کور / تازه خبرونه / تازه خبر:دشينوارو په غونډه ځانمرګى بريد درانه تلفات

تازه خبر:دشينوارو په غونډه ځانمرګى بريد درانه تلفات

د جلال اباد ښار د درېيمې امنيتي حوزې په اړوندو كې د يوې چاودنې غږ اورېدل شوى دى. ويل كېږي دا بريد ځانمرګى او د ګولايي عربانو په ساحه كې د پارلمان د وكيل عصمت شينواري او ولايتي شورا د وكيل عبيد شينواري په كور كې د شينوارو د مشرانو پر غونډه شوى دى او شاوخوا وړې ډزې هم اورېدل كېږي.  د پېښې په ځاى كې د عبيد شينواري د پلار او د شينوارو د ملك كمين مړي هم ليدل شوي او پخپله د عبيد شينواري د ټپي كېدو او مرګ اوازې هم تودې دي.

د ولايت يوې سرچينې لراوبر ته وويل، بريد د ملك عثمان په كور كې شوى او تر اوسه د ۹ مړو ۱۵ ټپيانو خبر تاييدوي خو سرچينه وايي، د ټپيانو او مړو شمېر شايد زيات شي. تر دې دمه د پېښې د  تلفاتو په اړه نور دقيق معلومات په لاس كې.