د ملګرو ملتونو د امينت شورا د زيمپاپوې د تاکنو … اندېښنه

د لراوبر اداره | جون 28th, 2008


د ملګرو ملتونو د امنيت  شورا د زيمپاپوې د تاکنو په اړه د دولت له  پريکړې څخه انديښنه څرګنده کړه.


دغه  شورا ويلې چې په زيباپوې کې دآزادو  او عادلانه ټاکنو  لپاره  زمينه برابره نه ده، خو د نا مشروع  ويلو څخه يې هم  ډډه کړې ده د مخالف ګوند مشر  مورګان چانګيراې دغه انتخاپات تحريم کړي  دي، نوموړې وايې چې ددغه هيواد پوځيانو خلک ګواښلې که چيرې د دولت مخالفو ته  راې ورکړي وبه وژل  شي.


چانګيراې د نړيوالې  تولنې  غوښتې چې دغه تاکنې رد کړي .  په همدې حال کې د اروپا  اتحاديې او امريکا  دا  تاکنې  په مانا په ګوته کړي. د رپوټونو پر بنسټ  په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډير کم و او د ولسمشر موګابې بريا  چې د تاکنو  يوازينې کانديد دې حتمي دې.


د انتخاباتو څخه د ملاتړ په نامه  شبکې ناضرانو د رپوټ له مخې د زمبابوې  په کليو او پانډو کې  ډير خلک  په زوره  د راې  اچونې مرکزونو ته اړ شوي دي. د نړۍ اته ستر صنعتي  هيوادونه چې  په جاپان کې سره  غونډه  لري ويلې چې  هغه دولت نه منې چې  په هغه کې د زيمپاوې  د خلکو اراده  نه وي منعکس شوي. په دغه راې ګيري کې چې  مخالفانو د مپارزې څخه لاس اخيستې او  د نړيوالو څخه د تاکنو د ځندولو غوښتنې  سره سره ټاکنې تر سره شوې.

Copyright Larawbar 2007-2024