داسي شواهد لرو چي اېران د طالبانو مرسته كوي
د امريكا د دفاع وزارت وايي طالبان سږكال ډېر پياوړي سوي دي، چي لامل يې ښايي په له قبايلي طالبانو سره د پاكستاني حكومت د سولي تړون وي.
د پنټاګان له خوا د امريكا د سنا مجلس ته لېږل سوى راپور وايي قبايلي طالبان پر افغان پوله بېخاره تګ راتګ كوي او څوك نسته چي مخنيوى يې وكړي.
دا په داسي حال كي ده چي د دفاع وزير رابرټ ګېټس هم پرون پر پاكستان د سرحدونو په ساتلو كي د ناكامۍ تور ولګاوه. ګېټس وويل پاكستان بايد د ډيورنډ پر پوله كلك امنيتي ګامونه اوچت كړي.
د سنا مجلس ته په لېږل سوي راپور كي راځي يوازي پاكستان نه دئ، چي له طالبانو سره مرستي كوي، بلكي امريكا داسي شواهد لري چي له طالبانو سره د اېران مرستي په زبات رسوي.
امريكا تر دې مخكي هم پر اېران تور لګولى و چي طالبانو ته وسلې وركوي، تېر كال افغان استخباراتو په بلخ او اېران ولايتونو كي د اېران ساخت داسي ماينونه ونيول، چي ويل كېږي طالبان په خپلو بريدونو كي كار ځني اخلي.