کور / تازه خبرونه / دوردگو له تنگي څخه دلسگونو كورنيو بي ځايه كيدل

دوردگو له تنگي څخه دلسگونو كورنيو بي ځايه كيدل


 دوردگو ولايت دسيد اباد ولسوالي  په تنگي دره كې دتيري ورځي راهسي ځايې اوسيدونكي په ويره كې دي .
ددغي سيمي په امير قلا كې تيره ورځ د امريكايې ځواكونو دري ټانگه دځايې جنګياليو له خوا وه سوځول شول او   پكې سپاره ټول سر تيري ووژل 
 درپوټونو له مخي پر امريكايې ځواكونو له بريد وروسته ځايې جنګاليو د امريكايې ځواكونو ځني مړى هم له ځانه سره وړي وو چې دپرون ورځي تر پلټنو وروسته لا تراوسه ځني مړى لا دركه دي .
 له دغه بريده وروسته سيمه دامريكايې ځواكونو ، ملي اوردو او پوليسو له خوا قلابنده شوه او  چاڼيز عمليات يې  پيل  كړل چې دامريكايې ځواكونو د عملياتو او بمباري له ويري  پيښي ته نږدي كسانو چي ډيري ماشومان او ښځي ويي دخپلو كورنو پريښودلو ته اړ شول .        


 دوروستيو رپوټونو له مخي اوس هم په سيمه كې وضيت ترينگلي دي ، دامريكايې ځواكونو چورلكې په سيمه كې ټيټ پروازونه كوي او سلگونه ټانگونه هم ورسره دي . ديادوني وړ ده چې په دي وروستيو كې كابل ته په څوكليو ميټري كې پروت دوردگو ولايت  هم دلسگونو نا امنه پيښو كوربه وو. .