کور / تازه خبرونه / د انتخاباتو د نېټې د اعلانېدو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

د انتخاباتو د نېټې د اعلانېدو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ نننیو ورځپانو په خپلو ګڼو کې تر ډېره د افغان ولسمشر له خوا د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو د نېټې د معلومولو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپانې په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اعلان له مخې د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د راتلونکي لمریز کال د اوړي او مني تر منځ تر سره شي.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشر د انتخاباتو د دقیقې نېټې اعلان د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون صلاحیت ګنلی دی.

خو د مطلب د لیکونکي په وینا د سیاسي چارو افغان کارپوهان باوري نه دي چې دغه ټاکنې دې راتلونکی کال هم تر سره شي.

په مطلب کې د دغه کارپوهانو په حواله لیکل شوي چې د افغان حکومت امکاناتو او د ملي وحدت د حکومت د مشرانو نیتونو ته په پام سره به یاد انتخابات تر راتلونکي یو بل کال پورې هم تر سره نه شي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې ولسمشر غني په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو سره تر سلا مشورو وروسته پرېکړه کړې چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو تر انتخاباتو پورې به د ملي شورا دواړه مجلسونه خپل کار ته دوام ورکوي.

سرخط دا هم لیکلي چې ولسمشر غني په یاده موده کې د انتخاباتو لپاره د حکومت د تیاري ډاډ ورکړی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات په خپل وخت تر سره نه شول خو حکومت ورته ژمن دی او هڅه کوی چې راتلونکی کال تر سره شي.

خو د هېواد د سر مقاله لیکونکي په وینا په انتخاباتو کې شفافیت د ولس او نړېوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده چې باید د انتخاباتي کمېسیونونو غړي ورته پام او د ولس دې امانت ته درناوی وکړي.

د سر مقاله لیکونکې په اند د انتخاباتو له بهیر څخه د ولس، مدني ټولنو او نړېوالې ټولنې د څار موضوع هم ډېره مهمه او اړینه ده.