کور / تازه خبرونه / سيداباد د سالارو بازار ته څېرمه د بهرنيو ځواکو يو ټانک…

سيداباد د سالارو بازار ته څېرمه د بهرنيو ځواکو يو ټانک…

د وردګو ولايت دسيداباد ولسوالي دسالارو بازارته څيرمه دبهرنيو ځواکونو يو ټانګ په ماين والوزول شو اولمنځه يوړل شو .


عيني شاهدان وايې چې چاودنه بهرنيانو په ټانګونو سهار نهه بجې مهال رامنځ ته شوه اوددو ساعتونو لپاره لاره بنده واو بهرنيانو هليکوپتر ورته کښنيولي وي اودمړو جسدونه يې په کې پورته کړل


دسيداباد  ولسوال ډاکټر مسلم چاودنه مني خو وايې چې په چاودنه کې دملکي و ګړو سراچه موټر ژوبل شوي اوپه هغه موټر کې دوه ميرمنې اويوسړي ټپيان شوي دي


 ولسوال دبهرنيانو دمرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده .


خوذبيح الله مجاهد بيا وايې چې دامريکايانويوټانګ اوپه کې سپاره څلور سرتيري يي لمنځه وړي دي .
 
مجاهد داهم وويل چې دچاودنې وروسته بهرنيانو په ملکي وګړو ډزې کړي اودرې تنه يې شهيدا ن کړي اودرې نو ريې ټپيان کړي دي .


 دوردګو په ولايت کې درې ورځې وړاندې هم دامريکايانو پرکاروان دطالبانولخوابريد شوي وو اودبګرام څخه دامريکايانودخپرې شوې اعلاميې په وينا درې سرتيري له يوه افغان ژباړونکي سره وژلي شوي وو .