دوه سيال د خپلو پلويانو په راټولو يو ځای سره و درېدل video

د لراوبر اداره | جون 28th, 2008


د لومړي  ځل لپاره هيلارې کلنتن  او اوبا  د جمعې په ورځ  د امريکا د  يو نيتي  په ښار کې د خپلو پلويانو په راتولو سره  يو ځاې ودريدل.  په مقدماتې اتنخاباتو کې  دواړو د نوموړي ښار څخه  يوه اندازه راې اخيستې وې.  که څه هم چې هيلرې کلنتن مقدماتي ټاکنو کې پر اوباما ډير لفظي  بريدونه کړي و خو نوموې  د خلکو وغوښتل چې  د نوامبر د ولسمشرۍ ټاکنو کې دې اوباما ته راې ورکړي.  اوباما د تولو ديموکراتانو څخه وغوښتل چې  په انتخاپاتو کې له هغې سره  يو ځاې شي او ورته تبليغ وکړي . 


په يوتين ښار کې دغې غونډې وښوده چې دا دواړه يو بل ته اړتيا لري. اوباما هيله لري چې  هغه  اتلس ميليونو وګړو چې په مقدماتې ټاکنو کې  کلنتن ته راې ورکړي د دې څخه ملاتړ وکړي. سناتور کلنتن د مقدماتې ټاکنو کې ٢٢ ميلونه ډالره پوره وړې  شوې ده  چې د سناتور اوباما د پلويانمالي مرستو ته  سترګې  په لاره ده.


د لبنان په شمال کې د يو چاودنې له امله  چې  په يو ه کورکې  شوې  يو تن وژل  شوې  او اولس تنه  نور ټپيان شوې چې ډيرې ماشومان او ښځې دي. دغه چاودنه د شنبې په ورځ  په يوشپږ پوړيزه ودانې کې  شوې ده ويل کيږي چې ددغه ودانې لومړې پوړ او پلورنځې زيانمن شوي دي  . ددغې سيمې ډيرې  اوسيدونکې چې ددولت پلويان اود سوريې مخالفان دي  تير اونې د دولت د پلويانو او د جزب الله د پلويانو د نښتو دګر و.


لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024