کور / تازه خبرونه / طالبانو پر تلوېزون لګول سوي بنديزونه ليري كړل

طالبانو پر تلوېزون لګول سوي بنديزونه ليري كړل


قبايلي طالبانو چي په كوهاټ كي يې د كېبل له لاري د تلوېزون پر ليدو بنديز لګولى و، خپله خبره بيرته واخيسته.
د پاكستان د كېبل نيټورك وياند اسد د ډان ورځپاڼي ته وويل: د طالبانو له خوا يې په كېبل كي د ځينو چينلونو د بيرته ايله كېدو پيغام ترلاسه كړى دئ.
د كوهاټ طالبانو د كېبل نيټورك ته اخطار وركړى و چي كه خپله شبكه بنده نكړي، دوى خپله او د كورنۍ غړي به يې ووژل سي.
كېبل نيټورك وايي دوى تر دې مرګوني اخطار وروسته له طالبانو سره مخامخ خبري وكړې او هغوى ورته د ځينو چينلونو اجازه وركړه.
د كېبل نيټ ورك وياند اسد وايي د پنجشنبې په ورځ يې د طالبانو څخه يو بل پيغام هم ترلاسه كړى، چي پكښي۱۲ نورو شبكو ته اجازه وركړل سوې ده.
په نوو چينلونو كي، د اقراء، جيو سوپر، بيزنس پلس، انيمل پلېنټ، CNBC، كارټون او څلور نور تعليمي چينلونوايله سوي دي.