کور / تازه خبرونه / لغمان: د دولت او طالبانو په نښته کي ۶ کسه مړه او ژوبل دي

لغمان: د دولت او طالبانو په نښته کي ۶ کسه مړه او ژوبل دي

په لغمان کې د افغان امنیتي ځواکونو مخالفو وسلوالو تر منځ په دوو بېلا بېلو وسلوالو نښتو کې ۶ تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د قلعه خان، کړپۍ او ترنګ په سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسلوالو تر منځ په وسلواله نښته کې دوه تنه مخالفین وژل شوي او دوه تنه نور یې شدید زخمیان شوي دي چې له سیمې د تېښتې پر مهال له ځانه سره وړي دي.Afghan army police

د یادونې ده چې په دغه نښته کې یو تن محلي پولیس هم شهید شوی دی.

بل لور ته نن د الینګار ولسوالۍ د تپاک په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو پر مهال مخالفینو پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې کړي چې د ځوابیه برید په پایله کې دوه تنه مخالف وسلوال زخمیان شوي دي.