کور / تازه خبرونه / په پېښور کې د افغان ډیپلوماټ پر کور ډزي شوې

په پېښور کې د افغان ډیپلوماټ پر کور ډزي شوې

پېښور:په پېښور کې د افغان ډیپلوماټ “همایون یوسفزي” پر کور نامعلومه وسله والو ناتاره ډزي کړي او تر برید وروسته د پېښي د ځای څخه په تېښته بریالي شوي دي.همایون یوسفزی په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ د کونسلر د لوموړي سکرتر په توګه دنده ترسره کوي
.پېښه د پېښور ښار په ټاون سیمه کې رامنځته شوي، همایون یوسفزي رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې په پېښه کې مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوي خو دده کور ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
د پېښور امنیتي چارواکو ویلي چې بریدکوونکي دوه تنه موټرسایکل سپاره وه چې تر ډزو کولو وروسته یې د سیمي څخه پښې سپکي کړي دي، چارواکو همدارنګه وویل چې د پېښي په اړه یې پلټني پيل کړي.دا په پېښور کې د خپل مثل لومړۍ پېښه ده او تر دې دمخه دې ته ورته پېښه هلته نه ده رامنځته شوي د پېښي مسؤلیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی
.په پېښور کې افغان کونسل سید محمد ابراهیم خېل ویلي، چې د مالوماتو له مخې دا برید د دوو تنو موټر سایکل سپرو وسله والو لخوا شوی دی
. د نوموړي په وینا، دا برید په کلاشینکوف شوی او د کور دېوال پرې ویشتل شوی دی. دی وايي، داسې ښکاري چې د ښاغلي یوسفزي پر کور د کلاشینکوف یو بشپړ شاجور ډزې شوې دي. ابراهیم خېل زياتوي ٫٫ د افغانستان د دښمنانو او د سولې د بهیر د ګډووډوونکو کار دی٬٬.
د پېښور د پولیسو څرگنده کړې ده چې ، په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي