کور / تازه خبرونه / د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ ته نوې ودانۍ جوړه سوه

د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ ته نوې ودانۍ جوړه سوه

د خوست د صبريو ولسوال ګل قاسم جهاديار وايي چې تر دې دمه يې خپلې ادارې چارې په  هغه زاړه ودانۍ پر مخ بيولې چې له نن نه نږدې پېنځه لس كاله وړاندې يواځې د څو مامورينو لپاره جوړې شوې وې.


ده وويل چې د دې ودانۍ په جوړيدو سره به يې  ټولې هغه ستونزې هوارې شي چې پدې برخه كې يې لرلې، دغه وداني څلرويش خوني لري او د ولايتي بيا رغونې ډلې لخوا يې په جوړولو يوولس نيم ميليونه افغانۍ لګول شوي دي.


د غونډې پرمهال چاروكو داهم وويل چې ډېر زر به  د ولسوالۍ د سړكونوپه پاخه ولو او د ښارګوټي په جوړولو هم چارې پيل شي، اود دې ترڅنګ د يوې ديني مدرسې پر جوړولو كار روان دى  چې په بشپړيدو به يې لسګونه ميليونه افغانۍ ولګول شي.


  صبري د خوست په كچه هغه سيمه ده چې د نورو ولسواليو په پرتله پكې د وسله والو طالبانو نفوذ زيات دى، او څه موده وړاندې همدا ولسوالي په يوه ځانمرګى بريد كې ويجاړه شوې وه.