کور / تازه خبرونه / بيت الله محسود له پاكستان سره د سولې تړون بېرته مات كړ

بيت الله محسود له پاكستان سره د سولې تړون بېرته مات كړ

د پاكستاني طالبانو مشر بيت الله محسود په خيبر ايجنسۍ كې د پاكستان له لورې دځايي مذهبي ډلوپر ضد  دعمليات د پيلېدو په غبرګون كې د پاكستان له حكومت سره د سولې تړون مات كړ .


محسود له يوې بريتانوۍ خبري سرچينې سره د خبرو پر وخت ويلي دي چې :


پاكستاني حكومت په سيمه كې د ټولو طالبانو پر ضد يو ځل بيا عمليات پيل كړل .ځكه خو ورسره د سولې شوى تړون ماتوي .


هغه په خپلو خبرو كې ويلي دي چې :


په خيبر ايجنسۍ كې د پاكستان له خوا د عملياتو تر بندېدو پورې له پاكستاني حكومت سره  هيڅ ډول خبرو اترو  ته اماده نه دى .