کور / تازه خبرونه / یو بریطانوی سرتیری په افغانستان کې وژل شوی دی.

یو بریطانوی سرتیری په افغانستان کې وژل شوی دی.

دبریطانیا ددفاع وزارت اعلان کړی دی چې یو سرتیری یې په افغانستان کې وژل شو او دوه نور یې ټپيان شوي دي ، ددفاع وزارت خپری کړی خبرپاڼې لیکلي پيښه د جمعې په شپه هغه مهال رامخ ته شوی کله چې د بریطانوي ځواکونو د ګزمې موټر په یوه بم ور وخوت، که څه هم دوی یې ځای ندی مشخص کړی ولې دومره یې ویلي چې دغه سرتیری د رویال لوژستیکي ټولګۍ هوايي پوځ سره په نظامي ماموریت بوخت وو.