کور / تازه خبرونه / د چارو د ادارې پخوانی ريس سيد محمد حقاني په حق ورسيدئ

د چارو د ادارې پخوانی ريس سيد محمد حقاني په حق ورسيدئ

د افغانستان د اداره امور پخوانی رئيس مولوي سيد محمد حقاني د ورپيښي ناروغۍ له امله د ۴۴ کالو په عمر په حق ورسيدی.
ارواښاد حقاني په کندهار کي د اطلاعاتو او کلتور د ريس، په کابل کي د افغانستان د چارو رياست (اداره امور) او په پاكستان كي د افغانستان د سفير په توګه دندي اجرا کړيدي او په وروستيو کي يې د طالبانو د فرهنګي کميسون د مرستيال په توګه دنده لرله.


د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير وکيل احمد متوکل د نوموړي په اړه لراوبر ته داسي وويل:
ځوانيمرگ مرحوم مولوي سيدمحمدحقاني دصورت اوسيرت په لحاظ منلى شخصيت وو، دغوره اخلاقو خاوند اوجيد عالم وو، اداري تجربه او ديپلوماتيك لياقت يي دستايني وړ وو او همداز يي دينداري او مؤثر مديريت درلود. الله دي ورته خپله رضا او جنت ورپه برخه كړي.
دوستانوته يي جميل صبر غوارم زامنو ته يي دهغه مرحوم په شان د موفق اوممتاز ژوندون په هيله يم.
زماسره يي په هجرت او كندهار كي د تعليم او كلتوري خدمت د مهال داسي مثبت خاطرات سته چي تل به مي په ياد وي.
لراوبر ته د رسيدلو معلوماتو پر اساس د نوموړي جنازه سبا خاورو ته سپارله كيږي.