علي احمدي:[…دنوي درسي ميتود او نوي تاليف لپاره ګټور دئ]

د لراوبر اداره | جون 28th, 2008


په کابل کي د ښوونکو د ورزني لومړني مرکز په کار پيل وکړ ،ددغه روزنيز مرکز پر جوړېدلو چي پنځه ميليونه امريکايې ډالر ه لګښت راغلى د ايران ددولت لخوا ورکول کيږي  ، د پوهني وزير حنيف اتمر ددغه روزنيز مرکز د شتون موخه  د ښوونکو لپاره د زده کړي  په لاره کي اسانتياوي برابرول وښودل .


ددغه رونيز مرکز د جوړېدو چاري درې کاله وړاندي د ايران د اسلامي جمهوريت لخوا پيل سوي وې ، د افغانستان دپوهني وزير محمد حنيف اتمر د دغه مرکز پرانيستل په  په هيواد کي د  پوهني په برخه کي يو مهم اقدام وباله .


په عين حال کي د افغان ولسمشرۍ دويم  مرستيال محمد کريم خليلي وايې  په افغانستان کي شپږ ميليونه زده کوونکو د پوهني د ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي .


د ايران د ښووني او روزني وزير علي احمدي وايې ددغه مرکز په شتون سره به افغان محصيلين د ايراني ښوونکو د فکري وړتيا او تجربو څخه ګټه واخلي او د نوې درسي ميتود د زمينې په برخه ، او د کتابونو د تاليف لپاره ګټوردى .

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024