کور / سياسي / ژمنې بايد په عمل کې ثابتې شي..!

ژمنې بايد په عمل کې ثابتې شي..!

خوشحال آصفي sefikhoshal a

له افغان حکومت سره د سولې د رسمي خبرو تر پیلیدو مخکې؛ د پګواش پهنوم یوې مرستندویه نړیوالې موسسې په نوښت د تيرې شنبې او یکشنبې پهورځو د قطرپه پلازمینه دوحه کې؛ د طالبانو، مدني ټولنې او یو شمېر خپلواکوافغانانو تر منځ غونډه ترسره شوه. په تيرو څوارلسو کلونو کې د افغان سولې پروسې اړوند په بيلابيلو ځایونو او وختونو کې بيلابیلې غونډې او څو اړخيزې ناستې ترسره شويدي. په ډیری دغو غونډو کې پخپله د جګړې ښکيل لوري، افغان دولت او وسله وال طالبان او  تر څنګ يی دريمګړي هم شتون درلودلی دی. ډیری وخت دغو غونډو ته د هيله مندۍ په نسبت ناهيلۍ به زياتې وې. ځکه يا به د افغان لوري ټاکل شوي پلاوي جوړښت مناسب نه و، يا به د وسله والو طالبانو د پلاوي په کره والي شک شتون درلود، او يا به هم د بيلابيلو هغو کړيو له لوري چې په جنګ کې ګټې ويني؛ د غونډې اړوند منفي تبليغات شروع و او خلک به په لوی لاس نهيلي کيدل. خو دا ځل دغې غونډې؛ له جنګه ستړيو او کړيدلو  افغانانو په زړونو کې د سولې هيلې ټوکولي دي. تر ډیره داسې څرګنديږي چې وسله والو طالبانو سولې ته شین څراغ روښانه کړی دی.

په داسې حال کې چې په عمومي ډول د وسله  والو طالبانو له لوري پهځانمرګو بريدونو،د سړک د غاړې په چاودنو او نورو بريدونو کې ملکیانو تهزیاتې مرګ ژوبلې اوړي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري پر کلیو اوهستوګنو سیمو د بې هدفو بریدونو په پايله کې ملکیان زیات وژل کېږي؛ وسله والو طالبانو دا ځل په يو بې ساري اقدام کې د قطر په غونډه کې د ملکیانو دمرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره ژمنې وکړې. دوی نه يوازې دا چې د ملکيانو د سر خونديتوب ته ځانونه ژمن وښودل بلکه ژمنه يي وکړه چې نور به پر ټولګټوپروژو هم بریدونه نه کوي. د راپورونو له مخې طالبانو حتي ژمنه وکړه چې دټاپي، عینک، کمال خان، سلما او دهلې بندونو په شان له ملي پرمختیاييپروژو سره کار نه لري. دا لومړی ځل دی چې طالبان رسماً په یوه نړیوالهغونډه کې د افغانستان د عام المنفعه پروژو پر ضد نه یوازې د اقدام نه کولوژمنه کوي بلکې د هغو ملاتړ کوي. همدا راز بل د ستاينې وړ اقدام يی دا دی چې د «اسلامي اصولو، ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې» مدني فعالیتونو، دبیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته ځان ژمن بولي.

که څه هم افغان ولس د وسله واو طالبانو د دغې نوي دريځ هرکلی کوي خو د وسله والو تير تاريخ او جناياتو ته په کتو؛ په اوسني نيت او ژمنې يی هم شک لري. ځکه تر دې پخوا د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري دسلما، کجکي، کمال خان او بخش اباد دپروژو د مخنیوي ښکاره هڅې شويدي، په ځانمرګو بريدونو کې تر ډيره ملکيانو ته د سر او مال زيانونه اوختي دي، د جاسوس په نوم يي ښوونکي، ملا امامان او مخور وژلي دي او همداشان په ډیری ځايونو کې ميرمنې د صحرايي محاکمو قرباني شوي دي. نو د وسله والو مخالفانو تير تاريخ ته په کتو اوس هم د دوی په دغې نوي دريځ سل په سلو باور نه شي کيدلای.

دا سمه ده چې په اوسنيو شرايطو کې د پګواش نړيوالې موسسې په نوښت د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره وروستۍ ناسته د دواړو لورو لپاره د باور فضا د رامنځته کولو په موخه يوه لاسته راوړنه ده او دا هم بايد ومنو چې د افغان دولت له لوري د وسله والو طالبانو د دريځ روښانه کول يو پرمختګ دی خو د پوښتنې وړ خبره دا ده چې وسله طالبان به څومره په خپل دغې وروستي دريځ ولاړ اوسي؟

افغان ولس نور له جنګه او وينې تويدنې ستړی شوی دی او سوله يي ستر ملي ارمان دی خو دا ارمان يي بايد په ټوله معنا او رښتينې توګه پوره شي. يو ځل بيا هم وايو چې افغان ولس د وسله والو طالبانو وروستی دريځ چې ځانونه د ملکيانو د سر خونديتوب ته، د ټولګټو پروژو د امنيت ساتنې ته او د«اسلامي اصولو، ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې» مدني فعالیتونو، د بیانازادۍ او د ښځو حقونو ته؛ ژمن بولي؛ هرکلی کوي خو له وسله والو طالبانو څخه د هيواد د بچيانو په توګه غوښتنه کوي چې په خپلو ژمنو ودريږي او نور په هيواد کې د هيڅ افغان وينه تويه نشي او هيڅ عام المنفعه ځای ته زيان ونه رسيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي