کور / تازه خبرونه / پنځوس تنه وژل شوي او اويا نور ټپيان دي

پنځوس تنه وژل شوي او اويا نور ټپيان دي

د خيبر ايجنۍ په تېراه كې يو ځل بيا د دوو ډلو تر مينځ نښته شوې چې پكې ګڼ شمېر كسانو ته مرګژوبله اوښتې ده  .


نښته له تېرو پنځو ورځو راهيسې دوام لري او تر دا مهاله پكې ټول ټال تر پنځوسو زيات كسان وژل شوي او د اوياوو تنو په شا و خوا كې ټپيا ن دي .


ويل كېږې چې په نښته كې ښكېلې ډلې يو پر بل د ماټر ، مزايلو او راكټونو بريدونه كوي .


د نښتې له امله سيمې ته د تګ راتګ ټولې لارې د لارويانو په مخ تړل شوې دي .