کور / خبرتیا او پيغامونه / د زابل د ځوانانو په نوم سرخلاصی لېک

د زابل د ځوانانو په نوم سرخلاصی لېک


درنو قلمی ملګرو !


 دخوښی ځای دې چی نن زموږ هېواد او هېوادوال هم له هغه نوې ټکنالوجی او پرمختللی مېډېا څخه استفاده کولای شی چی څو کاله وړاندی ېې چا تصور هم نشو کولای .
که څه هم دا اسانتېاوی اوس ېواځی تر ښارونو پوری ځانګړې دی هېله چی په ډېر نژدی راتلونکې کښی به زموږ ولسوالې او علاقه داری هم لدې لاری له هېواد او نړی سره وصل شی .
له همدی چانس نه په استفادی سره نن موږ دخپل هېواد او په ځانګړې ډول د خپل ولاېت زابل په اړه دځېنو ستونزو او ځېنو راتلونکې متوقع حالاتو او امکانات په هکله د زړه خواله سره کوو .
زموږ ولاېت چی د کندهار او غزنې تر منځ موقعېت لری او مرکزی ښار قلات ېې د کابل او کندهار پر لوېه لار پروت دی . له جنوب لوری له اوسنې پاکستان سره پوله لری چی په نژدی راتلونکې کښي لدې لاری په لومړې ځل زموږ ولاېت ېو تجارتې او ټرانزېټی سټراټجک اهمېت لاس ته راوړلای شی .
د ډېری خوښی ځای دې په هغه ولاېت کښي چی ېو وخت د قلات په ښار کښي په اسانې سره قلم او کتابچه نه پېدا کېدله ، اوس دنجونو او هلکانو کتاری دسړک پر غاړه ښکاری چی د ښوونځی او مکتب پر لورې درومی . ېو وخت زه او زما تره هداېت الله فېضی له ښاسنخېلو څخه سپېنی غبرګی ته او له هغه ځاېه قلات ته په پښو راغلو خو له ېو څه ساېکل والا ، او موټرساېکل سوارو پرته نور ېو موټر هم موږ ونه لېد چی لاس مو ورکړې وای او تر قلات بازاره مو ځان پرې رسولای وای خو اوس ماشاالله چی کله سړی د قلات لوېه لاره کراسوی نو ډېر په احتېاط به تېرېږی هسی نه چی له کومی ترافېکی پېښی او ټکر سره مخامخ شی .
ېو وخت دلته د ټول ولاېت په سطحه موږ شاعر او لېکوال نه درلود او نه هم موږ کوم انجېنر او ېا هم فارغ تحصېل ډاکټر درلود . ولې اوس ډېر حالات بدل شوی دی او په نژدی راتلونکی کښي به له نورو هېوادوالو سره ېوځای زموږ د ولاېت هغه محصېلېن چی دهندوستان هېواد ته دخپلو زده کړو لپاره تللی وو له ډېرو تجربو ، علمې استعداد او کارنامو سره راستانه شی .
نن زموږ په ولاېت کښي د لوېو لارو د جوړونې کارونه په درز کښي پېل شوی دی له قلات څخه تر مېزانی او بېا له قلاته څخه تر شېنکی پوری سړکونه په اساسی او پاخه ډول سره پخېږی . لدې سره دېو بل سړک دجوړونې کار هم ترلاس لاندې دی چی د کندهار له دامان څخه تر سېوری او له سېوری بېا تر شېنکې او شملزو پوری چی بېا به د پاکستان تر پولې پوری جوړېږی چی درغاونې کار ېې اوس دامنېتی ستونزو له امله ځنډول شوی دی خو هېله ده چی په نژدی راتلونکې کښي به ېې کار بېرته پېل او بشپړ شی .
 ولې د ترقی او پر مختګ لپاره اوس هم ډېره لوېه لاره په مخ کښي ده چی ځېنی کارونه د حکومت او دولت پر غاړه دې او ېقېنا ډېر نور کارونه زموږ او ستاسو پر غاړه دې او باېد چی له خپلو دندو ځان خبر کړو .
لومړې زموږ ولاېت پراخی دښتې لری او د دښتونو په سرو کښی لوې غرونه دې چی پراخی ناوې لری . د ډېری لږ سرماېې په لګولو سره هلته داوبو بندونه جوړېدلای شی چی موسمې اوبه زخېره کړې او بېا ټول کال د اوبه خور کار ورنه واخستل شی او په لوېه پېمانه دبرېښنا تولېد ورنه ترلاسه شی چی ښه بېلګه ېې د اومکې دښته ده . دقلات دسېند پر غاړه ځمکه ترحده حاصل خېزه ده ولې په بارانونو کښي ددې زرعتی هغه خاوره چی ټول کال ېې دلمر د وړانګوانرجی په ځان کښي جزب کړې وی په ېو باران سره د ترنک رود ته د ټنونو په حساب شوه کېږی چی له ېولوری دشته کرهنېزو ځمکو لپاره لوې زېان دې اوله بل پلوه ددې خاوری په سبب دترنک د رودخانې زېاتری چېنې ډب شی او اوبه نه ورکوې .
زموږ ولاېت ددی تر څنګ معدنېات او قېمتی ډبری هم لری چی باېد د استخراج لپاره پری سرماېه کارې وشی او خلګ پکښی په کار ولګېږی . ددی هرڅه امکاناتو سره له امنېتی او سېاسی پلوه دا ولاېت په اوس وخت کښی له ېو نامعلوم سرنوشت سره مخامخ دې چی زما دلېک او خواله اصلې نکته ده .
بدبختانه په اوس وخت کښي داسی څوک نه ترسترګو کېږی چی  دولاېت په سطحه له ېوه لورې ټولو وګړو اوقامونو ته دمنلو وړ وې او بل لوری دهېواد په سطحه د اوسنې سېاسی وضعېت د پوهاوې او ارزېابی پوره وړتېا ولری . د طالبانو په دولت کښی ددې ولاېت ډېر وګړې پر لوېو چوکېو ګمارل شوی وو ولې له دوی نه ېو دېوال هم د ېادګار په ډول ندې پاتې چی دوی دې دلته کومه رغونه او خدمت کړې وی .
په اوس وخت کښي هم  تر اوسه پوری دلته نسبتا وړ او مخکښ اشخاص د منطقوی قومې [ قبېلوی ] تربګنېو ښکار دې او همدا سېاست ېې په مخه راخستې دی لدې نه پرته نور نه خپل ولاېت ته اونه هم ټول هېواد اوملت ته څه لرې . په دولتې ادارو محاکمو او پولېسو کښی زېات د نورو ولاېاتو اشخاص په دندو بوخت دی چی په ډېر ځله دنابلدتېا له امله د منطقی د امنېت ساتلو او د شخړو دحل لپاره ډېر څه نشی کولای . زموږ له ولاېت نه ملی شورا او پارلمان ته هغه اشخاص تللی دی چی نه ېې په تېرو دورونو کښي سواله چور او تالانه څه کړې دی او نه ېې په اوسنې دولت کښی سوا له دې چی د ولاېت رېاستونه ېې پر قامونو وېشلې ووبل څه ندې کړې چی هېڅ کارې ظرفېت ېې نه په خپله درلود او نه دبل چا اهلېت او وړتېا ته اهمېت ورکاوه . اوس دوی په کابل کښي د ښکلو ودانېو څېښتنان دې او په ولاېت کښي ېې هم ماڼې جوړې کړې دی چی دا ېوه ښه خبره ده چی دهېواد او ولاېت په ابادې کښي ېې برخه اخستې ده ولې دا نده څرګنده چی دا دومره لوې دولت دوی له کومه لاس ته راوړې دی ، هم ېې اوس دولاېت غټی دبېا رغاونې پروژی په ټېکه اخستې دی چی هېله ده دا اشخاص به په را روانو ټاکنو کښی د ښه مالې حېثېت څښتنان وې .

ولې زما قلمې همکارانو او باشعوره محصلېنو د هېواد او ولاېت راتلونکې جوړوونکو ځوانانو !



باېد موږ خپلې هڅې تر ېو څو ادبې غونډو او مشاعرو پورې ځانګړې نه کړو په رښتنې ډول سېاست اوپه سېاسی ډګر کښي کار او خدمت کول په اصل کښي د ملتونو تقدېر بدلولای شی .
راځی لومړې په ځان کښي سېاسی شعور پېدا کړو له اوسنې سېاسی سسټم او جمهورې سېاسی طرز تفکر سره ځانونه اشنا کړو .په جمهوری نظام او ټولنه کښي چی دخلګو دولت د خلګو لخوا تشکېلېږی او دخلګو دپاره کار کوې . دلته دقوی سېاسی ګوندونو او ېا اشخاصو له لوری هرڅه په خوله غوښتل کېږی د دولت او نړېوالی ټولنې پام  د غونډو مظاهرو او مېډېا له لاری دخپلې سېمی او ولاېت و ستونزو او اړتېاوو ته راګرځول کېږی .
باېد د وخت له نوې اېجاباتو ، اېجاداتو او ضرورېاتو نه ځان او ټولنه خبره کړو . او دحل لپاره ېې خپله مټې راونغاړو . نور د ډار او وېری وخت تېر دې په رب قسم هغه مرګونه چی ددې ولاېت کارېګرو به د دوکې او هرناېې د کوېلې په کانونو کښی هر کال زغمل که دخپل هېواد او ولاېت د ژغورنې او سمسورتېا په موخه وزغمل شی نو زموږ تقدېر به خامخا د تل لپاره بدل شی  .
توپک سالاران زموږ له همدې بی جراتې څخه ناوړه ګټه پورته کوې له ېو لوری اولس له طالبانو ډاروې اوله بل لوری له موقع نه په استفاده غواړی چی دتل لپاره خپل سېاسی سېوری پردې ولاېت غوړلې وساتی . ولې ددې خلګو سېاست او مفکوری نه ېواځی داچی زموږ د ټولنې دسېاسی هلاکت سبب ګرځی بلکه ټول هېواد له بدمرغېو سره مخامخ کولاې شی . ستاسو په وړاندې نه ددوی دا تبلېغات خنډ جوړېدلای شی چی زموږ غوندی خلګو ته د ټولنې جراسېم واېې او نه هم ددوی ناروا زر او زور ستاسو دهڅو مخه ډب کولای شی  .
باېد خپلې هڅی همږغی کړو ، خپلې له امنه او مېنی ډکې مبارزی ته پېل او دوام ورکړو پرې نږدو چی ځېنی خلګ زموږ وګړې او ټولنه د غلتو رواجونو ، قبېلوی ناوړه اختلافاتو ، او بدبختېو ښکار کړې

تبصره نسته

  1. ګرانه وروره احساس دې دستايلو دى پۀ رښتيا چې ته د ټول هيواد اوپۀ ځان ګړي توګه
    دخپل ولايت دابادۍ او ترقۍ غوښتونكى يي .خداى دى وكړي چې ستا سو ولايت سره دټول
    افغانستان دسولې امن او ابادۍ پۀ لور وخوزيږي ولې هغه څه چې ته پرې بايد فكر وكړې
    او ستاسو دولايت روښان فكره ځوانان ورته دحل مټې راونغاړي هغه پۀ تاسو كې دپاكستان
    د اى اس اى د افغان دښمنه پاكستاني ادارې ريښې غځول دي تاسو ورته پۀ خپله هم ادشاره
    كړې ده چې دطالبانو په وخت كې ددې ولايت زياد خلك پۀ لويو لويو پوستونو مقرر وه خو
    ته بايد دخبره په حوسليې سره واورې چې هغه پوستونه تاسوته ستاسو پۀ لياقت نه وه
    دركړل شوي بلكه د اى اس اى سره دوفادارۍ او دخپل كم عقل توب له مخې دركړل شوي وه او
    داخبره تاسو پۀ خپله هم واضح كړي او ويلي مو دي چې زمونږ په ښكار كې او
    معلم،ډاكټر،موټر،او نور وسايل پيداشوي دي . اياددې خبره پۀ ليكلو په وخت دې دشرم
    څومره احسا س كولو ؟ زه پوهيږم چې تاسو جناب رښتيا ويلي دي زه به ستاسو دولايت او
    خلكو د ناپوهۍ يوه ښۀ بيلګه وړاندې كړم چې ماپۀ خپله دقلات په ښار كې ليدلي ده
    :
    كه خداى مې غاړه نه بندوي نه د ۲۰۰۳ كال د سپرلي
    موسم وه قلات ښار ته ديوه ضروري كار لپاره تللي وم چون په ښار كې يو همدا زه وم چې
    سر مې لوڅ او ولباس مې سپين وه نو يوسپين ږيرې چې البته مريض به وه زما په ليدلو
    ډير په منډه راغي او مانه يي د خپل ځان دمايعنه كولو غوښتنه كوله هغه بيچاره ته هر
    هغه سوك چې پاك او سرلوڅي وګرزي ډاكټر ښكاريدلو .

    خير خفه نه شى زما هم
    هيواد دى بايد د ابادۍ او نيكمرغې لپاره يي مټې راونغاړه او بياخو دزابل اكثره خلك
    پښتانه دي زه پرې يقينان درديږم ستان ته او ستاسو پۀ شان نوروځوانانوته زمامشوره ده
    چې رازې پۀ خپل ولايت كې دغه شته دپاكستان جاسوسان چې هره ورځ انجينران،ډاكتران او
    دموسسوكارمندان وژني داصلاح لاره خپله كړو چې له دې خاور ولس له مرۍ ددې كم بخته
    خلكو چړه پورته شي او زمايقين دى چې دخلكو نه پوهيدلو اوجهل دې ته زميننه مساعده
    كړي چې پاكستا ن اى اس اى پكي نفوس وكړي او دخپل ځان دښمن يي وګرزوي