کور / هراړخیز / “زيات مسلکي کار ته اړتيا لرو!”کندهار او اوسني مطبوعات

“زيات مسلکي کار ته اړتيا لرو!”کندهار او اوسني مطبوعات

مقصود ضمير Maqsoud Zamir

دا خبره، چي "زيات کار ته اړتيا لرو” کېدای سي کليشه وي، خو ما د مطبوعاتو په برخه کي چنداني نه ده اورېدلې. په رښتيا سره موږ د نورو برخو ترڅنګ د مطبوعاتو او رسنيو په برخه کي “زيات مسلکي کار ته اړتيا لرو!” دا کار په لوی سر(مرکز) کي يو څه، خو سيمه ايزه کچه بېخي نه دی سوی؛ ځکه په هيواد کي څورلس کاله وړاندي د نظام په راتګ سره د مطبوعاتو او رسنيو لوري ته د مرسته کوونکو هيوادونو، چي په سر کي يې امريکا راځي د بېلابېلو علتونو په ځانګړې توګه سره د ډيموکراسۍ د اساسي اصل، بيان ازادۍ له مخي زيات پام وکړ. له ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو وروسته د مرستو له کښمت سره اوس ورځ تر بلي مرسته کوونکي ادارې د مطبوعاتي ادارو د مالي ملاتړ کووني لاس اخلي او ورسره ترڅنګ يې هغه مطبوعاتي ادارې بندېږي، چي يوازي يې پر مرستو تکيه وله. د هيواد په کچه بېخي کمي مطبوعاتي ادارې، چي د ګوتو شمېر نه پوره کوي (ورځپاڼي، اونېزي، مياشتنۍ، مجلې) د مرستو له درېدو سره ـ سره سم فعاليت لري. په ښکاره توګه سره دا جراّت ځان ته نه ور کوم، چي ووايم” د مطبوعاتو او رسنيو په برخه کي مرسته په افغانستان کي مطبوعات تقويه کړل، که يې د پيسو پېدا کېدو وسيله کړه؟” ځکه په دې ډول سره په مطبوعاتو کي معنويت او مسلکيتوب له منځه وړل سوی وو او ټوله تکيله پر مرستو وله. اوس موږ زيات وخت ته اړتيا لرو، چي مطبوعات کرار ــ کرار له مادي کټي څخه وباسو، څو معنوی او ټولنيز ارزښتونه په خوندي کړو، خو دا کار به د څو کلونو وخت ترڅنګ غښتلي فکري او مسلکي کسان وغواړي، چي د دوی تشه په راتلونکي کي مسلکي د روزنو ادارو ته په کتلو سره بېخي نه ليدل کېږي. دا مهال ان ملي ورځپاڼي هم پر “کاپي او پېسټ” کمه تکيه لري، خو کندهار کي بيا ځيني اونيزي بېخي خبريال نه لري او يوازي يې دې ته ګونډې کت کړي وي، چي د کومه ځای يې “کاپي” او په کوم ځای کي يې “پېسټ” کړي، خو اونيزه يې رنګه او پر بېخي ښه کاغذ چاپ کيږي، چي مسلکي کس به بېخي فکر ورته يوسي، چي نو دونده مصرف د څه له پاره؟ په هيواد او په ځانګړې توګه اوس په کندهار کي د ورځپاڼي لوستلو کلتور بېخي کم دی. له ورځپاڼي او مطالعې سره نه لېوالتيا د وروسته پاته ټولونو داسي عادت وي، چي سړی به وایي دا عادت يې په خټه اخښل سوی دئ. خو کندهار کي دا عادت مخکي نه وو. وایي، چي “د ارامۍ په وختونو کي چي به طلوع افغان ورځپاڼه يا اونېزه او نوري خپروني چاپ سوې مځکي ته به نه پاتېدې” نو په کندهار کي بيا ولي اوس دا جال دود دونده کم سوی دئ؟ لومړی خو بېخي خلګ د ورځپاڼي يا مجلې له پاره انتظار نه باسي او که يې دکان او يا هم پر لاره ورځپاڼه خرڅونکی ورته درېږي فکر به کوې، چي ورځپاڼه خرڅونکی په زور پيسې ځيني اخلي. د مخکۍ لېوالتيا او اوس د نه لېوالتيا علت په چا کي دئ ؟ که د طلوع افغان ورځپاڼي يا اونيزي له پيل څخه تر هغو کلونونو پوري، چي په هيواد کي امن وو، امان وو (د نظام له پاره يو فکر او له خلګو سره يوه عقيده وه) په اړه مطالعه وکړو دا ورځپاڼه يا اونېزه د موادو له لحاظ څخه دونده قوي ول، چي اوس يې پرتله په اسيمه ايزه کچه د بلي ورځپاڼي سره نه سو کولای. د دې خپروني د وخت مسئوول مديران په رښتيا سره په ذهن پاخه او په مطالعه ماړه خلګ ول؛ نو له همدې کبله ورته د مسلک ارزښتونه او د خلګو خويونه ورته مالوم ول، چي خپرونو يې د مځکي مخ نه ليدئ ان يوه ګڼه به څو ډلو هم مطالعه کول. د وخت خپروني په ځانګړې توګه طلوع افغان ورځپانه لوستونکو ته د مهربانه ښوونکي په څېر وه، چي هره خبره به ورته رښتيا او هر مخ به ئې په ژوند کي د پرمختګ او ښېرازۍ راز ورته پرانستئ. تاسو د طلوع د ښه وړاندي کلونو ګڼي وګورۍ، طلوع څه خپرول او له کومه يې کول. خو اوس بيا هيڅ يوه ورځپاڼه له هغه معيارونو سره نه برابره هغوی يوازي ډېر ټینګار په غير ارادي توګه د ژړ (Yellow Journalism) تر تاثير لاندي د لومړی مخ پر رنګارنګ کېدو کوي او مطالبو ته کم پام کوي او تر ډېره پوري يې تکيه پر “کاپي او پېسټ” وي. نو بيا ولي خلګ د دې ورځپاڼو رانيولو ته زړه ښه کړي! يوه او دوې ورځپاڼي نو ته مه ښيه، چي د لوستلو له پاره ګوزاره کوي. استاد محمدمعصوم هوتک له څلوېښتو کالو له تاريخي پېښو څخه د زده کړي د سمينار له پاره په وينا کي وويل: “ موږ نيمه پېړۍ وړاندي په کندهار کي مکتب تجار درلود. له دغه غير پښتونامه مکتب څخه علامه حبيبي او علامه رشاد، مولوي محمدويس کاکړ او عبدالرحيم هاتف را ووتل، کله چي مو پوهنځی،فاکولته او ښوونځی، مکتب باله، پښتانه تر نن ورځ څو چنده پکښي زيات ول.” دا خبري مي تر همدې پوري وکړې؛ که نن په کندهار کي چاپي خپروني زياتي لرو او د يوې ښې ورځپاڼي تنده مو نه سي ماتولای، نو بهتره نه دي “کمي رسنۍ له ښو مسلکي ظرفيتونو سره؟ ” بېله شک څخه ناخوالو به خلګ ذهني نا ارامه کړي وي. ورځپاڼه نه لولي او اخستلو ته يې زړه نه ښه کوي، خو دې ټکي ته هم پام په کار دئ، چي رسنۍ مو د خلګو د زړونو مطابق مطالب هم نه خپروي. هغه رسنۍ، چي په تقريبي ډول تر نورو ښه دي مينه وال يې هم د دوی د زحمت په اندازه زيات دي.

وچ کلک خبرونه: 

دا نظر اوس تر ډېره پوري له ذهنه وتلی دئ، چي خلګ دي ورځپاڼه يوازي په رنګارنګ تصويرونو سره رانيسي او مطالب دي هيڅ زړه راکښون ونه لري. په نړۍ کي زياتي داسي ورځپاڼي سته، چي تېراژ (چاپ شمېر) يې تر میليون اوړي او د ورځي دوهم ځلي چاپ ته يې ضرورت پېښېږي. هيڅ داسي ورځپاڼه، چي وچ کلک خبرونه ولري، ځانګړي مينه وال نه لري؛ ځکه هغوی په هره بله ورځپاڼه کي دا خبرونه پيدا کولای سي او ضرورت نسته د يوې ورځپاڼي له پاره انتظار وباسي. 

په کندهار کي د سورغر خپرېدونکي اونيزي له (۱۳۸۴هـ کال.) څخه تر يو کال بالا د “چوپ سه چاته مه وايه” تر سرليک لاندي د ابراهيم سپېځلي کالم خپراوه. دا کالم ښه وچلېدئ. دوه درې نور کالمونه هم پيل سوه، خو د غځېدو مودې ئې لنډي ولې. د “چوپ سه چاته مه وايه” کالم ځيني جملې مي تر اوسه هم په ياد دي لکه: “داسي ويل کېدل، چي امريکا له طيارې څخه هر څه ويني. که تر پله لاندي موټر ولاړ وي موټر به وولي، خو پُل به هم تخريب نه سي. نو؛ بيا ودونه ولي بمبارېږي.” ما او زما ملګرو په هغه وخت کي دا اونيزه حتماً پيدا کول او لوستل مو، خو د بلي هيڅ اونيزي او ورځپاڼي له پاره مي انتظار نه دی استلی . نو د کالم ليکونکو دا خبره راته رښتيا ثابتېږي، چي وای” کالم دي چي یوه ورځپاڼه تل ژوندۍ ساتي.“ مګر بلي هيڅ يوې چاپي خپروني کالم نه دی خپرو کړی او که يې خپور کړي وي نو؛ ليکوال به يې د کندهار نه وي. چي کله يې ليکوال د کندهار نه سو، ښکاره خبره ده، چي د سيمي د خلګو د درد په اړه نه ږغيږي. په پښتو کي په تقريبي ډول کالم له (۱۹۲۸م کال.) راهيسي دود سوی دئ، خو تر هغه مخکي اردو ژبي کالم درلودئ. مګر د کندهار اوسنيو خبريالان ولي د خپلي سيمي د مخکني سياسي، فرهنګي او مطبوعاتي عظمت په درلودلو ځان له سيال سره سيال نه کړ، چي کالم ليکل يې مثال ياد کړو. 

د کمال ټکي: 

د نړۍ هيڅ مشهوره ورځپاڼه پر وچو کلکو خبرونو (دوی حمله وکړه، مړه سوه، زخمي سول، چارواکي وای) تکيه نه کوي؛ بلکي هغوی هره ورځ له زيات خبرونو څخه د خپل ليد لوري دوه درې خبرونه ټاکي او نوره ورځپاڼه په بېلابېلو خبري سټوريانو، تبصرو، خوندورو کالمونو او نورو مطالبو سره پوره کوي، په هر مطلب کي د خلګو غوښتنو او پوښتنو ته ځوابونه وايي او په دې سره دولتي اداره او چارواکي لړزوي؛ ځکه نو لوستونکي پر رامات دي. دلته کندهار کي دا مهال ځيني چاپي خپروني د اوسني وخت د ژورناليزم د غوښتنو سره سم خبري سټورۍ يو، تبصرو او کالمونو د نه لرلو ترڅنګ سرمقاله هم نه ورته ليکل کيږي. اوس په سيمه کي ډېر ورځپاڼه ليکونکي په دې عقيده سوي دي، چي بېله پروژې څخه د ورځپاڼي، اونيزي او يا هم بلي خپروني مخته بېول نا ممکن کار دي. په داسي حال کي، چي دوی د يوې ښې ورځپاڼه له مطالبو څخه هيڅ هم نه لري او نه هم کوښښ کوي، چي په دې برخه کي د مسلکي کسانو په جذب سره دي دا معيارونه حاصل کړي. اړتيا ده، ورځپاڼه او بله هره رسنۍ لومړی لوستونکي او ليدونکي ځان ته جذب کړي او تر هغه ورسته بيا د خپروني د خرڅيلاو او اعلاناتو له پيسو څخه د خپلو لګښتونو د پوره کولو توقع وکړي. خو زه بيا په دې باور يم، چي هيڅ يوه پرمختللې ورځپانه پروژه نه ده. څو کاله مخکي ۲۰۰۷ کال وو، چي د خپل يوه ملګري سره د پايواز په توګه سره کوټي ښار ته تللی وم. ملګري مي د ريحان په نوم يوه شخصي روغتون کي بستر وو. زه د روغتون په دوهم منزل کي د شپې تر ناوخته پوري يوازي ناست وم د هغه ځايه مي په هنداره کي يو بل دفتر ليدئ. اورې ځني کسان کمپيوټرانو ته ناست او په کار اخته ول. پوښتنه راته پيدا سوه، چي دوی څه کار کوي، چي تر دونده ډېره پوري اخته دي. بالاخره د ملګري د حال پوښتني له پاره نرس راغلی او پوښتنه مي ځي وکړه، چي هغه د فتر د څه شي دئ ؟ده راته وويل: دا د ورځپاڼي د فتر دئ. خو دا پوښتنه مي نه ځيني وکړه، چي کومه ورځپاڼه ده. زه بيده سوم خو دوی لا کار کاوه. دلته کندهار کي ما بېخي د ډېر داسي ورځپاڼه ليکونکي ليدلي دي، چي ماځيګر وختي او يا هم تر ماښام تر اذانونو پوري کار خلاص کي او د عامو خلګو په څېر کور ته ځي او خوب کوي که د شپې هر څه پېښ سول د ده يې د بلا سبا سهار نو؛ هغه ورځپاڼه خلګ څه کوي، چي وچ کلک خبرونه يې تېر ۲۴ ساعتونو راډيو ګانو په ډېرو ويلو شوړولي وي. يو ه عامه اصلاح ده وای”د هغه ملا په خبره کي به تاثير وي، چي عمل ورسره نلري.” نو که په همدې ورځپاڼه کي پر هغه ډاکټر نيوکه کيږي، چي د شپې سمه نوکرينه کوي ــ پوليس سمه کزمه نه کوي پلانکی او پستانګی داسي نه کوي؛ نو خبره کي به يې څه تاثير وي، چي دی خپله د شپې کار نا سم لا څه بېخي يې نه تر سره کوي. ما له هغه وخت څخه هم مخکي دا دعا وي کولې، چي يو وخت به داسي هم راسي، چي زموږ مطبوعات دي بيا تر پاکستاني ښه او مسلکي سي. تر اوسه پوري خو نا اميده وم؛ مګر د راتلونکي له پاره په دې سيمه کي د مطبوعاتو د پاللو له پاره زما په اند له خينو ځوانانو څخه اميدونه ليدل کيږي، خو تر هغه وخت پوري لا نه، چي اړيکه لرونکي کسان د مطبوعاتو په ډګر کي پروژو ته غلي ناست وي او هيڅ اصلو ته د ژمنتيا تمه ځيني نه سي کېدای. د ۲۰۱۴ کال په پيل په کندهار کي د يوې نوي پيلېدونکي اونيزي د مسئوول مديريت له پاره وټاکل سولم. ډېر هيلي مي ژوندۍ سوې، چي د همدې ځايه به د ښه مطبوعاتو په برخه کي کار کوم. په همدې ورځ مي په خپل مسلک کي له ځينو پوهو سړيو سره د هيواد دباندي او داخل خبري هم وکړې، خو د همدې ورځي ماښام ناوخته وو، چي زنګ راغلی او د هغه د فتر يوه کارمند راته وويل، چي ستاسو له ملګرو څخه فلانکي زموږ تمويله ونکي ته زنګ وهلی او ورته ويلی يې دي، چي زه يې تر ده (ضمير) ۲ سوه ډالره ارازانه دا وظيفه کوم. هغه وو، چي دا کار سره وشکېدی، خو دلته د هغه اونيزي په اړه نور څه نه وايم … د ژورناليزم او په ځانګړې توګه د مطبوعاتو ډګر ګړندي او لايق کسان غواړي هغوی، چي په هره خوا کي پوښتنه ولري، دا پوښتنه د خلګو بولي او ځان او ملګري مسئوول بولي، چي د خلګو د پوښتنو او غوښتنو له پاره بايد ځواب پيدا کړي. هغه کسان، چي د مطبوعاتو په برخه کي پروژې عملي کوي تر هغه وخت پوري به يې ښه وخوري، چي څو يې تمويل کوونکي وي، خو هغه کسان، چی مطبوعات يې د خپل مسلک په توګه ګرځولی وي؛ هغوی د مسلک، خلګو او د ټولني ټولو معنوي او مالي ارزښتونو ته وفادار خلګ دي او خدای به کوي دوی به کوي، چی په دې سيمه(لوی کندهار) کي به دا مسلک رښتنۍ ثابتوي. غوښتنه مي همدا ده، چي پيسه خوښوونکي دي د هيواد او خلګو په خاطر له دې سپېڅلي مسلک څخه لاس واخلي او مسلکي خواخوږو ته دې پرېږدي، څو دا مسلک په کرار ــ کراره سره په کندهار کي د بريا او مسلکيتوب لوري ته بوځي.

د مطبوعاتو او رسنيو مسئوولين بايد ژورناليزم ته د مسلک په توګه احترام وکړي، د خوښي، ذوق او علاقې پر بينا نه.

د مطبوعاتو او رسنيو مسئوول دي ایډيټران د ژورناليزم مسلکي او په ژبه کي د وړتيا په اساس وټاکي.

هغه ځوانانو ته دي د ژورناليزم په برخه کي د کار لومړيتوب ورکړه سي، چي مسلکي وي؛ نه دا چي د ژورناليزم سره علاقه ولري؛ ځکه علاقه والا کسان، چي زړه وي تر هغه وخت پوري کار کوي.

ژورناليزم د پېسو مسلک نه دي او نه دي هم څوک د دې غوښتني د پوره کېدو له پاره ژورناليزم ټاکي.

که، چيري يادو ټکو ته پام ونه سي، فکر نه کيږي، چي په راتلونکي کي د ښو مطبوعاتو درلودونکي سو. په دې برخه کي د “کندهار کلتوري مرکې” غوندي منل سوې کلتوري بنسټونه کولای سي، د مطبوعاتو او رسنيو د اصلاحاتو په برخه کي لازمي مشورې وړاندي کړي. نو هله به ژورناليزم د څلرمي په قوې په توګه سره په سيمه کي ثابت سوی وي.