کور / شعر / اې سپيني واوري ـ د ماشومانو شعر

اې سپيني واوري ـ د ماشومانو شعر

spini_wawri_Qamosona_dat_com
اې سپيني واوري سپين لمنې
ولي نه اورې زموږ پر کلي
منم چي لاره دي اوږده ده
پر هسکه وريځه دي دېره ده
خو راسه راسه واورېږه
په خپلو ستورو وځلېږه
پرېوزه پر بوټو ښه يې اوبه کړه
تر سپين غلاف لاندي يې بېده کړه
ماشومان ټول په انتظار دي
ناني چيګان يې ستا پر لار دي
چي یخه پخه واوره راسي
پر مځکه، غر خوره ښکلا سي
راسه زموږ پر کلي راسه
بيا هر څه سپين کړه راسه راسه
اې سپيني واوري سپين لمنې
ولي نه اورې زموږ پر کلي

د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ لومړۍ نېټه، بون

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه

د ماشومانو له پاره دغه او نور مطالب پر kochnai.com هم لوستلای سئ.