کور / تازه خبرونه / جهاني:د هیوادد مشرانو په حق کې دې د بې حرمتۍ څخه ډډه وسي.

جهاني:د هیوادد مشرانو په حق کې دې د بې حرمتۍ څخه ډډه وسي.

دافغانستان د اطلاعاتواوفرهنگ وزارت داراواښاد غازي امان الله خان په درنښت کې رسمي اعلاميه خپره کړه چې کټ مټ يې خپروو
په افغانستان کي چي هر وخت د ترقۍ، تغییر او تنویر کلمات یادېږي نو د اعلیحضرت امان الله خان نوم به سم ورسره ملگری وي. د افغانستان په تاریخ کي به هیڅ مشر په دغه اندازه له خپل اولس او د هغه له ترقۍ سره د هغه په اندازه ژوره، صمیمانه او صادقانه مینه نه وي ښودلې. اعلیحضرت امان الله خان، په نړۍ کي د وخت د تر ټولو ستر استعماري طاقت په مقابل کي د سر پورته کولو او د جنگ د اعلانولو په افتخار خپل اولس په جوش او خروښ استقبال کړی او د غازي لقب یې ورکړی وو، د ارواښاد لپاره د آزادۍ ګټلو افتخار، د ټول عُمر لپاره پر افغانانو د هغه د درنښت امر کوي.
په ډېر تاسُف چي په دې وروستیو کي د ځینو ټولنیزو رسنیو څخه داسي ویناوي خپرېږي چي د افغانستان دغه اتل او ویاړلي شخصیت ته توهین پکښي سوی دی!
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي، ملي او اولسي ارزښتونو او همداراز، د عامه ذهنیت د ساتني په ټینګار توصیه کوي چي د غازي امان الله خان او د هیواد د ټولو مشرانو په حق کي د بې حرمتي څخه دي په جدي ټوګه ډډه وسي.
د هیواد د مشرانو په هکله څرګندوني دي، تاریخي پېښو ته په ژور پام، مسوولیت او احترام کېږي. د بیان د ازادۍ په پام کي نیولو سره به؛ موږ هیچا ته اجازه ورنه کړو چي د اساسي قانون پر خلاف، د هیواد د ملي ارزښتونو، عامه ذهنیت او شخصیتونو په هکله بې مسوولیته څرګندوني وکړي.
له بلي خوا ټول تاریخي شواهد او د هغه په وخت کي ټول لیکل سوي آثار د وطن، استقلال، اولسونو او ترقۍ سره د هغه د ژوري، بې کچه او پلرنۍ میني شاهدي ورکوي. اعلیحضرت امان الله خان به د افغانستان په تاریخ کي د تل لپاره د استقلال د موءسس او اعلیحضرت محمد نادرخان به د هیواد د ژغورونکي او ناجي په حیث یادېږي. زموږ ملي او ویاړلي مشران زموږ د تارخي او ملي نوامیسو حیثیت لري.
عبدالباري جهاني
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر