کور / شعر / کبيرستوری

کبيرستوری

کبيرستوري صيب سره د خپل ژوند شپی ورځی دلته ډيری ښی تيري کړې دي او په پښتو، پښتون او پښتونولۍ باندی ډير مين ؤ. هغوی ته مخکی يو خپله زاړه قطعه سوغات کوم او بيا څو شعرونه می ليکلی دي هغه وايم، چې زه به کوم محفل ته لاړم هغه به ویل چی هغه قطعه درنه هيره نه شي!


انـسـان به وي خـو مسـلمان به ورته څـوک ونه وايی
چـې خــدای مــنـي او مــحـــمـــد رســول الله نه منـي


خـو هغه پښتون به دمور او پلار نه حرامي پيداوي
چـې پښـتو وایی او دې لابياهم پښتونخوا نه مـنـي


کبيرستوری


عــجـيــبـه غـوندی انسـان ؤ کبيرستوری
سـپين سپيڅلی مسـلـمان ؤ کبيرستوری


ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری
د هـــر چـا جــان او جــانـان ؤ کبيرستوری


واقــعـي چـې نــر افـــــغـان ؤ کبيرستوری
د ادب روح روان ؤ کـــــــبــــيــرســـتــوری


د بـــصـير او د نـــصـير ستوري کـه پلار ؤ
په مـونږ هم دځان نه ګـران ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری


د ادب اســــتاد يې ويــل اجـمل خټک ته
پــيـرو کار د بــاچـــاخــــان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری


کــه دســــوات دخــــان لا لا دچــوتي يار ؤ
زمـــونــږ هـــم د زړه درمان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری


شــاعــــرانـــو اديـــبـانـــو بــانــدی ورک ؤ
نه په مـــــــال ؤ نه په جــــان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری


ســر مـايــه يــې د ادب دومـــــره لـــــــرلـــه
جــــرمـــني کـې پـری ودان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری


مــيـلــمه دوسـت ؤهـم بـهـر او هـم په کلي
ســم ســـخـی ارســلا خــان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری


چـې هــر چا يې خوشبويي محسوسه وله
هــغــه ګــل د ګلــســــــتـان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری


دا مــنــم چــې وســيـده ښــکـته په زمکــه
خو لکــه ستوری داسمان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری


په هـــيـڅ شــان د هــيـريـدو نه دی اکـمـله
د هــــمـه پــــښــتــنـو ځــان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری


اکمل لېونی - لر افغانستان