کور / تازه خبرونه / کډوال : دولت… مرسته نده کړې؛ د طالبانو له ويري بيرته نه …

کډوال : دولت… مرسته نده کړې؛ د طالبانو له ويري بيرته نه …


داد کابل ښار د قمبر د څلور لارې په سيمه کي د هلمند او کندهار کډوال دي چي دژوند له اسانتياوو پرته په توده هوا او په زړو کيږديو کې شپې اوورځي سبا کوي دا کډوال واېې چې روغتيايي او ټولنيزې اسانتياوې نلري اوژوندېې له سختو کړاوسره مخامخ دى. دوي وايي دولت د تير ژمي راهيسي ورسره دپام وړ مرسته نده کړې او وايي چي دطالبانوله ويرې خپلو اصلي سيمو ته هم نه شي ستنيدلاي .


په عين وخت کې په کابل کي ميشت کوچيان هم له ورته ستونزو څخه سرټکوې او له دولت څخه مرستو غواړي.


خو دکډوالو چارو د وزارت مسلکي  مرستيال عبدالقادراحدې واېې چي دا د هلمند او کندهار ريښتوني کډوال او د کابل بيوزله خلک دي ، نوموړي وايې چي داوزارت له کډوالو سره په خپلو سيمو کې مرستي کوي  .


يوشميرکډوال واېې نا امنۍ  دتيرو څوکلونو راهيسي ددوی په سيموکې زياتيږي او ډيرکسان دخپلوسيمو پريښودو ته اړ شوي،داچې دولت دنړيوالې ټولنې په مرسته دناامنيو مخه نه شي نيولاې نوخلک  به ترکومه پداسي ناوړه شرايطو کې  دکډوالۍ شپې سبا کوي؟