کور / تازه خبرونه / لوګر : سلګونو تنو د امريکايي ځواکو پر ضد لاريون وکړ

لوګر : سلګونو تنو د امريکايي ځواکو پر ضد لاريون وکړ

دلوګر دبرکي برک ولسوالي په سلګونوتنو امريکايي ځواکونو پرضد لاريون وکړاودهغه کليوالو دخلاصون غوښتنه يې کوله کوم چې تيره شپه امريکايانو نيولي دي .


لاريون کوونکيو دمرګ پرامريکا شعارونه ورکول اوويل يې چې که يې امريکايان کليوال خوشي نه کړي نو دوي به لاريونونوته دوام ورکړي .


لاريون کوونکيو دامريکابيرغ ته اور  ورته کړ اوله حکومت څخه يې غوښتنه کوله چې که چيري يې غوښتنوپه وړاندې مثبت ځواب ورنه کړي نودسور مخو روسانو په شان به ددوي په وړاندې هم جها دپيل کړي .


لاريون دلوګر دبرکي برک ولسوالي کې چې دوردګو دسيداباد ولسوالۍ سره په پوله پرته دي نن سهار لاريون پيل کړ .


تيره ورځ  دورګو دسيداباد ددرانيوپه سيمه کې طالبانو دامريکايانو درې ټانګونو ويشتلي وو اوپه کې سپاره امريکايان يې لمنځه وړي وو


دسيداباد ولسوالي چاروکي وايې چې امريکايانو اوس په دې سيمه کې عمليات پيل کړي اودهغه امريکايي جسد يې هم پيداکړي کوم چې تيره ورځ طالبانو له ځان سره بيولي وو .