کور / نثر / مرکه

مرکه

داد شيطان سره مرکه درته غواړم چه تقديم کړم ترڅو تري فايده واخلو او ځانته يي عبرت وګرځو


دامرکه مي ورسره دشپي په وخت چه توره تياره وه کړي ده او کله مي چه دسهار اذان واوريدو ومي غوښتل چه مسجد ته لاړ شم


راته يي وويل : ويده شه شپه لويه ده


ماورته وويل : ويريږم چه لمونځ  رانه قضاء نشي


راته يي وويل : وخت ډير دي


ماورته وويل : ويريږم چه جماعت رانه قضاء نشي


راته يي وويل : ځان باندي عباداتوکي دومره سختي مکوه


چه کله  راوچت شوم لمر راختلي و………..


پټ يي راته وويل : افسوس مکوه په هغه څه چه درنه فوت شول ټوله ورځ د مخکښي ده او ټول وختونه دي


بيا کيناستم چه ذکر وکړم هغي راته دفکرونو کتاب پرانست


ماورته وويل : ددعاء نه د مشغول کړم


هغي راته وويل : دعاء ماښام ته پريږده


مادتوبي کولو اراده وکړه


راته يي وويل دځواني نه خوند اومزي واخله


ماورته وويل : مرګ نه ويريږم


هغي راته وويل : لاتراوسه د ډير عمر پاتي دي


ماوغوښتل چه څه سورتونه حفظ کړم 


هغي راته وويل : خپل روح ته په سندرو خوشحالي ورکړه


ماورته وويل : داخو حرامي دي


هغي راته وويل : دبعضو علماوو پکښي خبري شته ( دعلماوو پکښي اختلاف شته )


ماورته وويل : ماسره دحرمت احاديث مي ورته وښودل


هغي راته وويل : داټول احاديث ضعيف دي


پدي وخت کي حسناء په لاره تيره شوه ماخپل نظر لاندي واچولو


راته يي وويل : ولي نظرکي څه خبره ده ؟


ماورته وويل : دي کي خطر دي


هغي راته وويل : ته  په خايست کي فکرکوه اوفکر کول خو جائز دي


بيا مي بيت الله ته دتګ اراده وکړه هغه راته لاره کي ودريدو


وويي ويل : داڅه کوي؟


ماورته وويل : غواړم چه عمره اداء کړم


راته يي وويل : ددي عمري په خاطر د ځان  په خطرکي اچولي دي او دخير دروازي خونوري هم شته اود خيرکارونه خوزيات دي


ماورته وويل :  بايد ځان ضرور اصلاح کړم  او خپل حالت تغيرکړم


هغي راته وويل : جنت ته خلک په عبادت نه داخليږي


بياماوغوښتل چه خلکو ته نصيحت او وعظ وکړم


راته يي وويل : ځان په شرم کي مه اچوه اوخپل ځان مه کموه دخللکومخکي


ماورته وويل : داخو بنده ګانو ته فايده رسول دي


هغي راته وويل : دشهرت نه درباندي ويريږم ځکه چه شهرت دټولو فسادونو سر دي


ماورته وويل : دبعضي خلکوباره کي د څه رايه ده ؟


هغي راته وويل : زه به دعام اوخاص باره کي معلومات درکړم


داحمدبن حنبل باره کي څه وايي؟


راته يي وويل : هغي زه پدي خبره چه په قرآن اوسنت عمل کوي قتل کړي يم


ماورته وويل : دابن تيميه باره کي څه رايه لري ؟


راته يي وويل : هغي زه هره ورځ په سر وهلي يم


ماورته وويل : دامام بخاري باره کي څه رايه لري ؟


هغي راته وويل : هغي زما کور پخپل کتاب سره سوزلي دي


ماورته وويل دحجاج باره څه واياست ؟


هغي راته وويل : کاشکي زر حجاجان پيداشوي وي دهغي لاره زمونږ لاره ده اودهغي طريقي زمونږ دپاره علاج دي


ماورته وويل : دفرعون باره کي څه رايه لري ؟



هغي راته وويل : دهغي سره زمونږ ټول کمک اوهمکاري سره وه


ماورته وويل : دصلاح الدين دحطين اتل باره کي څه رايه لري ؟


هغي راته وويل : هغي مونږ په خاورو کي خښ کړي يو


ماورته وويل : دمحمد بن عبد الوهاب باره کي څه رايه لري ؟


هغي راته وويل : هغي پخپل دعوت سره زما په زړه کي التهاب پيدا کړي او زه يي سيزلي يم


ماورته وويل : دابوجهل باره کي څه رايه لري ؟


هغي راته وويل : مونږ دهغي اهل او وروڼه يو


ماورته وويل : دابولهب باره کي څه واي ؟


هغي راته وويل : مونږ دهغي سره يو کوم ځاي ته چه ځي


ماورته وويل : دلينين باره کي څه رايه لري ؟


هغي راته وويل : هغه مو په اور کي استالين سره تړلي دي


ماورته وويل : دغيراخلاقي مجلو باره کي څه واياست؟


هغي راته وويل : داخوزمونږ شريعت آو تګ لاره ده


ماورته وويل : دکلبونو او چاي خانو باره کي څه واياست ؟


هغي راته وويل : پدي ځايونو کي مونږ بيکاره او لوچکو خلکو ته هرکلي کوو


ماورته وويل : ستاسو ذکر څه شي دي؟


هغي راته وويل : سندري زمونږ ذکر دي


ماورته وويل : ستاسو عمل څه شي دي ؟


هغي راته وويل : اميدونه او املونه


ماورته وويل : په ښارونواوبازارنو کي د څه رايه ده؟


هغي راته وويل : ښارونوکي انډيوالان سره يوځاي کيږ ي او زمونږعلم هلته پټ دي


ماورته وويل : د حزب اشتراکي بعث کي څه رايه لري ؟


هغي وويل : هغي سره ماخپل ملکيت تقسيم کړي او ماورته خپل اوراد ښودلي


ماورته وويل : خلک څنګه ګمراه کوي؟


هغي راته وويل : په شهواتو او شبهاتو او عبثياتو او املونو اوسندرو باندي


ماورته وويل : ښځي څنګه ګمراه کوي ؟


هغي راته وويل : په بهر وتلو او ځان بربنډولو او په ترک دنيک اعمالو او په ګناهونوکولو سره


ماورته وويل : علماء څنګه ګمراه کوي ؟


هغي راته وويل : دځان په خوښ والي او تعجب او په غرور کولواو حسد کولو سره


ماورته وويل : عوام خلک څنګه ګمراه کوي ؟


هغي راته وويل : په غيبت او چغلي (نميمة ) او بي ځايه خبرو او هغه څه چه ورته هيڅ قيمت نه وي


ماورته وويل : تجاران څنګه ګمراه کوي ؟


هغي راته وويل : په معاملاتوکي سودکولو اوخيراتونو منع کولو اوپه نفقاتوکي اسراف کولو باندي


ماورته وويل : ځوانان څنګه ګمراه کوي؟


هغي راته وويل : په عشق ميني محبت کولو اوحرام کولو او دنيکيو په کمولو يانه کولو باندي


ماورته وويل : داسرائيلو(يهودو) دولت باره کي څه رايه لري؟


هغي راته وويل : ځان دغيبت کولو نه وساته ځګه چه غيبت يو مصيبت دي او اسرائيل خو زمونږ زړه ته نږدي او خوښ دولت دي


ماورته وويل : دابونواس (يو عربي شاعردي) باره کي څه واياست؟


هغي راته وويل : هغه زمونږ په سرسترګوقبول دي او دشعرنه يي مونږ فايده اخلو


ماورته وويل : دنوي اسلام معرفي کولو والا (دغرب نه متاثره خلک چه غواړي اسلام کي نوي بدلونونه راولي او نوي اسلام خلکوته وروپيژني ) باره کي څه واياست ؟


هغي راته وويل : هغوي خومونږ نه علم په وراثت باندي اخستي يعني زمونږ وارثان دي


ماورته وويل : دعلمانيانو ( ددين اوسياست جداکوونکو) باره کي څه واياست؟


هغي راته وويل : زمونږ ايمان علماني دي او هغوي داملونو اومشاجرو والا دي او چا چي هغوي ياد کړل لکه زه يي چه ياد کړم


ماورته وويل : په واشنطن کي څه واياست ؟


هغي راته وويل : هلته زمونږ خطيب اوسيږي او هغه زمونږ وطن دي او هلته زمونږ فوجونه تياريږ ي


ماورته وويل : په دعوتګرانو کي څه واياست ؟


هغي راته وويل : زه يي تعذيب کړي يم او سپين ږيري کړي يي يم اوزما کور يي راوران کړي دي او زه چه څه جوړکړم هغه هغوي په اعوذبالله ويلو سره هغه ختموي


ماورته وويل : په بيکاره کتابونواو اخبارونو کي څه واياست ؟


هغي وويل : پدي سره مونږ دخلکو وختونه ضايع کوو اودخلکو عمرونه پري کموو اومتاسفانه دهغونه پري مالونه اخلو


ماورته وويل : په بي بي سي راډيو کي څه واياست ؟


هغي راته وويل : پدي سره مونږ خلکو ته په شهدو کي زهر ورکو او هم عرب اوعجم سره په جنګ اجوو او ظالم او مظلوم دواړو ته شاباسي وايو او هم يي تقديروو


ماورته وويل : دکارغه سره دڅه وکړل؟


هغي راته وويل : ما پخپل ورور مسلط کړوچه هغه يي قتل کړو او بيا يي په خاورو کي دفن کړو ترڅو پناه شو


ماورته وويل : دقارون باره کي څه واياست ؟


هغي راته وويل : ماورته وويل چه خپلي خزاني وساته اي دبوډي ځويه ځکه ته يو ديراهم شخص يي


ماورته وويل : دقارون باره کي څه واياست ؟


هغي راته وويل : ماورته وويل چه اي دمصر مشره او تاسره نه ښاي چه وواي چه داټول مصر زما دي ؟ پدي ويلو سره 
به ته کامياب شي


ماورته وويل : شراب څښونکي ته څه واياست ؟


هغي راته وويل : ورته وايم چه اوڅښه هغه څه چه غمونه ختموي اوفکرونه جوړوي او دتوبي دروازه خوښکاره اوخلاصه ده


ماورته وويل : څه شي تاقتل کوي (ختموي )؟


هغي راته وويل : آية الکرسي سره زما زړه تنګيږي او هم مي ساه ورسره  بنديږي اووخت راباندي سخت تيريږي


ماورته وويل : تاته ډيرخوښ خلک کوم دي ؟


هغي راته وويل : ټول سندرغاړي اوټول دسندرواوفلمونو کيست اوسي ډي خرڅونکي اونشرکوونکي  او بي کاره شاعران او هر ګناهګار اوهرفتنه پيداکوونکي او شرير


ماورته وويل : تاته په نزد بد خلک کوم دي؟


هغي راته وويل : دمسجدونو والا اوهر رکوع اوسجده کوونکي اوهر عابد دعوتګر او مجاهد


ماورته وويل : په الله جل جلاله باندي ستانه پنا ه غواړم پدي وخت کي ورک شو لکه چه په خاورو کي ننوزي اودا دهردروغ ويونکي سزاء وي .


الله جل جلاله د مونږ ټول دشيطان رټل شوي نه وساتي او په ايمان دثابتوالي راکړي آمين.


والسلام


alkamawee@hotmail.com