کور / سياسي / دهند حکومت دسوبهاش چندرا بوس په اړه یولړپټ اسناد په ډاګه کړل

دهند حکومت دسوبهاش چندرا بوس په اړه یولړپټ اسناد په ډاګه کړل

پروفیسور عبدالخالق رشید  دنهرو پوهنتون استاد  – نوی ډیلی

http://images.indianexpress.com/2015/09/netaji-files-mamata.jpg

ممتا بنرجی  دتریمونل کانګرس مشره  (کالکاته )

دهندوستان د معاصرتاریخ په ترڅ کې  ددغه هیواد دیو شمیر مشرانو او سیاست والو په اړه یوشمیرداسې  پوښتنې شته چې تراوسه هم بې ځوابه پاتې دي ، داچي ولې  ؟  په  دغه اړه داسې ښکاري چې  یوشمیرمصلحتونه  په ځانګړو حالاتوکې دپاملرنې وړ وو ، په دې مانا چي هندي چارواکو او یاهم دهغوی حکومتونو نه غوښتل چي په یولړتاریخي پیښو باندې د خپلو ملي ګټو ؟ په پام کې نیولو سره له وخته دمخه تماس ونیسې او یو لړحقایق چي تر ویلو یې په نه ویلو کې ګټه په ملي کچه زیاته وه له عامو خلکو او څیړونکو سره شریک  نه کړي ، ځکه یې په یوشمیر حقایو  خولې پټې ونیولې  هغه چې  ترننه پورې  همداسې ناویلي او نا سپړلي پاتې دي، په دغو پوښتنو کې یو شمیر ان د هندوستان د عدم تشدد د مبارزې د سرلارې مهاتما ګاندي په اړه هم شته ، همداسې نهرو درواخلئ او له هغه وروسته یو شمیر نور چې دوی  دهندوستان د خپلواکۍ اتلان او ددغه ملت داوږدې مبارزې لارښونکي بلل شوي دي . په دغو ناویلوکې ترهرڅه دمخه دا مهمه ده چې دغه مشران د هند د آزادۍ په مبارزه کې څومره مخکښ او څومره ځان ساتي وو چې بیایې د انګریزانو په مقابل کې ناغیړي وکړه اودخپلو خلکو دغوښتنو خلاف یې پرسازشونو باندې لاس پورې کړ، چې پایله یې په تجزیه باندې پای ته ورسیده. په دغه ترڅ کې ترهرڅه مهمه داوه چې یوشمیرکسانو ولې سازش وکړ او یو شمیرنورولې په مخالفت کې ودریدل ؟ او په دغه مبارزه کې یې د سرکښۍ لاره ونیو ه لکه سوبهاش چندربوس چاچې د خپلې مبارزې په ترڅ کې له ګاندي او نورو ټولو سره په مخالف ډګر کې و درید ، خبره یې سیاسي ناندریو ته سره ووته ، ان چې ګاندي هم دهغه د تګلارې په وړاندې عکس العمل وښود او په مخالفت یې لاس ورسره پورې کړ ، د نهرو خو یې پروا نه کوله ، کیدای شي دغه  لاندې لیک هم دهمدغو توپیرونو پرلامل باندې لیکل شوی وي چي سوبهاش یې د جنګی جنایت په تور انګریزانو ته ور پیژندلی وي .

https://pbs.twimg.com/media/CZZlK4_U8AANxo4.jpg

سوبهاش د ۱۸۹۷ کال د جنوري په ۲۳ په کتک کې زیږیدلی دی ، لوړې زده کړې یې ترسره کړې ، دهندو ستان دخپلواکۍ له غورځنګ سره یو شو او په دغه بهیرکې یې رغنده او سرښندونکې مبارزه وکړه ، دده په ژوند کې د زیاترو څیړونکو په نظر دا لاندې ټکي ډیرمهم او دپاملرنې وړ دي :

–  دوه ځلې د کانګرس انتخابي مشر ،

– دهند وستان د فارورد بلاک مشر اود آزاد هند د ولایتې جوړښت بنسټوال .

ـ دهندوستان د خپلواکۍ لپاره د وسله والې مبارزې پلوی .

–  د پښتو نخوا او افغانستان له لارې جرمني ته رسیدل .

–  له هټلرسره کتنه .او له هغه  په دویمه نړیواله  جګړه د انګریزانو پرخلاف د مرستې غوښتنه .

ـ د جا پان په لور حرکت او په  ۱۹۴۳ کال د سوماترا نیول .

ـ  د ۱۹۴۵ کال په اګست کې لا درکه کیدل ، او د وروستي ځل لپاره د تایکو ( تایوان )  په هوایي ډګر کې لیدل ، چې ویل کیدل دالوتکې د لویدو په پیښه کې و مړ .

ـ د آزاد هند دپوځ جوړول .

http://www.ihr.org/images/jhr/v14/v14n2p-9_Montgomery3.jpg

سوبهاش چندرا بوس  له هټلر سره   ( جرمني ۱۹۴۲)

دا ټولې خبرې دده په اړه په تیره یو ه پیړۍ کې  د سوبهاش  په اړه وویل شوې ، دده د مرګ  په اړه ډول ډول خبرې  په بیلابیلو  وختو کې راپورته شوې، یو شمیر اسنادو او شاهدانو وویل چې  سوبهاش د الوتکي په پیښه کې نه دي مړشوي ، انګریزي او امریکایی استخباراتو له مخې سوبهاش تر ۱۹۴۹ کال پورې ژوندی و ، ځینی خو لا داهم لیکي چې هغه چین او روسیي ته ولاړ او هلته حالاتو ته په انتظار شو . دده په اړه د کي جي بې په آرشیف کې زیات اسناد خوندي شوي دي ، روسانو هم دغه اسناد نه خپرول ځکه نو دغه بندیز په خپل وار داخبره پیاوړې کوله چې کواګی سوبهاش له شوروی  روسیي سره په تفاهم کې و.

داچې  د سوبهاش چندرا بوس  په اړه هرڅه په تیاره کې پاتې شول  دا په خپله دهغې تګلارې پایله ده چې څیړو نکې یې دکانګرس په حکومتونواو مشرانو په تیره بیا جواهر لال نهرو او نورو باندې چې له انګریزانو سره یې ښه اړیکي درلودل ور اچوي . سوبهاش  د دویمې نړیوالې جګړې په تودو شپو ورځوکې جرمني ته ورسید ، هلته یې له هټلراو موسولني سره ولیدل او له هغه وروسته د جنوبي ایشیا په لور را وخوځید او دلته یې د آزاد هند د پوځ بنسټ کیښود چې دا په خپل وار د انګریرانو په وړاندې د وسله وال مقاومت یو بل سنګر شو .  دویمه نړیواله جګړه مخ په ختمیدو شوه ، انګریزانو ځانو نه بریالي وګڼل ، په هند کې هم د هغو په وړاندې چې د آزادۍ غوښتنې نارې یې وهلې چاپیرل تنګ شو ، د سوبهاش بابو خبره هم په دغه ټکی کې خلاصه شوه چې هغه د الوتکي په ټګر کې له منځه ولاړ. سره له دي چې انګریزانو پرضد دکانګرس مبارزه روانه وه ، دوی هم  نور ددې توان نه درلود چی دسوبهاش چندرابوس په اړه دي  زیات  څه په دوه لحاظ ووایي ، یو داچې هغه په کانګرس کې هم خپله تګلاره او خپل دریځ درلود چي ان د ګاندي لپاره هم د زغم وړ نه وه . بله داچې دی له جرمنیانو سره یو ځای شو ، ځکه نو د هند دآزادۍ په مبارزه کې دده او دده د تشدد  غوښتنې لپاره ځای نه و. دغه ټکی ددې لا مل شول چې د سوبهاش په اړه  کانګرس او دهغه مشران هم په بیلابیلو وختوکې څه له خپلو اکۍ دمخه او څه له خپلواکۍ وروسته بې تفاوته پاتې شول ، له خپلواکۍ وروسته هم کومو ډلواو دهغه یارانوچې د هند د آزادۍ په برخه کې یې دده د مبارزې یادونه کوله  او پلویان یې ول ، هغو ته هم چا پاملرنه ونه کړه . د سوبهاش بابو په اړه ټول هندي سیاست مداران لاس ترزنه او چوپه خوله پاتې شول ، کوم اسناد چې دده په اړه وو هغه هم د بیلابیلو کورنیو او باندنیو لاملونو له مخې د حکومت تر کلکه څارنه لاندې وساتل شول.

 

https://i0.wp.com/upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/d/da/Bose_Gandhi_1938.jpg

سوبهاش چندرا بوس  له ګاندي سره

له نژدې دوو لسیزو را په دیخوا په هند کې یو حرکت داسې رامنځ ته شو چې له حکومته یې په پرله پسې توګه د سوبهاش د ژوند ، په تیره بیا د دده د مرګ د وروستي برخلیک په اړه دا غوښتنه کوله چې  د حقیقت د روښانتیا په خاطر باید دغه اسناد نور دڅیړنکو او مورخینو په واک کې ورکړل شي ، په دغه برخه کې له دغو ډلو سره دسوبهاش کورنۍ ، دهغه لور اونورخپلوان هم ددغو اسنادو د خپرلو غوښتونکي ول ، دغه اسناد چې څه د انګریزانو او څه هم له آزادۍ وروسته د کانګرس د مشرانو  د نیتونو او دریځونو څرګندوی ووډیره موده له څیړونکو او مورخینو پټ وساتل شول  .

د همدغو اسناد زیاته برخه د روان کال د جنوري په  ۲۳ د سوبهاش دزیږیدو د ۱۱۹ کالیزې په ویاړد هند دلومړي وزیر نریندر مودي له خوا لکه چې د تیرکال په  نیمایی کې یې د سوبهاش بابو له کورنۍ سره وعده کړې وه په ډاګه شول . په دغو اسنادو سره  به څیړونکي وکولای شي چې نه یوازې د سوبهاش بابو په اړه نوي څه  رامنځ ته کړي بلکه د اسیا په دغه سیمه کې به د یو شمیر هیوادو هغه دریځو نه هم په ډاګه شي چې له سو بهاش سره یی خواخوږي او همدردي ښودلې وه او په اړه یې زیات معلومات نه وو خپاره شوي ..

http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/6/61/Bundesarchiv_Bild_101III-Alber-064-04,_Subhas_Chandra_Bose_bei_Heinrich_Himmler.jpg

سوبهاش په ایتالیا کې  ۱۹۴۳ کال

 

 په دغو اسنادو کې د افغانانو او افغانستان په اړه

                             کوم ټکي دپاملرنې وړي دي ؟

دغه اسناد دافغانانو لپاره لکه څنګه چې هندیانو ته مهم او دپاملرنې وړ دي همدومره  دافغانستان د معاصر تاریخ په اړه د اهمیت وړدي ،   سوبهاش چندربوس د افغانانو په مرسته  له کلکتي  راوو ت ، پښتو نخوا ته راغی ، بیا کابل ته راغی او له کابله بیا د روسيې له لارې تر جرمني پورې ورسید ، سره له دي چې دغه کیسه تر یو ه حده په ډاګه شوې او یو ه برخه یې علامه رشاد هم  د خپلو څیړنو او ژباړې له لارې زموږ په واک کې راکړه ، ( سوبهاش چندر بوس په افغانستان کې  دعلامه رشاد اثر دی چې تراوسه دوه ځلې په کابل او ډیلی کې چا پ شوي دي ) په دغه او یو شمیر نورو لیکنو کې هم د سوبهاش د سفر جزیات او تر جرمني پورې دهغه رسیدل په کیسه یي بڼه  ویل شوي دي . په دغوچاپ شویو لیکنو دسوبهاش پرهغو اړیکو باندې چي ده په کابل کې له روسی او ایتالوی سرچینوسره  جوړکړل مستنده رڼا نه ده اچول شوې . ترټولو مهمه داچي له کابله تر جرمني پورې  دسوبهاش رسیدل  نه دي په ډاګه شوي ،  یو شمیر کیسې شته چې هغه له تاریخي اسنادو سره یو شان نه شو بللای ، ځکه نو موږ هیله من یو چې په دغه برخه کې به دیو شمیر هغو سیاسي  او دولتي کسانو څیرې هم را برجسته شي چې په افغانستان کې یې له سوبهاش سره  لیدلي کتلي  او ده ته یې په دغه برخه کې د  سفر شرایط برابرکړي دي ، دا به ډیره ګرانه وي چې ویي منو چې سوبهاش  بابو له کلکتي تر کابله رسیږي او په کابل کې به هم یوازې اتم چند دده مرسته کړي وي او حکومت به نه وي پرې خبرشوي .  ؟ !

http://usercontent1.hubimg.com/5623500_f260.jpg

سوبهاش له جاپانی لومړي وزیر  سره په توکیو کې

 په دغو اسنادو کې دویم مهم ټکي چې باید زموږ له یاده ونه وځي ، هغه د غازي امان الله خان او سوبهاش چندربوس لیدنې کتنې دي ، ما له هندي په تیره بنګالي دوستانو دا خبره اوریدلې چې سوبهاش د ایتالیا د سفر په ترڅ کې په روم له غازی امان الله خان سره هم لیدنه کړې ده . خو ما تراوسه پورې په دغه اړه څه مستند نه دي لوستي او نه مې لیدلي دي ، ددغو اسنادو په ترڅ کې موږ په دی وتوانیږو چې که دغه لیدنه ترسره شوې وي یوڅه ومومو هندیان وایی چې  ګواکي امان الله خان له هټلراو موسولني وروسته دریم څوک و چې سوبهاش د انګریزي استعمار پرخلاف له هغه سره مشوره کړې ده ، په دغه اړه تراوسه تفصیلات نه دي خپاره شوي کیدای شي  په دغو اسنادو کې موږ هغه څه هم ومومو چې دهغو له مخي د سوبهاش او امان الله خان اړیکي دنړۍ په دغه حساس وخت کې په ډاګه کړي  . ما په دغه اړه د هند د ملی آرشیف  اسناد لټولي خو څه مې په کې ونه موندل . کله که  موږ پردغه اسنادو لاسبری مومو ، کیدای د سوبهاش د هغې خبرې په څنګ کې   چې  د افغانستان  د خپلواکۍ پرمهال یې هندوستانی ولس ته ویلي وو : « د آزادۍ درس باید له افغانانو زده کړو » نورجزیات هم ومومو ، داسې چې زموږ  ددوو انګریزي ضد اتلانو ( امان الله خان  او سوبهاش ) د ګډو هڅویو بیل څپرکي شی .

په دغو اسنادو کې  به دریمه مهمه موضوع سو بهاش او خدایی خدمتګار  او پاچاخان وي ، په دغه اړه هم  تراوسه پورې ډیرڅه نه دي خپاره شوي ، دهندي سرچینو له مخې  دا خبره روښانه ده چې سوبهاش له هنده  پښتونخوا ته دآزادۍ دتحریک د غړو په واسطه لارښونه او ورسول شو ، خو دا نه ده روښانه چې دی په څه شان او دکومو کسانو له خوا په دومره ډاډ سره لارښونه شوي او بیایې په غلجیو پټاني کالیو کې د استعمار له منګولو ځان تر کابل پورې رسولی دی .

پاچاخان د هندي مشرانو له هرڅه ، له هره نیته خبرو ، داچې چا مرسته ورسره  وکړه او چا غداري ، دغو ټولو خبرو ته ده هم  اشاره کړې ، خو د سوبهاش اوده د اړیکو په اړه داسې روښانه بیان  بیاهم زموږ په واک کې نشته اونه په دي پوهیږو چې سوبهاش له پښتنو مبارزینوسره څه ډول اړیکي درلودل ، آیا پاچا خان هم له ګاندي او نورو سره د سوبهاش پرخلاف جبهه کې و او که نه ؟

پای  

نوی ډیلی  د ۲۰۱۶ کال د جنوری ۲۵

.