کور / هراړخیز / مثبته ارواپوهنه څه ده؟

مثبته ارواپوهنه څه ده؟

مثبته ارواپوهنه دارواپوهنې يوه نوې ځانګه ده.دغه برخه دانسان په برياليتوب باندې تمرکز کوي .په داسې حال کې ،چې دارواپوهنې نورې برخې د انسان د اروايي ګډوډيو او نورو ستونزو څخه بحث کوي .مثبته ارواپوهنه دخلکو سره مرسته کوي تر څو دژوند په چارو کې بريالي او خوښ واوسي .سايكالوژي

مارټين سليګمن دمثبتې ارواپوهنې په اړه داسې وايي((زه په دې باور يم مثبته ارواپوهنه دانسان دمثبتو کړو وړو زيږنده ده او دټولنيزو اړيکو ،کورنیو،خلکو او د نورو د پرمخګ په برخه کې به ډيره موثره تمامه شي.

په تيرو لسو کلونو کې مثبتې ارواپوهنې ته دخلکو پاملرنه زياته شوې .هره ورځ خلک د ارواپوهنې هغه مطلبونه لټوي ،چې څنګه وکولای شي په ژوند کې پرمختګ وکړي او يا په کار او کسب کې دمثبتو طريقو څخه ګټه واخلي او پکې بريالي شي .په ۲۰۰۶ کال کې دهاروارډ په پوهنتون کې دمحصلينو دخوښې وړ مضمون مثبته ارواپوهنه وه.دمثبتې ارواپوهنې باندې دښه پوهېدا لپاره اړينه بولو ،چې دهغې په تاريخچې او په اړه ېې دبيلابيلو خلکو نظرونو ته مراجعه وکړو.

دمثبتې ارواپوهنې تاريخچه

سليګمن په ۲۰۰۵ کال کې داسې ليکلي و((د دوهمې نړيوالې جګړې دمخه ارواپوهنې درې مشخص ماموريته لرل:د ذهني او اروايي ناروغيو درملنه،دخلکو پرمختګ او خوشالي او استعدادونو ته وده ورکول ))خو د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته  دارواپوهنې په لومړنۍ برخه (د ذهني او اروايي ناروغيو درملنه) باندې تمرکز زيات شو، په ۱۹۵۰ کلونو کې  دهغه وخت د ارواپوهنې پوهانو کارل راجرز،اريک فروم او آراهام مزلو په دې تاکيد کاوه ،چې داروايي ګډوډيو او نورو ناروغيو تر څنګ دې دانسان په خوشالۍ،مثبتو کړو وړ او پرمختګ ته پاملرنه وشي .

په ۱۹۸۸ کال کې سليګمن دامريګا دارواپوهانو دټولنې دريس په توګه وټاګل شواو دمثبتې ارواپوهنې موضوع دهغه په وخت کې رامنځ ته شوه .نن ورځ سليګمن دمثبتې ارواپوهنې دپلار په توګه ياديږي .په ۲۰۰۲ کال کې په نړيواله کچه دمثبتې ارواپوهنې لومړنی کنفرانس جوړ شواو ددې کنفرانس کليدي ويناوال مارټين سليګمن او فيليپ زيمبارډ وو.

په مثبته ارواپوهنه کې مهم کسان

مارټین سلیګمن

میهالي سیکزِنټ میهالي

کریسټوفر پټرسون

کارل ډِوِک

ډانیل ګیلبرټ

کنون شلډون

آلبرټ بندورا

سي آر اسنایډر

فیلیپ زیمبارډو

دمثبتې ارواپوهنې عمده موضعات او بحثونه عبارت دي له.

خوشالي

ښه احساس

مراقبت او پاملرنه

ښه سخصيت

هيله

مثبت فکر

رشد

او نور…….

په مثبته ارواپوهنه کې دشويو څيړنو لاس ته راوړنې عبارت دي له:

خلک په عموي ډول خوشاله دي .

دپيسو لاس ته راوړل انسان ته دومره خوشالي نه کوي ،بلکې په نورو خلکو پيسې لګول انسان ته زياته خوشالي ورکوي .

دناهيلۍ او ماتې پر وړاندې يو شمېر بهترينې لارې عبارت دي له دښو ټولنيزو اړيکو لرل او قوي شخصيت.

کار کول دانسان دروغتيا لوی لامل دی،په ځانګړې توګه هغه کارونه ،چې انسان هدف ته رسوي .

سره ددې ،چې خوشالي او خفګان دجنيتيکي عواملو له تاثير لاندې ده،مګر خلک کولای شي دښه ليد لوري ،مثبت فکر او نورو لارو ځان خوشاله کړي .

دمثبتې ارواپوهنې وړانديزونه

مثبته ارواپوهنه د زدکړې ورکولو ،درملنې دآسټرس په مدريت او دمحيط له مسايلو سره کار لري.ارواپوهان،ښوونکي ،ډاکتران او نور بايد په خلکو کې يو فکر او انګيزه پيدا کړي تر څو له خلکو سره مرسته وکړي ،چې ځان درک کړي او په ډيرو کمو امکاناتو ژوند ته بدلون ورکړي .

Sahilmangal39@gmail.com