کور / تازه خبرونه / دماشومانو د اصلاح او روزني مركز مرستيال تښتېدلئ دئ

دماشومانو د اصلاح او روزني مركز مرستيال تښتېدلئ دئ

دهلمندولايت دماشومانوداصلاح اوروزنې مركزمرستيال داتوتنوماشومانوپه گډون تښتيدلي دي .


نوموړي ماشومان په نيشه روږدي كسان وواوپه دې اداره كې په دې موخه ساتل كيدل چې له نيشې څخه وژغورل شي چې دهمدې ادارې دمرستيال عبدالسلام په گډون ټول تښتيدلي دي.


دهلمندولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وويل  چې يادوشويوماشومانوپه نوموړې اداره كې يومحبس درلودچې تيره ورځ يې دمحبس دروازه ماته كړې اودوى دعبدالسلام سره يوځى تښتيدلي دي.


هغه زياته كړه چې پوليس  يې په لټه كې دي خوتراوسه يې كوم درك نه دى لگيدلى،نوموړي داهم وويل چې پوليس هڅه كوي چې ژريې  درك ولگوي.


ديادونې وړده چې په دې ولايت كې دالومړى ځل دى چې داسې ماشومان له زندان څخه په تيښته بريالي كيږي،خوپه دې ولايت كې زياتره نوي ځوانان په نيشه يې توكوروږدي شوي دي.


دعبدالخالق په نامه يوتن چې دامهال په لښكرګاښاركې كاروباركوي وويل چې هره ورځ ورته دخيرات په موخه ورته ټول نوي ځوانان مراجعه كوي ،هغه وويل كله مې چې له  دوى څخه پلټنې كړې نودتارياكوپه نيشه روږدي شوي دي،دده په ويناچې هره ورځ په لسگونه داسې ماشومان ورته مراجعه كوي.


همداراز۴۰كلن محمدنسيم هم چې په لښكرگاه كې دامهال هستوگن دى وايي چې په دې ولايت كې په نيشه دروږدوكسانومركزونه نشته كه شته هم دومره امكانات نه لري چې دټولوروږدوكسانودرملنه وكړي،


هغه وويل كه چيرې ددې ځواناولپاره په دې ولايت كې ددرملنې پراخ مركزونه اوددې ترڅنگ دكارزمينه برابره نه شي نوداشميره ورځ تربلې پورې لوړيږي دولت اونړيواله ټولنه بايددې ټكي ته كلكه پاملرنه وكړي.


داپه داسې حال كې ده چې په دې وروستيوكې دملگروملتونوهغه سروې چې په دې ولايت كې ترسره كړې وايي چې يوازې په هلمندولايت كې ۷۵زره تنه ځوانان په نيشه يې توكواخته دي ،يادې شوې سروې داهم ويلي چې ښايي په راتلونكي كې داشميره نوره هم لوړه شي.