کور / سياسي / “جګړې په ماهیت کې ډېر توپیر نه دی راغلی”د ژغورنې څرک

“جګړې په ماهیت کې ډېر توپیر نه دی راغلی”د ژغورنې څرک

سږ کال د افغانستان د جګړې اته دېرشم کال دی؛ خو جګړه د بل هر کال په پرتله ښه په زور کې روانه ده او هره ورځ د افغانستان له خلکو څخه د سر او مال قربانۍ اخلي.

سره له دې چې په تېرو څلورو لسیزو کې، د جګړې لوبغاړي بدل شوي، یا په بله ژبه بېلابېل نومونه پرې اېښودل شوي؛ خو د جګړې په ماهیت کې ډېر توپیر نه دی راغلی او دا اته دېرشم کال دی چې په افغانستان کې وینې بهېږي او له اورونو څخه لوګي خیژي.

په تېرو اته دېرشو کلونو کې د افغانستان په خلکو سربېره، څو ځلې نړیوالو هم په دې جګړه کې ګډون کړی او دلته یې د خپلو سیمه ییزه او نړیوالو ستراتیژیکي اهدافو له پاره تورې وهلې او یو د بل ګریوانونه څیرلي.

یو وخت د شوروي اتحاد سرتیري دلته دېره وو چې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په مشرۍ، د افغانستان انقلابي دولت وساتي او د نړیوال سوسیالیستي کمپ د پراختیا او د هند سمندر اوبو ته د رسېدو تاریخي پلان عملي کړي، ها خوا د نړیوال جهاد پلویان له پاکستان څخه نیولې، تر عربي هېوادونو او قفقاره پورې د امریکا، چین، سعودي، پاکستان او نورو په مرسته دلته پنډ شوي وو چې د امریکا د پلان له مخې شوروي اتحاد مات او ځان د نړۍ یوازنی زبرځواک جوړ کاندي.

د جګړې په اوسني پړاو کې امریکا او ناتو دلته راغلي او دا څوارلس کاله د نړیوال تروریزم په ضد جنګېږي چې د مجاهدینو نوی نوم دی. په دې جګړه کې یو وخت د نړۍ د اوه څلوېښت هېوادونو سرتیري ښکیل وو چې په افغانستان کې یې د خپلو کورنیو ملګرو او لاسپوڅو په مرسته، هڅه کوله چې خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسي او په سیمو، تېلو، ګازو او نورو شتمنیو او منابعو لاسبري شي.

په دې اوږده جګړه کې چې هر وخت شعارونه بېل وو او پټې غوښتنې بېلې، د افغانستان خلکو د سر، مال او فرصتونو دومره ستر تاوان ورکړی چې ښایې په تاریخ کې ساري ونلري.

سره له دې چې د جګړې لوبغاړي هر وخت ښکاره دي؛ خو د جګړې اصلي اهداف دومره پیچلي دي چې ډېر خلک، ډلې، رهبران، ګوندونه او کارپوهان سم نه پرې پوهېږي او په تیاره کې تورې وهې.

اوس د څووم ځل له پاره داسې هیلې پیدا شوې چې بیا د سولې خبرې پیل شي. یو پلو پګواش په دوحه کې هڅې کوي چې دښمنې ډلې د خبرو میز ته راولي، بل پلو پاکستان، چین او امریکا غواړي یا داسې اکت کوي چې د افغانستان اوږدې ستونزې ته حل لاره ومومي.

د افغانستان د جګړې دواړه اړخونه (دولت) او وسله وال مخالفین (طالبان او نور) باید په دې پوه شي چې هیڅ یو د جګړې په زور خپلو اهدافو ته نه رسي. دا جګړه اصلاً د دوی نه ده، دواړه خواووې د نورو ګټو له پاره تورې وهي، دواړه د پردیو وطني سرتیري دي چې په ارزانه استخدام شوي او یو د بل وینې د نورو د ګټو له پاره په ځمکه تویوي.

نو دلته اصلي مسوولیت د جګړې افغاني خواوو ته دی چې له لږ وخت څخه ډېره ګټه واخلي او داسې شرایط وړاندې نه کړي چې عملي نه وي او د لانجې د حل مخه ونیسي.

نه دولت خپل اساسي قانون په مخالفینو منلای شي؛ ځکه مخالفین د همدې قانون په ضد جنګېږي او نه مخالفین د اسلامي دولت د بیا راوستلو وخت، چانس، ظرفیت او امکانات لري. د طالبانو اسلامي امارت د افغانستان د یووېشتمې پیړۍ غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی.

خو له دې هاخوا دواړه خواوې ګډ وطن، ګډ دین، ګډ فرهنګ، ګډ تاریخيویاړونه، ګډې هیلې او آرمانونه، ویاړلي اتلان او ګټې لري چې کېدای شي موافقې ته پري ورسي او د پردیو هغه شوم غرایم خاورې کړي چې غواړي افغانستان په خپلو بچیانو وران – ویجار وساتي چې د دوی په وړاندې د درېدو وس او امکانات و نه لري.

دواړه خواوې باید دومره هوښیاري ولري چې له اوسنیو شرایطو سره سمه ګټه اوچته او د افغانستان بېړۍ د ژغورنې د ساحل خوا ته وباسي.