ديو فيچري مطلب دتنې (منځپانګې ) مهم توکي له ژورو معلوماتو، مرکزي محور ، ډيالوګ او ښې ژبې څخه عبارت دي .

د ژورو معلوماتووړاندې کول :

اړينه ده چې فيچر ليکونکى مناسب ، ژور او په زړه پورې معلومات وړاندې کړي ، چارليس بارکلي دشخصي معلوماتو دوسيه دپيليدونکو کيسه يي کرښـو وروسته ديوې تحليلي کرښـې لرونکى وه ، ليډزالاباما هغه په زړه پورې اوځانګړې سهيلي سيمه ده چې لس زره وګړي لري ، دغه ښارګوټى دبرمنګم په شلوميلوکې پروت دى دچارلېس بارکلي لخوا معرفي شوي اودغه راز دهغه کلي لس ميليونه ډالري کلنى عايد دا هغه ښار دى چې اوس هم دبارکلي کورنۍ غواړي هلته ژوند وکړي .

هلته يوه همداسې سيمه ده چې بارکلي خوښ وي هماغلته له ژوند سره مخه وکړي .

٥. له مرکزي محور نه ګټه اخېستل

په يوفيچري مطلب کې ديوخبري رپورټ په څېر لکه عبارت جوړونه دپراګراف دنقل قول دکرښو ديوځاى کيدو او له يوې جملې نه بلې ته دتيريدو لپاره کارول کيږي . لکه چې څرګنده ده يو فيچر له يوخبري رپورټ نه اوږدې له يومرکزي ټکي نه په ټول مطلب کې ګته اخېستل چې ليډ له منځۍ او منځۍ له پايلې سره نـښلوي اولاره خلاصونکى دى . دا مرکزي محور ښار ښايي يوشخص ، يوه پېښه يا يو بل څه چې اصلي مطلب يويويې وي . يوفيچرپه دې باره کې چې څرنګه خلک دزړه له ناروغۍ سره مبارزه کوي کيداى شي پريوه ديارلس کلن ماشوم پيل شي چې په روغتون کې دزړه دعمليات په تمه ناست وي دژوند شيبې يې لحظه په لحظه په کميدو وي دمطلب په منځنى برخه کې دزړه دناروغۍ تشريح کوي .

داچې څنګه زيات خلک له دې نه زوريږي او له دوى سره څه کومکونه اومرستې کيږي ، مطلب دادى چې منځپانګې په دوام ليکونکى بيا (١٣) کلن ماشوم ته چې دليکنې اصلي محور دى ورګرځي ، همدارنګه فيچر بايد پرهماغه ماشوم چې انتظارويستلو په حال کې پايلې ته ورسيږي .

دزړه دنارامۍ په باره کې کيداى شي په يو پېښه پيل شي .

مثلاً په يوه ترافيکي پېښه کې يوشل کلن هلک مري ، هغه په بېړه روغتون ته وړل کيږي ، هلته دده زړه لرې کيږي ، او د١٣ کلن هلک سينې ته اچول کيږي داپېښه په يوه مرکزي محور بدليږي .

په ټول مطلب کې ليکوونکى دغه تصادف ته چې ديو يې ژوند واخېسته او بل ته يې ژوند وبخښه اشاره کوي .

په متن کې بارکلي دبايسکټ بال دلوبې مرکزي محور دى ، له لوبې نه د يوه داستاني متن دصحنې په توګه استفاده کيږي ، چې په ترتيب سره هغې ته ګرځي . مطلب په څو ډوله پراخوالى مومي ، دانسان ژوند نه هم پورته تيريږي او له ځو ايالتونو نه تيريږي مګر په پايله کې لوستونکى بېرته هماغه لوبې ته ګرځول کيږي . متن دبارکلي په پېژندګلوى پيل کيږي او څوځلې دلوبې په دوران کې دهغې تکرار ته راګرځي او پاى ته رسيږي .


٤. ( له تېريدونه ګټه اخېستل )

تيريدل : پاراګرافونه سره داسې نغښتي وي چې يو دبل تمم او تعقيبونکى وي ، تيريدنه په يوه فيچر کې چې خلک يا بېلابېلې پېښې څېړي ، ځانګړى ارزښت لري ، ځکه دا داسې يوه وسيله ده ليکوال ترېنه له يوه فرد نه بل ته يا له يوې پېښې نه بلې ته په ډيرې اسانۍ سره تيريږي .

لوستونکى په متن کې له ډيرې بوختيا نه ساتي او دمتن تراخره پورې يې ارام ساتي . تيريدنه ديو مرکزي محور په څېر دمطلب دپيل نه تر منځ او پاى پورې موضوع ته ښه تسلسل ورکوي . ليکوال په تيريدو سره وايي (( لوستونکيه اوس ليکنه په نرمۍ سره ديو پړاو بل ته کوچيږي ))

هغه ويونه چې ګذار (( تيريدنې )) لپاره کاريږي دادى ، په همدغه حال کې ، کله کله همدارنګه ، اما له بله پلوه ، هغه عبارتونه چې په يوفيچريا رپورټ کې ترې نه ګټه اخېستل اوله يوه حالت نه بل حالت په کې ليکونکى ځي دادي :

ماښام اته بجې ، په يوه بله پېښه کې ، له ورکړل شوې ژمنې سره سره ، په تير يوه ساعت کې ، له ګذار يا يوه حالت نه بل حالت ته په تګ کې ښايي دا ډول جملې وکاريږي : پوليسو دپېښې په وړاندې خپل رپورټ دا ډول وړاندې کړ او عيني شاهد وويل چې داجنايي دا ډول واقع شويده .


(له خبرو اترو ((ډيالوګ)) نه ګټه اخېستل) :

ډيالوګ دفيچر ليکلو ار اومهم جز دى ، ځکه چې لوستونکى دمتن له اصلي لوبغاړو سره اړيکوال کوي . د ډيالوګ په مرسته لوستونکى په متن کې قدم په قدم حرکت کوي . دډيالوګ (( خبرو اترو)) لوستونکى دليکوال په څېړ کولى شي هغو مهمو خبرو اترو ته چې ددوه ياڅو تنو ترمنځ پيداکيږي غوږ ونيسي . ډيالوګ کيداى شي په ټول متن کې خپور شي چې سرچيني مالومې کړي او يا هغه سرچينې چې وړاندې پيژندل شوى دي کوټلې يې کړي .

ډيالوګ بايد دمتن دجريان يوه برخه وي او مهم اطلاعات پرې ورزيات کړاى شي . له هغې نه بايد يواځې دليکوال دمهارت ښوونې لپاره کار وانه خېستل شي . دلته دځينو ډيالوګونو بيلګې چې دفيچر مطلب له پيل وروسته کارول شوي او د(Arizona-highways) چې دمسافرت په نړيواله مجله کې چاپ شوى دي وړاندې کيږي .

دا مطلب دداسې يوې مدرسې په باره کې دى چې يو ټولګى لري چې داريزونا ديوې لرې پرتې په کرنيزو چارو دڅو بوختيوکورنيو غړي يې منلي دي .

دا ځانګړى ډيالوګ څرګندوي چې څه ډول دغه هر ټولګى هره ورځ پيليږي . په دغه ډيالوګ کې دمدرسې دښوونکي جيم هزارد له پېژندنې وروسته او له دې رپورټ نه چې هلکانو څه ډول خپل ملي بېرغ ته سلامي وکړه ګټه اخېستل شوى ده .

تاسې پاملرنه وکړئ چې ډيالوګ څه ډول سرچېنې راپېژني چې په هر نقل قول کې نور دهر خبرې کوونکي دخبرو په پاى کې نوم راوړلو ته اړتيا نشته .

له سهارنيومراسمووروسته ښوونکي شاګردانوته وايي (( راځئ ديوه نوي شي په باره کې خبرې وکړو )) ، (( دخوړ په غاړه کومه تازه پېښه نه ده شوې ؟)) لاسونه پورته کيږي .

کېسټ (( ماتيره شپه ديو خوږ مرغه غږ واوريده چې غږ يې واقعاً اوچت ؤ ))

(( ما پنځه سپي او شپږ ګيدړان وليدل ))

هزارد موضوع بدلوي (( راځئ يو څه مزه لرونکي وپېژنو )) (( کاترين ))

(( له يو ٢٥٠ کيلويي کوټګر نه څه شى ډير بدتر دئ ؟ )) څوک ځواب نه ورکوي .

لکه چې دجادوګر جادو ياستۍ

څرنګه چې هزارد جک ته غږ کوي نو شاګردان ورو رور خاندي

ولې ديو هلک روح ديوې نجلۍ روح ته غږ کوي .

څوک ځواب نه ورکوي

ځکه چې دهغې نجلۍ روح ډير ښايسته دى .

دا ډيالوګ له متن سره ښه جوړ شوى دى ، لوستونکى له دې ډيالوګ نه انګيري ښوونکي اوزده کوونکو ترمنځ په ټولګي کې ناست دى البته ليکوال کولى شول ددې پرځاى چې ډيالوګ نه ګټه واخلي دهغې له حاصل نه ګټه واخلي ، مګر ډيالوګ ډير اغيزناک دى ، چې مطلب ته يې ژور والى او رنګ ورکړى دى .

٨. ( دليکنې له ځانګړي سبک نه ګټه اخېستل )

يوبل دپام وړ توکى چې فيچر په خپله غېږه کې رانغاړي هغه دليکنې ځانګړې لاره چاره ده ، دهر ليکوال سبک او دليکنې طرز څرګند دى چې له ليکنې يې مالوميږي چې دا دپلاني ليکوال ليکنه ده . دليکنې ليکوال ته ددې اجازه ورکوي چې پرليکنه يې ځانګړې نښه ولګوي .

په دې ډول ديوه ليکوال کار څرګنديږي او په ډيره زيرکۍ لوستونکي ته وايي چې دا دهر ليکونکي کار نه دى ، دا ددې ليکونکى کار دى .

مير ګيليپسي وايي (( زه په دې باور يم که چېرې چانس يارى کولاى ټولوليکوالو به يو خارق العاده اوپه يوه تن پورې تړلې ، څه دخپلو ليکنو په ترڅ کې دوينالپاره لرلاى .

هغه وايي هرڅه چې ليکي ديوه ځانګړي طرز او سبک له مخې يې ليکي ، دا هماغه يوه ژبه او ځانګړې لاره چاره ده ، همدا خبره ده چې دلته نوښت او اصلي مبارزه نغښتې ده . دفيچر لپاره ځانګړى فرمول شته ، مګر ښه فيچر ليکونکى ار فرمول کاروي او هغې ته پراختيا ورکوي ، هغوې له خپل سبک نه کار اخلي ، زه چې کله يوه ليکنه کوم په دې هيله يم چې لوستونکى ووايي چې دا مري ګيليپسي دى چې څه ليکي نو دليکلو وړتيا يې لري ، نه هغه څوک چې په تصادفي توګه ديوه خبر دپوښښ کولو پرمهال حاضر وي او هغه ليکي .

نو په ياد ولرئ چې په ډير ښکلي انداز کې له خپل سبک اووينا څخه کار واخلئ دا ډول نه چې دلوستونکي په سر چغې ووهۍ. او داهم په ياد ولرئ ښايي کله ستاسې دليکلو ډول دمسول مدير لخوا تس نس کيږي .

دګيليپسي سبک چې کله يې ليکي دنورو په سر کې دى ، داسې نه ؤ چې يواځې او يواځې دلاترۍ ولايتي مدير ته د ښکلى لقب ورکړي وي ، بلکې هغه ورته دسينما دښکلي لقب ورکړ . او دميري ګيليپسي او دهغه دليکلو ژبه ده چې نتيجه ترلاسه کوي او هغه په متن کې ځايوي دا ژبه ده .

کله چې هغه دکرس مرس يو فيچر دهغو کورنيو په باره کې ليکه چې مجبور وو دکرس مرس رخصتۍ په کورنو کې تيرې کړي ، ددې له امله چې خپل خپلوان يې په جنګونوکې وو يا له وطنه لرې ؤ ، پدې ليکنه سره يې دخپل شخصيت يوه برخه ښکاره کړه ، غم او خپګان دهغو لپاره چې دجګړو تاوتريخوالى په کرس مرس کې رايادوي يو اشنالغت دى ، هغوى چې اوس يې احتملاً په هماغه اندازه چې دسر وېښتان يې شاته غورځولي ؤ او خېټې مخکې راوتلې دي . دوى له دغو رخصتيو نه داسې رڼې خاطرې لري لکه پرواورو چې وينه پرته وي . کله چې باب وردي دشيکاګو ترېيون ورځپاڼې دلوبو دخبرونو ليکونکى دبوکس داتلولۍ دمسابقې چې په کې ددوو لوبغاړو پر يوبل دسختو وهلو ناتار راکوز کړى دامتن ليکي . په حقيقت کې له يوه ځانګړي سبک نه کار اخلي .

تاسو لپاره ناشونې ده چې له دې سيالۍ لرې شئ ، کيداى شي کله کله په خپله څوکۍ کې سم ميخ شوي وئ .

له هغه ځايه چې ژبه دليکوال خپل ځانګړى سبک دى ‌ښايي دمسولو مديرانو لخوا له غبرګون سره مخامخ شي او يا له همدې امله دخپرونې دجوړيدو پرمهال بالکل له پامه وغورځول شي او په کې مسئول مديران خپل ځانګړى سبک اوذوق ورګډ کړي .

ډير ښکلى فيجر هغه وخت ليکل کيداى شي چې ليکوال په خپل کار کې ازاد پرېښودل شي او هغه کيداى شي چې په کې خپله عقايد او نظريات ښکاره کړي .

ګيليپسي وايي (( فيچرونه تاسې ته ددې موقع درکوي چې خپل نظرونه پلي کړئ او له خپل سبک اولارې نه په کې کار واخلئ ، پام مو وي هغه وايي تل دبياکتنې يوه څانګه شته خو هر ليکوال دليکنې لپاره خپله لاره او دوينا ځانګړى اندازه لري تاسې هڅه وکړئ هغه پيداکړئ يواځې ديو چا دجذبيدو لاره داده چې تاسې په خپله جذب شوي ياست .

پاى ليکنه:

يو فيچر ديو خبري رپورټ په څېر کيداى شي يا په اوج (( لوړه نقطه ) کې پاى ته ورسيږي ، ښـايي يو فيچر په هغه ځاى کې پاى ته ورسيږي چې ليډ هغه له يوه شخص يا له يوې پېښې له کړى وي . ګيليپسي وايي (( پاى ته رسيدنه بايد بشپړه کړئ او ليډ ته وروګرځي .

هغه وايي (( زما ډيره خوښه ده چې په يوه وينا يا يو نقل قول يې پاى ته ورسوم ))

په پايله کې ديو نقل قول نه په ګټې اخېستو تاسې له يوه بې سراو تنې خبرسره دمخامخ کيدو احساس له منځه وړئ .

جک باتسل دچارلس بارکلي دژوند په اړه رپورټ په همداسې يوه ځاى پاى ته رسوي چې هغه يې پيل کړى دي . دباسکټ بال له لوبغاړي سره دسيالۍ پرمهال لوستونکي اوس د ساکر له بريالۍ لوبډلې سره دى دتل په څېر بارکلي درسنيو په سخته محاصر کې دى ، يو خبريال له بارکلي وپوښتل چې ايا دا حقيقت چې دى له خپل سيال نه چې په يوه…………………….. او په تازه ګۍ سره دبارکلي وروسته پاتې ؤ ، لږې پيسې يې ترلاسه کړيدي . کله ده دناهيلۍ احساس کړى دى ؟ بارکلي ځواب ورکړ چې (( زه په يو کال کې لس ميليونه ډالر پيداکوم که چېرې ته سل کاله هم ژوندى پاتى شې هېڅ کله به ته هغه پيسې چې زه يې په يوه کال کې لاسته راوړم ترلاسه نه کړي زه له هغه مقام نه چې لرم يې خوښ يم يواځې داهڅه کوم چې خپل موقف وساتم او هغه وپالم ))

(( وروسته مزه لاړه ))

(( ټوله هڅه مو داده چې خپل خرڅ له عايد سره برابر کړم دهغه ځواب درسنيو داستازو ټولى وخندوه ، دغه سړي دمشهور بوکس وهونکي محمدعلي ځانګړتياوې لرلى ، بارکلي ددې لپاره چې په خپله واقعي بڼه پاتى شي په يوه اسطوريي بڼه اوښتى ؤ .

هغه وئيل (( زه ځان له ټولو خلکو سره نه پرتله کوم زه هڅه کوم په خپله هغسې اوسم ))

کارل لوتيک وايي (( يو ښه فيچر يو ښکيلونکى ليډ لري همدغه ليډ چې دشخړې لورى جوړوي چې دا ليډ په همدغه وخت کې رامنځته شوى او داپېښه څاري .

هرفيچر يو پاى لري خو هغه بايد پايله نه وي بلکې يو لوستونکى خوښ وساتي لکه ديو ښه فلم دپاى په څېر .

جان ميچل دامني چې يو فيچر بايد ځواکمن پيل ، تنه او پاى ولري او هغه ټول په يوه اندازه مهم وي . هغه زياتوي (( يو ډير ښه ليډ او يا ډير نيونکي ليډونه نه شي کولى ديو ستړي کوونکي متن تنه ومني ، کله کله ډير يو ښه ليډ دموضوع ددوام لاره بندوي د تيرو اوږدو کلونو په اوږدو کې ډير داسې مطالب مې مخې ته راغلي چې په دې جمله پيل شوي چې (( دا يو مطلب دى …………………. په باره کې )) اوحتى دا ساده جمله که لوستونکي خوشاله کړي نو دا ښه جمله ده ))

سرچينې




1. SOFT News is usually What you refer to us feature

٢. دائره المعارف انلان ، ويلپيډيا

3. http. //www sbbc.cc.ca.us/uournalism /wevsite / index.htmi

4.http//cgi.usatoday.com/educate/careers/vpp-ritter-htm browavdschool,com

٥.سايټ انټرنيټي اموزشى روزنامه نګارى www.ypd.com

Hule .bruce D. and Anderson,Douglas A (2003)

News Writing and reporting for todays media .mcgraw hill

بيلګې :

پرنس چارلز : بي بي سي ما شکنجه کوي !

د نوي مهال، خوب ځپلى

(بي بي سي ما شکنجه کوي )

(بي بي سي، پرنس چارلز ماشکنجه کوي) دا داسې يوه جمله ده چې انګليسي ورځپاڼو دانګلستان دشهزاده له خولې چې اوس هم دهغه پخوانۍ معشوقې سره دژوند دلارې ديوځاى کيدو دليوالتيا دبربنډيدلو له امله دپيغور پېټې پراوږدو وړي …. دې جملې دا ټايټل خپل کړى دى

ساندى ميرور دپرنس چارلز له خولې چې بي بي سي له کاميلا سره پراړيکو درلودلو شکنجه کوي .

چارلز چې له شهزادګۍ ديانا سره دګډ ژوند پرمهال هم له کاميلا پارکر سره پټJ اړيکd لرل تيره مياشت ددغه هېواد دورځپاڼو دبربڼډونې پربنسټ په اعتراف کولو وغوښتل چې له کونډې پارکر سره واده وکړي . دانګليستان دقوانينو پربنسټ شهزاده حق نه لري چې له کونډې سره واده وکړي اوشونې ده چې دا موضوع دهغه راتلونکې پاچاهۍ ته زيات زيان واړوي . کاميلا پارکر دميرال پارکر مېرمن چې په (١٩٩٥) ميلادي کال کې يې له ځانه جدا کړه ، هغه اوس (٥٧) کاله عمر لري په همدې حال کې (٥٦) کلن چارلز په ناخوښۍ وئيلي چې (( په هغه صورت کې چې پاچاشم ، دا چارې به راتلونکې کې ما او راتلونکې مېرمنې لپاره مې ډيره سخته او له تيري ډکه به وي.

دا په داسې حال کې ده چې ددې واده کولو له امله ښايي هېڅکله دانګلستان واکمن نه شي ، دانګلستان لوې کليسا ددې کېسې دبربنډېدو وروسته چارلز ته خبردارى ورکړ

چې يا پاچاهي غوره کړي او يا عشق ، ولې دانګليسي ورځپاڼو په وينا چارلز چې ددا ډول بې باکه خبرو لپاره يې خپلې شونډې خلاصې کړى وى ويل (( نور دا چې خلک ماته ووايي چې څه وکړم ډير ستړى شوى يم )) داخبرې دبي بي سي دخبريال ګيوين هېوډ په واسطه چې له چارلز سره يې مرکه کړى وه په ډاګه شوې .

يرور وايي کله چې هېوډ له چارلز نه له پارکر سره داړيکو په اړه پوښتنه وکړه ، قهريدلي شهزاده وويل (( ولې زه دخپل شخصي ژوند دټولو اړخونو په باره کې خلکوته څرګندونې وکړم )) چارلز وايي (( ما دانګلسي قوم نه دډيرې مرستې تمه لرله خوهيڅ يې راسره ونه کړل ))

د شهزادګۍ ديانا پخواني خاوند شهزاده ويلز دبي بي سي دخبريال دپوښتنې په ځواب کې وويل (( زما ژوند په سوداګرۍ بدل شوى او ټول له هغې نه پيسې لاسته راوړي ، هيڅ دليل نه وينم چې خلک ماته نصيحت وکړي او ووايي چې څه بايد وکړم ، زه له دې موضوع نه ستړى شوى يم ))

د A Soul on Ice : alive in news په نوم ديو کتاب خپريدل چې دبي بي سي دخبريال ګيوين هېوډ له چارلز سره پراخه مرکه ده او په (١٩٩٨) ميلادي کال کې ترسره شوى ده ښايي دا په ډيرو بدو حالاتو کې واقع شوى وي ، ځکه چې داسې نظرونه ورکول شوي دي چې هغه څه چې رسنيو ترلاسه کړي دي دشهزاده چارلز له کاميلا پارکر بولز سره دګډ ژوند تيرولو ليوالتيا دانګليسانو دډيرې ټيټې کچې خوښـي له ځانه سره لري .

ان تردې چې کاميلاپارکر له (٣٥) کاله انتظار وروسته په دې نه پوهيږي چې چېرې او کله به يې دواده مراسم ترسره کيږي .

دې جوړې ته چې نور ښايي ديوې زړې جوړې لقب ورکړ شوى دى ، وړاندې په پام کې وه چې دخپل واده لمانځوني مراسم په ويندسو اکسل کې ونيسي ، مګر دقوانينو پراساس تر دريو کلونو پورې دهيڅ يو عمومي واده مراسم په دغه ودانۍ کې ترسره کيداى نه شي . نو له دې امله دوى بايد دواده دمراسمو لپاره بل ځاى وټاکي . نو له دې نه معلوميږي چې د ښاغلي چارلز او کاميلا دواده مراسم سلطنتي نه دي او دنورو عامو ودونو په څېر به ترسره کيږي بل دپام وړ ټکى چې تردې دمه رسنۍ او عام خلک يې په اړه معلومات نه لري ، هغه دادى چې سلطنتي کورنۍ ته به په دې مراسمو کې ونډه ورکړ شي او که نه ؟ همدا اوس ورځپاڼو دچارلز په واده کې دملکې اودشهزادګۍ فېلېپ د نه ګډون خبرونه هم ورکړي دي . په ځانګړي ډول بي بي سي چې په دې ورځو کې دپرنس چارلز نه لاس نه اخلي او په دې توګه يې دهغه خوږ وجود ترشکنجې لاندې نيولى دى .

د نوي مهال خوب ځپلي :

ښايي دهغى چا په اړه چې په خوب کې په لاره ځي يا له ځانه سره خبرې کوي څه مو اوريدلى وي ، يا مو داسې اوريدلي چې څوک له خوبه پاڅيږي په لاره روان شي اوله خپل ګرځنده تيلفون نه خپل دوست ته غږيز پيغام ليږدوي ؟

دسان ورځپاڼه ليکي چې : ريچارد ګريفتيس چې ٢٣ کلن دى دسوانسي داوسيدونکو نه تازه په دې پوهيدلى چې په ناخبره توګه له خوبه پاڅيږي او خپلو دوستانو ته غږيز پيغامونه ليږي . په خپله وايي چې څو ځله يې خپلو دوستانو او قوميانو ته غږيز پيغامونه يې ليږلي دي . دغه انګليس ځوان لومړنى پيغام دوه مياشتې وړاندې دسهار په دوه بجو خپلې مور ته ليږلى ؤ .

چاره دلته سرته نه رسيږي ، هغه څو مياشتې وروسته په نيمه شپه کې له خوبه پاڅيده اوخپل دوست اشلى جونز ته يې پيغام وليږه چې ډير زيات تفصيلي ؤ ، هغه ليکلي ؤ (( له ماسره مرسته وکړئ ، يو لوى سردرد راته پيداشوى ، يوداسې څوک دى چې ما څاري )) اشلى په بېړه هغه ته تيلفون کوي ، سان دده له قوله وايي (( زه ډير متنونه ليږم او داکار زما له وسې نه وتى دى په دې حال کې زه هم ډير حېران يم )) مګر کار پوهان وايي دهغې مشکل په زياتې شونتيا سره دنوي عصر يا زمان اغېز دى ، نوکه چېرې تردې وروسته په نيمه شپه کې ستاسې ګرځنده تيلفون غږونه وکړل او که دوست مو درته پيغام راليږلى ؤ ، په دې پوه شئ چې دنوي زمان څرک ترتاسو هم رسيدلى دى . څه شى نه دى مګر يو څوک په دې بوخت دى چې په خوب کې د دې پرځاى چې اخوادېخوا لاړ شي تاسې ته غږيز پيغام درليږي.

سخت خبر، خبر نه دى :

په يوويشتمې پيړۍ کې دخبرونو دبڼې بدلون

اندائيويوکو

مدرن ورځپاڼه چې کوم خبرونه خپروي ډيره پاملرنه يې فن ته کړې ده دتلګراف له راپيداکيدو نه تر تلويزيون دخبرونو دراوتو پورې فن راوړنې په خپلو ټولو بڼو په ورځپاڼو کې دجوړښت نه نيولې ترمنځپانګې پورې خپل اغيز ښندلى دى .

له تلګراف سره نږدې (( سرچپه هرم )) راپيداشو وروسته نوې ورځپاڼه ليکنه راوټوکيده او په راديو اوتلويزيون کې پياوړى شوه او ځاى يې ونيو ، ورځپاڼو هڅه وکړه چې غږونه ، نظرونه او زيات مطالب وړاندې کړي . مګر دکمپيوټر اوانټرنيټ پيداکيدنې هم پرخبرونو باندې زيات اغيز په استراليا او نوي زيلاند کې غورځولى دى . په دې ليکنه کې دا موضوع تربحث لاندى ده چې د (( سرچپه هرم )) وخت پاى ته رسيدلى دى ، ايا په يوويشتمه پيړۍ کې بايد دنرم کيدو په لورى تګ وشي ؟ دا دا مانا لري چې دورځپاڼه ليکنې مدرسې او خبري ټولنې چې په دې برخه کې کار کوي وننګول شي او دې ته اړشي چې خپل سبک شېوې اوخبر ليکنې لارې چارې ته تغير ورکړي ، دمطبوعاتي ورځپاڼې ليکنې لپاره بد خبرونه وجود لري ، يو سبک چې له يوې پيړۍ راهېسې ورسره موږ اشنايي لرو او هغه تعقيبوو ، هغه چې په سخت خبر سره پيژندل شوى دى اوس دمرګ په حال کې دى ، سرچپه هرم دتلګراف په څېر د څو وړاندې پيړيو لاسته راوړنه ده چې اوس هم په ورځپاڼه ليکنه کې ترې زيات کار اخېستل کيږي او په ښو شرايطو کې په فرهنګي موضوع باندې بدليږي ، چې تاسې کولى شئ دا يوازې دورځپاڼو دزړو مخونو په منځ کې وګورئ ، هغه څه چې له سرچپه هرم نه وروسته پاتى کيدل له هغو جزياتو سره چې له نثر او نورو مفاهيمو نه اخېستل شوي دي دويم ځل په کار وړل کيږي . مخکې دسرچپه هرم له پامه غورځولو نه لازمه ده چې يو څه ستاينه يې وشي . سرچپه هرم وروسته له هغى نه منځته راغى چې تلګراف دې ډګر ته راوتى ؤ او زياته سيمه يې ترپوښښ لاندې راوستى وه ، خبريالانو دخپلې راپورنې لپاره له تلګراف څخه کار اخېسته . دلګښت دکموالي له امله مسولو مديرانوله هغوى نه غوښتل چې په بيړه سره خپلې ارې موضوع ته مخه کړي اوپه پيل کې خپل اړين توکي مخابره کړي او پريږدي چې کم ارزښته مسائل وروسته وويل شي . دې چال چلند مسول مديران لټ راحت خوښونکى کړل .

که چېرې خبر له هغه ځايه پورته کيده چې ورته ټاکل شوى به ؤ مسول مدير به کولى شول وروسته پراګرافونه ترې پرته له دې چې ولولي لرې کړي ، په دې چال چلند کې په لومړنيو پراګرافونو کې شپږ پوښتنو ته (( څه شى ، څوک ، چېرته ، چا ، ولې او څنګه)) په خوښـۍ او بېړه ځواب ويل کيده . تردې زياته مهمه داده چې دبنسټيزو معلوماتو له وړاندې کولو سره ددې سبب کيده چې اوريدونکى ژر وپوهيږي او بل خبر ته ولاړ شي . سرچپه هرم دوخت دسپما کيدو لپاره هم زيات دارزښت وړ ؤ . په سرچپه هرم کې دخبريال لپاره مهمه چاره داده چې معلومات دخبري ارزښت له مخې ډلبندې کړي په دې شکل چې مهمه خبره په ليډ يانې سريزه کې راځي ، چې دخبر نچوړ هم بلل کيږي . وروستى پراګراف دليډ په ملاتړ کې راځي ، زياتره په ليډ پورې دبشپړو څرګندونو لرونکى وي او يا يو مخامخ نقل قول يانې دبل وينا وي .

دريم او ښايي څلورم پراګراف هم دمهمو معلوماتو لرونکى وي ، چې ارزښتناکې څرګندونې وړاندې کوي . بل پراګراف اوزياتره ( وروستى پراګراف ) په عام ډول سيمه ييز اوداضافي څرګندونو لپاره ځانګړى وي ، وروستۍ برخه يې دڅو پراګرافونو لرونکې وي او دداسې شيانو لرونکى به وي چې خبريال يې دنااړينو معلوماتو په توګه په پام کې نيسي او ښايي دا هغه برخه وي چې مسول مدير يا ايډيټر يې په ډيرې اسانۍ سره داړتيا پرمهال لرې کړي . پر همدې اساس که چېرې يوه الوتکه له يوه ښار سره نژدې غورځيده دخبر په ليډ کې لوستونکو يا اوريدونکو ته داډول ويل کيدل چې : يوې الوتکې چې ( x) شميره کې مساپرين په کې سپاره ؤ لويدلى چې (x) شمېره په کې سوځول شوي او ټپيان شوي دي .

وروستى پراګراف ښايي اوريدونکو ته ووايي چې (( الوتکه له کومه ځايه پورته شوى وه او چېرې روانه وه ، بل پراګراف ‌ښايي ديو عيني شاهد دنقل قول لرونکى وي ، چې ښايي يو پاتى شوى وي . وروسته موږ ته دهغو هڅو په باره کې ويل کيدل چې په دې ترڅ کې شوي دي . دمساپرينو دخلاصون اودپېښـې دپېښيدو دلاملونو او داسې نورو .

او همدارنګه ښايي دخبر پاى شي . لوستونکي کولى شول په بيړه دا مالومات ولولي اونورو خبرونو ته ولاړشي .

په دې کې هيڅ شک نشته چې سرچپه هرم په نړيواله کچه خبريالانو ته زيات خدمت کړى دى . داسبک دژورناليزم په ټولو مدرسو کې تدريس شو ى دى . حتى وئيلى شو چې دخبريالانو دکار طريقه اوفکر يې هم تر اغيز لاندې راوستى دى ، هر هغه څه چې خبريالان يې دوړتيا اوخبر ي ارزښت په توګه پيژني هغه سرچپه هرم څرګند کړي دي .

دنوې ټکنالوژۍ په راتګ سره ، دسرچپه هرم اغيز يو څه کم ليدل کيږي ، تردې چې راډيو اوتلويزيون (( څه سيمه ييز او څه نړيوال لکه سى اِن اِن )) او وروسته دانټر نيټ په زمانه کې چې کله سخت خبر چاپيريال ته داخل شو هغه ټولې پولې يې ماتې کړې . اوس هم زياتره ورځپاڼه ليکونکى په دې سبک خپل کار مخکې بوزي .

دا نوې ورځپاڼې له سخت خبر نه رابېل شوى ، دغه دوديز فورمول (( 5WS & H) يې بې مانا کړ : پرهمدې بنياد که چېرې دايټاليا لومړى وزير نن ماسپښين مړ کيږي او ددغه هېواد ورځپاڼې ورباندې يوه ورځ وروسته ليکنه کوي (( دايټاليا لومړى وزير جان هاورد ومړ )) اوکوشش کوي چې له هماغه دوديز فورمول نه کار واخلي په هغه صورت کې به په ريښتيا دغه څرګندونې سوزيدلى يا مړې وشمېرل شي .

ترهغې چې ورځپاڼه سبا سهار ته خپريږي ، بېلابېلو غږيزو او برېښنايي رسنيو لکه سى ا‌ِن اِن ، بي بي سي ، داستراليا ملي راديو ، SBS او نورو بېلابېلو رسنيو به داخبر خپور کړى وي چې داستراليا دټولو اوسيدونکو غوږونو ته به داخبرونه رسيدلي وي . دا هغه پوښتنې دي چې زيات مسول مديران ، دژورناليزم استادان اود چاروکارپوهان په بېلابېلو هېوادونو ، نوي زليند ، استراليا او په زياترو هېوادونو کې چې اوس په کې هم دسرچپه هرم نښې نښانې ليدل کيږي ځواب ووائي .

سرچپه هرم نه په ګټه اخېستنه ، ورځپاڼې ښايي خپل لوستونکى دوکه کړي ، دنيوزروم يا دخبري کوټې خبريالان يا مسول مديران بايد دې ټکي ته پام وکړي ، چې هر لوستونکى چې له يوې ورځپاڼې نه يوه نتيجه اخلي په واقعيت کې له هغې سره تړون کوي ، لوستونکى په دې نه توانيږي چې هغه ځاى ته ورشي چې هلته خبرونه پيښيږي ، لوستونکى په واقعيت کې چې کوم لګښت کوي هغه دورځپاڼه ليکونکو لپاره يوه پانګه ده يا پرهغوى مصرفيږي ، لوستونکى غواړي چې خبريال ورته دپېښې بشپړ جزيات په واک کې ورکړي ، نو همداسې تمه کيږي چې خبريال بايد دخپل اوريدونکي ، غوږ او سترګې وي او له هغه سره ټولې راولاړې شوې پوښتنې ځواب کړاى شي . لوستونکى غواړي هرڅه چې پېښ شوي وي هغوى ته ووئيل شي او ورته وښودل شي او په دې وپوهول شي چې دا خبرې څنګه په هغوى پورې تړلي دي ، هغوى هيڅ دسرچپه هرم په اړه نه پوهيږي او نه ورته ارزښت ورکوي ، هغوى د داسې خبرونو غوښتونکي دي چې لومړى يې هغوى پردقت باوري اوسي او وروسته په دې ډاډمن شي چې مالومات يې تازه دي .

خوندوره داچې دورځپاڼه ليکنې استاذان لکه استووال دالاباما دپوهنتون دورځپاڼه ليکنې پروفيسر دى چې کتاب يې (( دټولنيزو رسنيو لپاره ليکنه )) يې تردې دمه پنځه ځله چاپ شويده . سرچپه هرم ته په لوړاو البته ناعادلانه ارزښت قايل دى او ليټر ، هريتس او جانسون دسرچپه هرم دتوکو کارونه هيڅ ترنيوکو لاندې نه راوړي : داستووال په باور (( په خبر کې دمهمو مالوماتو وړاندې کول لوستونکو ته اجازه ورکوي چې په بيړه پريکړه وکړي چې خبر ترپايه ولولي يا يې پريږدي ))

له بله پلوه ليتر ،هريتس اوجانسن په خپل کتاب (( کامل خبر ورکونکى )) د ١٩٩٩ ، (٩٥) پاڼه )) کې تردې هم وړاندې ځي او ټينګار کوي چې دخبري ګذارش لومړى جمله بايد دخبر پرارزښتناکه برخه راوڅرخريږي ))

مګرپه خپله دا ډول فکر درخې وړدى ، که په پام کې وي دخبر ارزښتناک مالومات په هماغه لومړۍ جمله کې چې ليډ بلل کيږي راشي اوخلک پرته له ځنډه له موضوع نه خبر کړي هغه مهال دټايټل يا سرليک دنده څه ده ؟ دښو، سرليکونو شتوالى په خپله دسرچپه هرم او ټاکل شوى رول په برخه کې جدي بحث دى چې دخبر نچوړ وړاندې کوي ، که لومړى وزير مړشوى وي ، په ټايټل يا سرليک کې به داخبر رااخلي ، نو څومره بې ځايه به وي . هغه ليډ چې همدا خبر په کې بيا راواخېستل شي .

دسرچپه هرم جوړښټ حکم کوي چې هغه مالومات چې له خبري پلوه دارزښت وړ دي چې عمدتاً دخبر اصلي توکي دي ، بايد په سر کې راوړل شي ، مګر په زړه پورې والى يې په دې کې دى چې ارزښتناک مالومات له خبري پلوه ترهغې خبري ارزښت لري چې اوريدونکو له بلې رسنۍ څخه نه وي اوريدلى او يايې نه وي لوستي .

پرته له دې نه هغه اطلاعات هېڅ دارزښت وړ نه دي ، دمالوماتو خبري ارزښت ترهماغه وخته پورې چې نه وي خپاره شوي ارزښت لري ، کله چې ټول خلک پوهيږي چې تيره ورځ يوې اټومۍ بټۍ اور اخېستې ؤ ، ددې مالوماتو يوه ورځ وروسته خپريدل هېڅ مانا نه لري ، په دې حالت کې خبر مري ، سوزي او بې ارزښتنه کيږي ، دا دسرچپه هرم تيورۍ ته يو ځواکمن ګذار دى .

استووال : په دوام داسې بحث کوي چې سرچپه هرم لوستونکي ته اجازه ورکوي چې خبر په يوه ځانګړى نقطه کې قطع کړي او دبل خبر په لوستو بوخت شي .

په دې حالت کې دوه لويې ستونزې شتون لري ، اول داچې څرګنده ده چې لوستونکى هغه خبرونه چې په زړه پورې والى نه لري او کمزوري مالومات لري او ياهغه خبرونه چې ډير لږ اړيکي له دوې سره لري ، خوشې او ويې نه لولي .

يوښه خبريال همېشه په دې هڅه کې وي چې تازه مالومات اودسترګو ليدلى حال خپلواوريدونکو اولوستونکو ته ووائي چې لوستونکو ته پرځاى ، دقيق او په زړه پورې مالومات وړاندې کړي .

لاندې خبر چې دامريکا ديوه امنيتي چارواکي او د((واکو)) په نوم دتکزاس ديوې فرقې ترمنځ چې دديونز دلويې فرقې يوه برخه ده خبرې اترې دى چې ديو دکوروش يې مشري پرغاړه لري يوه ډيره ښه بيلګه ده

فاکس په خپل کتاب کې چې نوم يې دى (( خبر ليکنه )) داسې ښيې چې څرنګه The Philadelphia inquirer ددې تراژيدى ناحل شوى معما لاس ته راوړې .

واکو، تګزاس – ټول شيان په يوه تيلفون سرته ورسيدل ، دلمر ختونه څو دقيقې مخکې تيلفون چې دزرګونو ساعتومذاکرې لپاره يوه بې ګټې وسيله وه داخري ځل لپاره يې غږ وکړ – داف – بي –اى پيغام لنډؤ .

دخبرو وخت پاى ته رسيدلى ، موږ له اوښکې بهونکي غاز سره داخليږو همدا اوس تسليم شئ .

پيغام په سمه توګه ټولي ته چې دبويدکوروش او زرګونه پلويان يې د ((٥١) ورځونه دمحاصرې لاندې ؤ ، ونه رسيده او پرته له فاصلې قطع شو .

دلته رپورتر ترکومه ځايه چې تللى دى هيڅ لرليد يې په تلو نه توانيده ، رپورتر لوستونکى ته اجمالي نظرنه دى وړانداې کړى ، بلکې له ترتيب شويو مالوماتو سره دپېښو اوروان جوړښت مفهوم اوج ته رسوي .

راپور ورکوونکي داسې پريکړه کړې وه چې اوريدونکو ته کيسه وکړي اوداستان وروپېژني دخبر دسرچپه هرم په بڼه ، احمقانه ځليده او ښايي لوستونکي ته دتوهين سبب شي ( The Australian) ورځپاڼه په (٢٠٠٢) کال کې دې پايلې ته ورسيده چې داستراليايي سرتيري دوژل کيدو اعلان دسخت خبر په بڼه چې يوه ورځ وړاندې په افغانستان کې وژل شوي وو، د لوستونکو لپاره يوډول توهين دى، راډيوګانو، تلويزيونونو او برېښنايي رسنيو داخبر خپور کړى ؤ او پرهمدې اساس يې هرډول مانور دخبرونو لپاره له منځ وړى ؤ . نو له همدې امله ورځپاڼې داسرليک دځان لپاره غوره کړ .

((استراليايي وژل شوي سرتيري تازه داولاد خاوند شوى ؤ )) او خبر دا ډول شروع کيږي ،

دکوچولوئي لور چې دزيږيدو يې دوه اونۍ کيږي هيڅکله به خپل پلار چې ديوه ماين چاودنې له امله په افغانستان کې ووژل شو ونه ګوري دهغې پلار لومړنى استراليايي سرتيرى دى چې له ترهګرئى سره په جګړه کې وژل کيږي .

٣٣ کلن دغه استراليايي پوځي ، دافغانستان په سهيل کې يوه کاروان ته دلارښوونې په حال کې ؤو چې موټر پريوه ماين وخوت ، دوستان اوقوميان يې تيره ورځ ( دراسل په کور کې چې په پرث دور کې واقع دى راټول شوي ؤو چې دهغه کونډې ( کايلې ته چې نوې ماشومه ليزا ايګل ) يې زيږولې ډاډګېرنه ورکړي .

په داسې حال کې چې جملوکولى شول چې ډيرې غښتلې او لنډې وى ، بايد ووئيل شي چې داخبر يو تازه انځور داستراليايي دمرګ اوريدونکو يا لوستونکو ته وړاندې کولى شي ، که چېرې راپور ورکوونکى ددې خبر دورکولو پرمهال يواځې له سرچپه هرم نه ګټه اخېستى هغه مهال يواځې هغه مالومات وړاندې ټولې دنيا اوريدلي ؤو او رسنيو پرې شخوند وهلى ؤ ، په دې صورت کې نه شو کولى دا ډول مالوماتو ته خبر ووايو .

خبرونه بايد تازه والى ولري ، مګر دسخت خبر په چوکاټ کې يواځې پېښې او واقعې يوه ورځ نيمه وروسته هم تازه اونوې پاتې کيږي ، څرنګه چې په دوو بيلګوکې وړاندې شوې پورته ليدل کيږي چې يوښه خبر وړاندې کوي .

هرخبر هڅه کوي چې خپلې اجزاوې يوه له بلې سره وتړي . سرليکونه اوليډونه په طبيعي ډول دموضوع پربنسټ جوړيږي ، ليکونکى دټولو راټولو شويو مالوماتو اودحياتي اوجالبومالوماتو په بيرون وېستو دکتنو له لارې دڅېړنې او مرکې هدف اومقصد ټاکي . نو له همدې امله ده چې استاذان په دې باوري دي چې ښه ليکنه دښې راپور ورکونې نه څرګنديږي .

که چېرته راپور ورکوونکى وتوانيږي چې په زړه پورې او کم پيدا برخې چې مالومات روښانه کوي ، ژوند ، پېښې او شخصيتونه دى چې په ليډ کې کارول کيږي په هغه صورت کې خبر په زړه پورې ليډ لرونکى دى .

څرنګه چې دوه خبرونه هيڅ کله له يوه بل سره ورته والى نه لري دابه ډيره سرزورى وي چې دټولو شيانو اوموضوعاتو دراپور ورکونې لپاره هماغه يوه لاره چاره غوره شي .

په يوه خبر کې سرليک اوليډ دټولو هغو طبيعى مالوماتو نه جوړيږي چې دموضوع په اړه راټول شوي دي ،ليکوال ټول راټول شوي مالومات ترتيبوي او لورى يې ټاکي ، په پخوانيو ليکنوکې خبر په دوديز ليک اومنځپانګې اوپه يوې ثابتې پايلې پورې تړلى ؤ . سخت خبر کيداى شي چې ډير سطحي وازول شي ځکه چې په يوه ټاکلي مهال کې دژوند يوه برخه پيلوي اوخبري حس ، ژوروالى اوځينې نور اړخونه چې دپوهې اومانا دزياتيدو سبب ګرځي له پامه غورزوي .

پرمدرسو داستراليا دسنا مجلس دبوديجې دبندلو اقدام ، دسرچپه هرم دپلويانو اوپالونکو لپاره دا يودولتي خبر دى .

خبر کيداى شي دارقامو ، دسياستوالو اوچارواکو په څرګندونو اوښايي دځينو سياسي فرصت طلبو دکړنو پربنسټ وي چې دهغه لايحې په منلو سره پاى ته رسي .

رښتينى خبر هغه دى چې د داډول اقدام پايلې دټولنې پريوه يوه فرد وارزوي . ښايي ددې لايحې تصويب ددې سبب شي شپږ کلن جنت هال ونه توانيږي چې دسنت ماري لومړنۍ مدرسې ته ولاړشي .

او يا ددې لايحې دتصويب پر اساس دټولنې يو غړى په راتلونکې کې په دې ونه توانيږي چې لوړ مقام ترلاسه کړي .

ديوه داستاني يا توصيفي ليډ له پاره بايد خبريال زيات کار وکړي ، مثلاً له زياتو عادي وګړو سره بايد خبرې اترې وشي ، په ډير دقت سره له نژدې نه ليدنه کتنه وکړي ، ډيرې دقيقې پوښتنې وکړي اودهغو ټولو انګيزو ، خبرو اترو او غبرګونونو چې دا اقدام يې ترشا لري ارزونه وکړي ، په بله وينا ديوه ښه خبر ليکلو موخه داده چې اوريدونکى يې خوښ کړي .

خبريال ديو احساس له مخې خبر ليکي ځکه چې هغه دماشين يوه تخنيکي پرزه نه ده

ديوه ښه خبرد لوستو پرمهال کيداى شي په هغه کې نغښتې انګېزه او انرژي تشخيص شي او دانرژۍ جريان دهغه درنښت څرګندويه ده چې ليکوال خپل لوستونکى ته پرې قائل دى .

ديوه راپور ورکوونکى اولوستونکي ترمنځ بايد اړيکې په شخصي بڼه وي چې دخپل يوه دوست لپاره داستان تعريفوي دا ددې مانا لري ژورنالست خپل اوريدونکى په پام کې نيولى اوبشپړه توجه ورته لري .

اتيول اوانداسن : داسې اشاره کوي چې په خبر کې شته قوت بايد ددې سبب شي چې لوستونکى ونيسي او داهغه ځواک دى چې په خبر کې دراپور ورکوونکى له لوري ديوې کيسې په توګه لوستونکي ته انتقاليږي . اود لوستونکي او راپور ورکونکي ترمنځ ددوستۍ يو ډول فضا پيداکوي کوي .

فراى : دليکنې دامريکايي استاد جيمز استون دجملو دساده کولوپه ترڅ کې دداسې ليکي :

ورځپاڼه ليکونکى دهغودوستانو لپاره چې هغوى نه پيژني ليک ليکي او په هغه کې دډيرو جالبو خبرو يادونه کوي چې دوستانو يې دهغې په باره کې دفکر کولووخت هم نه دى پيداکړى بهترين له هغوى نه هغه خلک دى چې دکيسه وئيلو سبک غوره کړي …

ورځپاڼه ليکونکى له بېرون نه پردې نظر کوي .

په دې دليل چې زياتره ورځپاڼه ليکوونکي همدارنګه پر ديوال دسرچپه هرم په وړانګو پورې نښتي دي دادى چې دوى بې کفايته دي .

ځينې ورځپاڼه ليکونکي په هغو پخوانيو لارو چارو پورې اوس هم نښتي دي چې ډير پخوايې په ژورنالستيکو مدرسو کې لوستى ؤ . دا ډول لارې چارې اوروشونه دى چې نه يواځې داچې مناسب نه دي بلکې داوريدونکي او يالوستونکي پام هم نه شي جلبولى .

دسرچپه هرم په رد اومخالفت کې يو جدي بحث چې زياتره دخبريال په علاقه او ذوق پورې تړلى دى هغه ديوې نوې پوهې (( داړيکو تيوري )) ده دا تيوري په ډاګه کوي چې لوستونکى له هغه متن نه چې لولي يې څه غواړي ؟

کلمنټ او مالتين ليکي (( لوستونکي دمتن داغېزناکې منځپانګې پسې دي ، هغوى دحېرانتيا وړ مالوماتو په لټه کې دي چې ذهن بوختوي اوپه عين حال کې په دآسې ډول برابر شوي وي چې په ډيره اسانتيا دلوستو وړ وي .

په ټوله نړۍ کې دلوړڅرنګوالي لرونکې ورځپاڼې په ځانګړي ډول په انګلستان او دامريکا په متحده ايالاتو کې دورځپاڼو په ليکنو کې دسبکونو دپنځيدو پلوي کوي ، ځکه چې نوى سبک لوستونکى اواوريدونکى پيداکوي . په داسې حال کې چې سخت خبر يواځى ديوې ځانګړې پېښې له رامنځته کېدو سره علاقه لرونکي لپاره په زړه پورې دى . يوه په زړه پورې اوجذابه ليکنه ډير بې تفاوته اوريدونکي يالوستونکي هم دځان په لورى جلبولى شي .

په پخواني سېستم کې موږ سخت خبر دسرچپه هرم په چوکاټ کې لره او کله که دښه چانس لرونکي به ؤ ، نو خبرونه ،ديوې فيچري ليکنې موضوع (( خبري ليکنه )) ترې جوړيده په پايله کې اوس هم ديوه فيچر اوخبر ترمنځ دقيق توپير نشته .

اوس اصلي توپير دهغه خبر چې دسرچپه هرم په بڼه ليکل شوى وي اوهغه ترمنځ چې دفيچرپه شکل برابر شوى وي ، هغه هڅه ده چې راپور ورکوونکى يې په خپل خبر کې راوړي ، که چېرې ليکوال دمهمو مالوماتو اوجزياتو راټولولو په لټه کې وي او دجزياتو اساسي توکي له ټولو نورو اړونده جزياتو سره چې په هغې پورې تړلي وي او کيداى شي دلوستونکو لپاره په زړه پورې وي راټول کړي اوخپل رپورټ ليکنه په ښه احساس ښکلې کړي په هغه حال کې به ډير سخت خبر لوستونکي ته ډيره خوند ورکوونکى وي . ځکه چې خبر بېلابېل جوړښت پيداکوي او دزياتومخاطبينو لپاره جذابيت پيداکوي اوپه عين حال کې دلوستونکو لپاره په پراخه او ژوره پيمانه خبرونه وړاندې کوي ، دزيات وخت لپاره دخبر په توګه داستفادې وړ وي .

ديوې مهمې پېښې خبر ورکول دسخت خبر يا سرچپه هرم په چوکاټ کې اوهغه هم له پېښې يوه ورځ وروسته ديوويشتمې پيړۍ په ورځپاڼه ليکنه کې يواځې په لاندې پنځو ځايونوکې دمنلو وړ دى .

· کله چې په سيمه کې هيڅ سياله ورځپاڼه دخبر ورکولو لپاره نه وي .

· کله چې يوه ورځپاڼه په دې وپوهيږي چې خبر يې ځانګړى دى او هيڅ انټرنيټ اوبله خبري رسنۍ ورته لاس رسى نه لري .

· کله چې دخبر لپاره هيڅ سيمه ييزه لورنيو نه وي ، مثلاً کله چې خبر پرلوستونکو يا اوريدونکوهيڅ اغيز نه ښندي .

· کله که خبر حتى دسرچپه هرم په سبک کې هم وي چې ديوه پخواني خپور شوي خبر څېړنه او سپړنه وي او په هيڅ وجه دنوي خبر ادعا په کې نه وي .

· کله که ديوې ورځپاڼې لپاره په يوه انساني مسئله کې چې منځپانګه اوپايله يې که مهمه هم وي چې ترلاسه نه شي اوپه مطبوعاتو کې له خپريدو مخکې خبر کوم نوى اړخ ونه لري The Australian ورځپاڼه د (٢٠٠٢) کال دفبرورۍ پر اووه ويشتمه په خپله لومړئ پاڼه کې دخپل اخرني بېړني خبر سرليک په يوه بشپړ منطقي سبک چې د سرچپه هرم په چوکاټ کې برابر شوى ؤو ، دا ډول ليکل شوى

(( موګابې ته دخيانت دمحکمې دجوړولو خبردارى )) وروسته خبر داډول پيل کيږي .

استراليا تيره ورځ دزيمبابۍ ولس مشر رابرت موګابه داقتصادي بنديزونو او دغه هېواد د انتخاباتي څارونکو دويستولو له امله وګواښه ، داګواښ هله راپيداشو چې پوليسو حراره مورګان ليسوانګيراى او دمخالف ګوند مشران په خيانت دموګابي داحتمالي ترور په دسيسه کې په لاس لرلو تورن کړل .

که څه هم داخبر دسرچپه هرم په بڼه ليکل شوى مګر خبريال داخبر په داسې توګه برابر کړى ؤ چې دا په يوډول استراليايي لوستونکى پورې وتړي .

وئيلى شو چې په خبر کې هڅه شوې وه چې موضوعاتو ته ښه لاره هواره کړي او پوره او ښه مالومات وړاندې کړي .

دخبر ليکلو په برخه کې ، دانټر نيټ خبرونه اوبرېښنايي رسنۍ توضيحي ليکنې دمتن ځانګړتياوې او حتى جذبه دزيات اهميت لرونکى دي .

پاپ اوادافر دورځپاڼې دخبرونو په رول کې دتغير راوړل په اوسني برښنايي مهال کې لازم ويني او دا حالت په برېښنايي رسنيو کې هم دمنلو وړ دى .

ورځپاڼې اوس بايد (( بيانوونکى اوڅرګندونکى رول ولري ))

دورځپاڼو اومجلودنده (( دراډيو او تلويزيون سرليکونو ته وده او نمو ورکول اودهغو دپائيلو اوجزياتو وړاندې کول دي )) دې موخې ته دلاس رسي لپاره ورځپاڼې بايد دفيچردچوکاټ پيروي وکړي اومخکې له دې چې هغه ګراف ته ورسيږي چې دليډ ملاتړ کوي بايد دحکايتي توصيفي ليډونو نه ګټه واخلي.

پرهمدې اساس : يوه ورځ وروستى خبرونه : بايد هر هغه څه چې موږ مخکې درسنيو له لارې اوريدلى يا مولوستى وي ، وسپړي ، تشريح يې کړي او دهغې لپاره له ښکلي اوجالب نثر نه کارواخلي .

په بله وينا اوس مهال زيات خبرونه په رسنيو کې بايد دفيچر اودخبري فيچرونو په بڼه او يا يو خبرچې دخبري فيچر په بڼه جوړشوى وي وړاندې شي .

اوهغو ورځپاڼو ته چې بايد ورځپانې ووئيل شي لکه (( ټايم او نيويز ويک چې له فيچر نه ګټه اخلي اوس هم دخبري مجلو په نوم نومول کيږي )) دخبرونو ، فيچر اوخبري فيچرونو ترمنځ توپير به له منځه لاړ شي په واقعيت کې له دويمې نړيوالې جګړې راپه ديخوا دخبرونو او فيچرونو ترمنځ دقيق توپير له منځه ولاړ او داهغه وخت ؤ چې خبريالانو هڅه کوله چې جګړه تشريح کړي . خبر هغه مهال خبر وي چې په درسي شکل وليکل شي چې دوخت دتيريدو د رسنيو سياليو او دنويو لوستونکو او اوريدونکو ليوالتيا او منطقي تحرکاتو او انځورنې ته درسته پاملرنه وکړي او دوچو (( بې روحه او امرانه فاکټونو نه چې تراوسه پورې سخت خبر موږ ته لرلى دى ځان وساتي .

پايله :

د دې حقيقت پايلې د څرګنديدو په حال کې دي چې دورځپاڼو ليکونکو لپاره دزيات اهميت وړ دى . اوس بايد ټول دا زده کړي چې څرنګه يې ښه وليکي . څرنګه خبر ووايي ، څرنګه په لغتونو او جوړښت برلاسى ومومي او څرنګه ديوويشتمې پيړۍ دخبري ذوق تنده خړوبه کړي .

دا په دې مانا ده چې دزده کړې جوړښت اودورځپاڼه ليکنې زده کړه بايد بدلون ؤمومي دورځپاڼه ليکنې خپرونې بايد دسرچپه هرم زوال ، بې اړيکې او په کار نه راتګ ومني او راتلونکې ته پام وکړي .

پرته له دې به دا په داسې څه بدل شي چې په کار نه راځي . ښه ليکنه ديوې مجلې او ورځپاڼې له ډيرو ارزښتناکو ځانګړو څخه ده .

په يوويشتمه پيړې کې دمطبوعاتو څرنګوالى هغه ورځپاڼه ليکونکى چې نه شي کولى دخپلو لوستونکو لپاره خوندور معلومات وړاندې کړي ، قبول نه کړي .

اوس ددې وخت رارسيدلى دى چې ټول ليکوال او خبريالان دليکلو احساس دومره پياوړى کړي چې نظرونه او ژوناليستيکي کېسې دخوندورې مړۍ په څېر خپل مخاطب ته وړاندې کړي . ددې لپاره چې لوستل خوندور شي نو بايد ليکل ورته په زړه پورې وړاندې شي .

نو پرته له دې چې واقعيت او ريښتنولي ترپښو لاندې شي نو ليکنه بايد په ښو الفاظو او زړه وړونکوالفاظو وشي .

پيغام ډير ساده دى يا دنوح په کښتۍ کې سپاره شي يا په درياب کې ډوب شئ !

ددوديزو کليشو وخت تللى دى ، دقلم په لاس اخېستو او ليکلو وخت رارسيدلى دى وئي ليکه يا مړ شه .

نرم خبر سخت خبرنه دى :

څرنګه نرم خبر او نيوکه کونکې ورځپاڼه ليکنه ، دلو ستونکو له لاسته ورکولو او دولس واکۍ دکمزورى کولوپه حال کې دي . اوخبري سر چينې په دې برخه کې څه کولى شي چي وه يې کړي ؟

دتيرو دوو لسيزو په اوږدو کې خبرونو په بيړه بدلون موندلى دى نرم خبر او نيوکه کوونکى ورځپاڼه ليکنې دمخاطبيو د ر کود (( )) مخه نيولې ده کيبيلي تلويزيونونو او په دې ورستيو کې اينټر نييټ په پراخه توګه دورځپاڼو ، مجلو او دتلويزيوني شبکو لوستونکي او ليدونکي کم کړي دي . دا کموالى البته په هغه صورت کې شونې ؤ چې خبري سرچينې دنرموالي او نيوکې کولو په لوري نه تلل ډير زيات شو ، په تيره لسيزه کې له خبر نه دګټې اخېستو چارې زيات کموالى پيداکړ يانې انتقاده پرې کم ترسترګو کيږي .

له دې امله ټولو سره بياهم (( نرم )) او له هرډول شونې اغيز نه خلاصه نيوکه کوونکې ورځپاڼه ليکنه ښايي دمخاطبينو دکموالي دمخنيوي سبب وګرځي .

شواهد ښيئ چې (( نرم خبر )) او نيوکه کوونکې ورځپاڼه ليکنه دروانو چارو په برخه کې دعمومي مالوماتو په کمونو او له سياست سره دهغې دذوق کموالى ، دديموکراسۍ دبنيادونو دکمزوري کولو په حال کې دي .

ايا خبري رسنۍ کولى شي همهاله ښه کړنه وکړي ؟ ايا هغوى کولى شي مخاطبينو ته شته اړتيا لرې کړي ؟ اودلوستونکو پروړاندې خپله پازه يا مسوليت په درست ډول سرته ورسوي . په دې راپور کې به موږ داسې شواهد وړاندې کړو چې وښي چې دا موخې لاس ته راغلي په واقعيت کې هغه دټينګښت په حال کې دي موږ به لاندې حالتونه ترنظر لاندې ونيسو .

په دې دليل چې خلک خبرونو ته رجوع کوي هغه سخت خبر دى نه نرم خبر .

هغه خلک چې (( سخت خبر)) غوره کوي دهغه چا په پرتله چې (( نرم خبر )) يې خوښ دى خپله پوهه زياته په کار اچوي .

دنرم خبر نه دګټې اخېستو ليوالتيا له خبرونو سره دذوق دکموالي سبب شوى دى .

دسخت خبر کړنلاره اوس درسنيو ترمنځ دسيالۍ سبب ګرځيدلى دى .

انتقادي ورځپاڼه ليکنې نه يواځې له سياست سره دخلکو مينه کمه کړې بلکې هغو ى يې له خبرونو سره بې مينې کړي دي .

ژورنالستان کولى شي انتقادي ژورناليزم په داسې بڼه واړوي چې له خبرونو او سياست سره دخلکو مينه پيد اکړي . او دمطبو عاتو څارونکي سياست پياوړى کړي .

ددې بحث بنياد په دوه کاله خبري مطالعه ولاړ دى چې دريچارد اسميت په نوم دمرکز له خوا شوى ده . موږ په دې برخه کې تحقيقات وکړل ، زموږ په مطالعاتوکې ( ٥٣٣١) خبري رپوټونه چې له هغو نه غوره شول چې ١٩٨٠-١٩٩٩ پورې خپاره شوي ؤ ، تر ارزونې لاندې ونيول شول چې سرچينې يې دوه تلويزيوني چينلونه ، دوه اونيزې خبري مجلې ، درې لويې ورځپاڼې او شپږ ويشت سيمه ييزې ورځپاڼې وې ، دڅېړنې منځپانګه داړوندو خبرونو دورځپانو لومړنۍ پاڼې وړې او سيمه ييزې او خبري برخې چې په دوديزه توګه له خبري چينلونو څخه خپرېدې .

د سخت خبر په پرتله نرم خبر:

نژدې ټول په دې باور دي چې اوس مهال خبرونه له دوو لسيزو وړاندې هغو سره جوت توپير لري . همدارنګه دخبري ټولنو ترمنځ د سيالۍ ډګر هم ډير تود دى، خبري سرګرمۍ د منځپانګې او بڼې دواړو له پلوه داوج په حالت کې دي .

هغه څه چ ماروبن کالب د(( نوي خبر)) په نوم نومولي ، پربازار ولاړه ورځپاڼه ليکنه د دا ډول تمايل يوه نسخه ده . ( infotainment) يا دخبر پېشه دبوختونکو خپرونو په چوکاټ کې ددا ډول ليوالتيا يوه بله بيلګه ده .

(( نرم خبر ))چې تردې وروسته به په دې برخه کې پرې ډير تم شو، درېمه بېلګه يې ده .

نيوکه کوونکي وايي خبرونه په بې سارى ډول پرداسې موضوعګانو تميږي چې دلوستونکي خوښي ترلاسه کړي ، نه داچې دهغوى داړتيا وړ مالومات ورکړي .

دامريکا دفېډرال دکمېسيون ( FCC) داړيکو پخوانى مسئول نيوتن مينو وايي ، نن زيات خبرونه زيړو ورځپاڼو ته نژدې شوى دي .

رابرت مک نيل د (PBS) پخوانى خبريال وايي ، ورځنى تمائيل يا ليوالتيا ، احساساتي ، تبليغاتي او نورو جدي موضوعاتو ته دى .

ځينې نيوکه کوونکي له دې هم وړاندې ځي ماتيئو کارلتون اهريچ ، دخبرونو ننۍ شيوې ته دجنګ جګړې نوم ورکړى .

نيوکه کوونکو البته نرم خبر هم بې ځوابه نه دى پرېښى ، دنرم خبر ملاتړي وايي لوستونکي او اوريدونکي دخبرونو د ژوندانه رګ دى ، چې پرته له مالي ملاتړ .

ازاد مطبوعات ښايي شتون ونه لري او يواځې نوم به يې پاتې وي .

هغوى وايي خبرونه چې وستائل شي مګر چې وانه وريدل شي ونه لوستل شي او ونه ليدل شي هيڅ ارزښت نه لري . هغوى همدارنګه ادعا کوي چې دنرم خبر منځپانګه دهمدغه پېژند پراساس ارزښتناکه ده .

نرم خبر داسې مالومات لوستونکو ته وړاندې کوي چې هغوى ترې په ګټه اخېستو سره دژوند ښه لاره چاره زده کوي .

نرم خبر هغه خلک چې له خبرونو سره مينه نه لري له خبرونو سره اشنا کوي چې پرته له دې هغوى له خبرونو سره ښـايي اشنايي پيدا نه کړي .

په دې کې شک نه شته چې دنرم خبر پربنسټ ځېنې جوړ شوي رپورټونه ښوونيز درسونه لري . شواهدو ښودلې چې نرم خبر دديموکراسۍ ((ولسواکۍ)) لپاره زيات څه له ځان سره لري .

نرم خبر همدارنګه دعمومي مالوماتو څرنګوالي خبرې اترې اوبحثونه کمزوري کړي دي.

دنيل استمن دوېنا پراساس موږ دمرګ ترپولې دبوختياوؤ په خطر کې واقع يو ، امريکايان وايي دورځې زياتره برخه ، له وړاندې کولو مخکې بايد هغه څه چې دنرم خبر په نوم پيژنو تعريف شي او داسې وښايو چې څنګه نرم خبر په رسنيو کې دپام وړ توکي بلل کيږي

د نرم خبر پيژندنه او اندازه کونه:

يوه ورځ ديوه پخواني او زوړ مسلکي کارکوونکي نه پوښتنه وشوه چې خبرونه څه رنګه تعريفوي لږ څه په ځنډ يې ځواب ووايه ، زه چې خبرورکوم . يو بل تعريف هم دا ډول کيداى شي چې دنرم خبر لپار وکاريږي (( زه چې خبر وګورم پيژنم يې )) دپوهنتون زيات استادان او خبريالان که چېرې په نرم خبر نيوکه کوي يايې ملاتړ کوي دهغې لپاره ځانګړې پيژندنه په ذهن کې لري مګر په ډير ندرت سره به دا ډول پيژندنه په روڼ ډول وړاندې کړي .

کله يې نرم خبر دا ډول فرض کړى وي هر شى چې (( سخت خبر)) نه دى هغه نرم خبر دى ، دهغو پېښو او مسائلو ترپوښښ لاندې راوړل چې په سياسي لارښودونو پورې تړلي وي . ارزښتناک مسايل لکه دالوتکې غورځيدل ….

چې په ورځيني ډول دژوند په بېلابېلو خواوو پورې تړلي وي سخت خبر نومول کيږي .

په دغو پېښو پورې تړلي مسايل په غوڅ ډول ، داوريدونکو او لوستونکو لپاره په زړه پورې وي ، ځکه چې درک کول يې ددوې له درک سره او په هغه غبرګون سره چې نړۍ او روانو چارو ته يې له ځانه ښى مرسته وکړي .

خبري رپوټونه ، چې له سياسي پېښو سره هيڅ تړاو نه لري ، زموږ دورځنيو ټولو خبرونو په سلو کې پنځوس جوړوي په داسې حال کې چې دا اندازه په اتيايمه لسيزه کې يواځې پنځه ديرش په سلو کې وه .

بل پلو دسياسي موضوعاتو لرونکو خبرونو ، يادسختو خبرونو پربنسټ هم په همدې اندازه دا فاصله کمه شوې ده .

خبري وسايل لکه اخبار ، مجله ، تلويزيون دټولو تلويزيونو خبرونه دزياتو خپرونو لرونکې ورځپاڼې ، سيمه ييزې ورځپاڼې ، مجلې ، اوونيزې په اندازه ګېرۍ کې يو له بل سره توپير لري .

اما دنرم خبر په لوري ليوالتيا په ټولو کې موجوده ده ، په سياست پورې تړلو خبرونو په دې ټولو رسنيو کې نسبت يوې لسيزې نه تر دوو پورې په زياته اندازه کموالى موندلى دى .

نرم خبر دخپلو ځانګړتياوو له مخې پيژندل کيږي ، دبيلګې په ډول نرم خبر يې دا ډول ستايلى دى ، هغه خبرونه چې نسبت نورو ټولو خبرونو ته زيات ترعواطفو او احساساتو اوکم په وخت پورې تړلي وي او زيات په کې شخص او ياپېښـه محور وي .

په واقعيت کې دا ځانګړتياوې اوس ډيرې دود دي . داتيايمې لسيزې په لومړيو کې ټولې خبري سرچينې پنځه ويشت په سلوکې په احساساتو ولاړې وې او يا يې ورته ليوالتيا وه .

اوس هم دا ډول خبري پوښښونه (( ٤٥)) په سلوکې جوړوي . هغه خبرونه چې انساني علاقه په کې زياته ده هم په چټکۍ سره ددوديدو په حال کې دي .

داتيايمې لسيزې په پېل کې دټولو خبرونو يولس په سلوکې دا ځانګړتياوې لري . چې له هغه وخته تراوسه پورې داشمېره له دوو ځلو نه هم زياته شوى ده .

دردناکې پېښې ، زيات ظلمونه ، فجايع ، اوس دخبرونو زياته برخه جوړوي . د اتيايمې لسيزې له پېل نه په هغه څه پورې تړلي خبرونه چې که ستاسې په کار راشي هم دپام وړ بدلون يې موندلى دى .

هغه ځانګړتياوې چې دنرم خبر په توګه پيژندل کيږي ، دخبرونو په بې سارى منځپانګه بدل شوي دي .

نرم خبر پلورل کيږي همداسې نه ده ؟ نرم خبر په بازار مونده او دلوستونکو دمطالعې په برخه کې ژورې ريښې لري . چې داددې ښودنه کوي چې پربوختياوو ولاړ خبرونه کولى شي چې مخاطب دځان په لورى جلب کړي . تلويزيوني دستګا (( دنرم خبر )) په خپلولو سره خپل ليدونکي زيات کړي دي . او دنرم خبر پربنسټ جوړ شويو ليډونو د ورځپاڼو لومړنيو پاڼو او مخونو ته لار پيداکړې.

دسيمه ييزو تلويزونونو دخبري خپرونو منځپانګه جنايي خبرونو نيولې او دخبرونو مهم سرليکونه جوړوي ، ځينو مهمو لويو خبري ټولنو دخپلو خبرونو سېستم ته تغير ورکړى . د NBC تلويزيون پر (١٩٩٧) کال په خپلو شپېنېو خپرونو کې دفيچرونو دزياتولو اودسختوخبرونو دکمولو اقدام وکړ او په دې چاره کې يې له بهرنيو خبرونو څخه ګټه واخېسته .

په دې توګه دنرم خبر ستراتيژي همېشه بريالى نه وي اوجوته ده چې درسنيو د ليدونکودشمېرې په لوړاوي کې له هغې دګټې اخېستنې چاره دمبالغې ترحده رسيدلى ده .

دسيمه ييزو تلويزيونونو خبرونه ترپوره وخته دليدونکو له کموالي سره مخامخ نه شول په داسې حال کې چې دتلويزيوني چينلونو دليدونکو بيې او دورځپاڼو چاپ شمېر له زياتو زيانونو سره مخامخ ؤ .

سيمه ييز لوستونکي او اوريدونکي ثابت پاتې ؤ . مګر په څوتيرو کلونو کې دسيمه ييزو تلويزيونونو خبرونو يوڅه يو په څلورمه برخه خپل مخاطبين وبايلل . دا رپورټ دعوه نه کوي چې څېړنيزو مطالعاتو چې دنرم خبر دستراتيژۍ پيدايښت داصلي زمينې په توګه ناسم دى ، دهغې لاسته راوړنې له يو شمېر خبري ټولنو سره مرسته کړې ده ، چې په ښه توګه دخپلو محصولاتو لپاره بازار ومومي . مګر دا مطالعات اساسي محدوديتونه لري او داچې دا په يوټاکلي مهال متمرکز دي . دنرم خبر لنډمهالې او اوږدمهالې اغيزې ښايي متفاوتې وي . پراحساساتو تکيه کول ښايي په لومړي سر کې دخلکوپاملرنه راواړوي . اما پاى ته نه رسيدونکي احساسات ښايي سرچپه پايلې ولري . دخبر دسوداګرۍ تاريخ ښي چې اوږدمهالى څرنګوالى پراحساساتو او جذباتو بريالى شوى دى . او شواهدو ښودلې چې داېديهي (( اړين )) اصل درست دى .

دامريکايانو نظرونو ته په پام سره چې دننيوخبرونو په اړه يې ورکړي دي ، دا مطلب پيلوو .

امريکايان ننيو خبرونو ته په کوم نظر ګوري او څه فکر کوي:

امريکايان په ډيرو ښو شرايطوکې ننيو خبرونو ته بې تفاوته دي . زموږ په څېړنو او مطالعاتو کې (٤٩) په سلوکې دعوه کړې چې خبرونه (عالي) او يا (ښه ) په داسې حال کې چې (٥١) په سلوکې ويلى ؤ چې مناسب خبرونه ضعيف او وقار يې بايللى دى . په زيات اختلاف سره امريکايان وايي خبرونه (( اطلاع رسونه )) ده . هغوى خبرونه جالب او په زړه پورې ګڼي اما د زيات ټينګار له امله يې نه خوښيږي . فکر کوي چې منفي اغيزې لري او پراحساساتو ولاړي دي . هغوى له دې نظر سره چې ايا خبرونه (( سطحي )) يا ژور او بشپړ دي يا داچې پلوي کوونکي او يا بې پرى دى او توله يې برابره ده له لويه سره په دوو برخو ويشل شوي دي . زياتره يې دا دعوه کوي چې خبرونه درست دي ځينې نور خبرونه بې لارې کوونکي بولي .

امريکايان په دې باور لري چې دخبرونو څرنګوالى ټيټ شوى دى. په پنځو کې درې امريکايان وايي چې خبرونه ددې پرځاى چې ښه شي بد شوي دي . دا دهغو خلکو نظر دى چې په ترتيب سره خبرونه څاري . او له خبرونو سره يې سابقه دومره ده چې کولى شي دخبري دورو تفاوتونه ياد ته راولي . هغه خلک چې فکر کوي ، خبرونه نرم شوي دي . او فکر کوي چې خبرونه زيات احساساتي اوسطحي شوي دي همدارنګه زيات په دې باور دى چې دخبرونو څرنګوالى په بېړه کمزورى شوى دى .

امريکايان کوم ډول خبرونه زيات خوښوي ؟

په مخاطبينو پورې په تړلو څېړنو کې موږ ددې اندازې د معلومولو لپاره هڅه کوله چې مخاطبين زيات (( نرم خبر)) غوره بولي ؟ ، که ((سخت خبر))؟ ددې کار لپاره دا پوښتنه پيداشوه چې ايا دوې هغو خبرونو ته چې دلويو پېښو په باره کې وي اويا پراقتصادي چارو اغيز کوي ترجيح ورکوي او هغو خبرونو ته چې پرځانګړو پېښو لکه جنايي پېښې ، اورلګيدل او يا نورو فوکس کوي ، ځواب ورکوونکوپه ځانګړي ډول سخت خبر ته ترجيح ورکړه اودهغو خلکو شمېره چې وئيلي يې ؤو ، په عمده پېښو پورې تړلي خبرونو ته پرهغو خبرونو ترجيح ورکوي چې پرځانګړو پېښو راڅرخي . دوه نيم برابره دنورو ؤو . په بله پوښتنه کې نيمايي ځواب ورکوونکي چې لومړۍ ګڼه يې سخت خبر ؤو ، تردې وروسته هغوى ته دسخت خبر استعمالونکي وايو ، هغوى ټينګار کاوه چې غوره بولي چې نرم خبرونه کم وويني ، دهغو خلکو په پرتله چې لومړنى انتخاب يې نرم خبر ؤو (( له دې وروسته ورته دنرم خبر استعمالونکي وايي )) هغوى ټينګار کاوه چې سخت خبر په هماغه اندازه خوښوي او ګوري يې . نرم خبر جنايتونو ، اورسوزيدنې او پېښوپورې نه محدوديږي .

څوک خبرونو ته زياته پاملرنه کوي ؟

هغه نظر پوښتنه چې په يوې رسنۍ پورې زيات او ورځنى تړاو لري په هغوى پورې تړاو ورکوو . چې په مرتب ډول رسنيوته لاس رسى لري . په دې معيار سره (٣٣) په سلو کې امريکايان په منظم ډول ديوې ورځپاڼې مخونه لولي . (٣٣) په سلو کې په منظمه توګه سيمه ييز تلويزيوني کانالونه ګوري ، (١٠) په سلو کې دکيبلي تلويزيونونو يا دعامو تلويزيونونوخپرونې ګوري او (٢٤) په سلوکې راډيويي خپرونې اوري .

دسخت خبر مينه وال دخبرونو زيات کارکوونکي بلل کيږي . ددوى څلوېښت په سلوکې دنرم خبر دکارکوونکوپه پرتله په منظم ډول د ورځپاڼو پاڼې ګوري په داسې حال کې چې دا شمېره دنرم خبر په کارکوونکو کې (٢٤) په سلو کې ده . دټولو تلويزيونونو خبرونو ته په پام سره دا اندازه دسخت او نرم خبر دکارونکولپاره په ترتيب سره (٤٦) او (٢٧) ده . دا توپير دراډيو خبرونو ته دغوږ کېښودو په برخه کې زيات دى . (٢٨) په سلوکې دسختو خبرونو دکارونکو لپاره (١١) په سلو کې دنرم خبر دکارونکو لپاره يواځې دسيمه ييزو تلويزيونونو دخبرونو په برخه کې دي چې دا توپير کم دى . په سلوکې (٤٧) دنرم خبر هميشني کارکوونکي دتلويزيوني خبرونو ليدونکي دي . دا اندازه بيا په سخت خبر کې په سلوکې (٤٥) ده په خلاصه ډول دسخت خبر کارونکي دخبر دمخاطبينو ريښه او بنياد دى . زياته ليوالتيا دخلکو سخت خبر ته ده او هغه څوک چې سخت خبر غوره بولي زيات وخت پرې لګوي .

ايا نرم خبر دمخاطبينو له کموالي سره مرسته کوي ؟

نرم خبر درسنيو په صنعت کې دمخاطبينو دکموالي دحل اصلي لاره چاره ده لکه څرنګه چې مووړاندې اشاره وکړه دهغې اغيز په اوږد مهال کې پرعامو افکارو ډير زيان منونکي دى . نرم خبر کيداى شي له ټولو خبرونو سره مينه کمه کړي . داحتمال دسخت خبر دکارونکو په نظرونو ، عقايدو او چال چلند کې څرګنديږي . هغوى دکارونکو اصلي هسته ده مګر په سختۍ سره له ورځنيو خبرونو نه خوښ دي . دسخت خبر مينه وال دنرم خبر په پرتله ددې ليوالتيا لري . چې ووايي خبرونه دا ډول دي .

· دښـه يا بهتر پرځاى ، يواځې مناسب ، ضعيف او له کاره لويدلى دي

· دتولې دبرابر والي پرځاى ، له کېنې ډک اويو اړخ پورې تړلى دي .

· ددې پرځاى چې ښه شي ورځ په ورځ خرابيږي .

· ددې لپاره چې سم لوري ته لارښوونه وکړي ، بې لارې کوونکي دي .

· ددې پرځاى چې ژور اوسي ډير سطحي دي .

· دخوښئ راوړلو پرځاى ، خوښـي له منځه وړي .

· ددې پرځاى چې هيلې پيداکړي ، نهيلي پيداکوي .

· دمثبت پرځاى ، منفي لورى خپلوي .

· دمينې پرځاى ، سستوالى منځ ته راوړي .

دکار کوونکو دا ډول جدي ځوابونه په هره بله سوداګرۍ کې ښايي جدي ننګونه وي . له همدې له امله بايد اوس ددغه هېواد دملي خبرونو لپاره همدا ډول وضعيت وي .

اصلي مخاطبين له هغه ځايه چې خبرونه ترلاسه کوي ډيره کمه خوښي ښکاره کوي .

هغه حتى دنرم خبر دکاروونکو په نسبت ډيره زياته مينه لري چې اعلان کړي ، نور دپخوا په څېر له خبرونو سره مينه نه لري ، عمده دلائل چې ښـايي هغوى يې بيان کړي دنرم خبر په باره کې دى .

يوځواب ورکوونکي وويل (( جنايي او په نشه يي توکو پورې تړلي خبرونه زيات شوي دي .

نورو وئيل (( ددې پرځاى چې ښه شيان تر پوښـښ لاندې راولي بدو ته مراجعه کوي ))

د سيمه ييزو تلويزيوني خبرونو درسونه :

سيمه ييز تلويزيون لکه څرنګه چې وړاندې يې هم يادونه وشوه، ثابت اوريدونکي لري، چې دنرم او ګرم خبر کاروونکى دي. په نورو بازارونو کې، دنرم خبر کارونکي، ډير لږ دي، له سيمه ييزو تلويزيوني خبرونو سره، د هغوى ليوالتيا د نرم خبر دمنځپانګې له مخې ده. چې په هغې کې موجوده ده، مګر خبرونه څومره کولى شي جذب وکړي، همدارنګه پر دفع کولو هم لاس برى لري . ځکه دګرم خبر کارونکي په هماغه اندازه سيمه ييزو تلويزيوني خبرونو ته ارزښت نه ورکوي .

ځکه داوريدونکو ديرى يې نه دى ايا داګمان درست نه دى چې سيمه ييزو دستګاګانو دنرم خبر له منځپانګې سره هغوى تښتولي دي .

نيوزلب : په دې وروستيو کې داسې څېړنې کړي دى چې د سيمه ييزو تلويزيوني خبرونو چې دلوستونکو له پلوه خوندي پاتې دى.

په دې وروستيو کې دمخاطبينو له کمي سره مخامخ شوي دي ؟ دا مطالعه له پنځوسوو تنو سره دخبرو اترو پائيله ده چې سيمه ييز خبرونه يې څارلي دي .

ډيرو وئيلي ددې له امله چې دارزښت وړ څه يې په خبري څانګه کې پيدانه کړل و هغې ته ځانګړي شوي ساعتونه يې راکم کړل ، دهغوى دلائلو دنرم خبر پروړاندې دشکايت لست پراخه کړى دى .

(( جنايي خبرونه له اندازې زيات )) په سلوکې ٣٤

تل هماغه پاتې کيدو شيان په سلو کې ٢٤

په ورځپاڼه ليکنه کې دڅرنګوالي بهير دسيمه ييزو تلويزيونونو ١٤٦ خپرونې په اصولي توګه څارلي ، نږدې دويمه ، دريمه دستګا يې ښه خبري کيفيت ولري په دې وروستيو کې يې مخاطبين زيات شوي دي ، اګر چې د (News lab ) څېړنې دسيمه ييزو تلويزيونونو خبرونه موخه ګرځولي دي .

دامريکا لويه راډيو (NPR) کړنه دافکري طرز تائيدوي چې سخت خبر زيات جذب لري ، (NPR) يواځې په ټوله امريکا کې خپرونې لري چې مينه وال يې له اتيايمې لسيزې نه راپديخوا زيات شوي دي .

د نرم خبر محدوديتونه :

نرم خبر په خبرونو کې ځاى لري حتى ځينې دسخت خبر کينه لرونکى ، کارونکى همدارنګه بېلابېل ډول نظرونه لري چې يو بوختوونکى رپورټ يا دنرم خبر پربنسټ جوړ شوى خبر خوښوي چې ورته وړاندې شي .

مګرنرم خبر ديوې خبري خپرونې لپاره يوکمزورى بنسټ دى له روانو چارو پرته يوشي .

نرم خبر کولى شي خبرونه خوندور کړي ، مګرهغه مهارولى نه شي ، سخت خبر په يوه نه په يو شکل لوستونکى تراغيز لاندې راولي .

دابه ډيره له مبالغې ډکه وي چې ووايو سخت خبر دخلکو دورځني تاريخ بيانوونکى دى ، مګر په ژوندانه کې کليدي انځور کاږي .

سخت خبر هماغه لکۍ لرونکى داستان دى چې پرموږ يې دير اغيز ښندلى دى او له يوې پيړۍ راپديخوا دا دليل دى چې ميليونونه وکړي يې دلوستو لپاره وخت بېلوي .

ومن الله توفيق

تبصره نسته

  1. دادیما خبره هم واورۍ سې تودخبردی انتخاباتو، مقرري اودخزانې میندلوته هم وایي اوسخت خبرديته وایی سي رئس یاوزيرله کاره ګوښه سواونرم اوسست خبرديته وایي سې که له ریس یا وزیرسکه غلطیانې وسې تاسوبه وارله واره خیزونه نه اچوۍ بلکه که هفته غواړی تاسویې میاشت وروسته خپروۍ اوکه سږکال داکارسوی وي تاسویې کال ته خپورکړۍ یاني پرده وروکۍ اوکه مودچانانونمک خوړلی وي بیخي ترتېرسۍ

    په احترام اووسلام ستاسوورورسپین ګل