کور / تازه خبرونه / باراك اوباما افغانستان ته راځي

باراك اوباما افغانستان ته راځي


د امريكا د ديموكرات ګوند كانديد اعلان وكړ، چي د جولاى په منځ كي به افغانستان، عراق، فرانسې، جرمني او انګلستان ته سفر وكړي.
باراك اوباما د امريكا په راتلونكو جمهوري رياست انتخاباتو كي چي د نومبر په مياشت كي ترسره كېږي، د ديموكرات ګوند كانديد دئ.
اوباما وايي دى به له نيژدې څخه د افغانستان او عراق په حالاتو ځان خبر كړي او وروسته به يې په باب د خپل حكومت پاليسي اعلان كړي.
له اوباما سره به افغانستان ته په سفر كي د امريكا د كانګرس غړي هم ملګري وي.