کور / سياسي / (يو پي او) یا ناپېژاند بېګانه الوتکونکي جسمونه

(يو پي او) یا ناپېژاند بېګانه الوتکونکي جسمونه

ژباړه او راټولونه: عبدالتواب (خپلواک)

UFO چي د (Unidentified Flying Object) لنډیز دی او دناپېژانده الوتکونکي شی/جسم په مانا(معنی) دی.او په عامه اصطلاح کي ناپېژانده الوتونکي شي ته وايي کوم چي لیدونکي یې ونه پېژني.Abdul tawab khpalwak عبدالتواب خپلواك

د UFO په اړه ډېري لیکني او څېړني سوي خو بدبختانه تر اوسه هيڅوک د UFO په اړه سم پوره مالومات نه لري ،لکه چي نوم یې ناپيژانده دی همداسي یې په پوره ډول پېژندنه هم همداسي نامالومه ده،ډېرو هیوادونو دUFO په اړه پلټني کړي خو دا پلټني یا نیمګړي او یا دا چي پټي دي او په حقیقي ډول نوري نړۍ کي یې نه دي خپرې کړي چي مشهوره یې Project Blue Book) (څېړنه ده.

(UFO)دغه کلمه په ۱۹۵۲ کال کي امریکایي ځواکونو و کارول،په شروع کي دا کلیمه هغو شیانو ته کارول کېده چي څېړونکي یې تر څېړني وروسته و نه پېژني خو وروسته دا کلمه د ټولو هغو شیانو لپاره وکارول سوه چي لیدونکي یي ونه پېژني.

خو نن سبا دا کلیمه تر ډېره د بېګانه فضايي بیړیو لپاره کارول کېږي،UFO یو ډول جسمونو دي چي د اسمان له طرفه په پوره سرعت ځکمي ته نژدې او یا راکښته کېږي او د لږ وخت تېرېدو وروسته بېرته په راغلي طرف ځي ډېر کله روښانه وي،دوی یو ډول شکل نلري بلکي کله د غاب په شکل کله د بالون په شکل او کله کله په نورو شکلونو ښکاره کېږي،دوی په ځمکه کښي او یا ځمکي ته نیژدې ډېر لږ وخت تم کېږي بېرته په راغلي طرف ځي او ورکېږي.

یوه بله اصطلاح چي په پراخه توګه په هسپانيوي،فرانسوي،پرتګالي ژبو کي د UFO لپاره مترادف کارول کېږي هغه (OVNI) ده.

هغه علم چي UFO مطالعه کوي ورته یوفولوژي وايي او د UFOمتخصیصنو ته یې UFOlogists وايي.

د UFO یا ناپېژاندو فضايي جسمونو ډېر ډولونه لیدل سوي دي،چي عبارت له هوايي بېړیو،بالونونو او یا نجومي جسمونو په ډول لکه اسماني ډبري او یا روښانه سیارې،همدا ډول د UFO ډېری راپورونه جعلي او درواغ وي،اکثراً لیدل سوي جسمونه په اصل کي UFO نه وي بلکي هوايي بېړۍ،طیارۍ،او یا بالونونه وي. 

خو یواځي د ۵-۲۵ سلنه یې لیدل سوي جسمونه واقعي UFO(ناپېژانده الوتونکي جسمونه ) یا د بلي نړۍ څخه راتلونکي هوايي بېړۍ وي.

او بله جالبه دا چي په هرو ۳ دقیقو کی د نړۍ یو کس ادعا کوي چي ما UFO ولیدل.

ایا په رښتیا سره هم UFO سته او یا هسي؟

بلکل UFO یا ناپېژاند الوتونکي جسمونه لیدل سوي دي ځيني ساینس پوهان په دې باور دي چي دا دبلي نړۍ خلک دي او دلته د څېړنو لپاره راځي خو دا خبره تر اوسه په بلکل ډول سره نه ده ثبوت سوې.

د UFO په اړه ځيني مشهور راپورونه:

• په کال۱۹۶۵ د ډېسمبر پر ۹ ډېرو خلکو یو عجیب شی ولیدی کوم چي د پنسلوانیا په ځنګلونو کي یې سقوط وکړ.
• په ۱۹۸۰ کال کي د ډیسمبر پر ۲۷ دووانګرېزي سرتېرو یو فلزي ځلېدونکی جسم ولیدی.
• د ۱۹۸۱-۱۹۹۰ کي سلګونو خلکو مثلث ته ورته غټ جسم د بلجیک پر اسمان ولیدی.
• په ۲۰۰۰ م کال کي یو سوداګراو څو پولیسو یو غټ روښانه جسم چي د اسمان پر طرف روان وو ولیدی.
• د امریکايي افسرانو یوې تقاعد سوي ډلګۍ هم ادعا وکړه چي یو ډول ناپېژاند الوتونکي جسمونه یې په ډېرو وارو لیدلي کوم چي د امریکا پر هستوي بنسټونو د پاسه ګرځېدل او دوی دا هم وايي چي همدې ناپېژاندو جسمونو د دوی یو موشک  له کاره اچلوی.
• په ۲۰۱۰ م کال کي چین په اسمان کي د یو ناپېژانده الوتونکي جسم د موجودیت او ویري له کبله د هانګجو ښار پروازونه لغوه اعلان کړل.
• د ۲۰۱۲ د ډیسمبر پر ۴ جاپاني فوځ د یو غاب ته ورته ناپېژاند جسم د شوه کېدو انځورونه خپاره کړل چي د دوی په وینا دا یوه UFO وه کوم چي د جاپان په سواحلو کي یې سقوط کړی وو.
• په دا وروستیو څو میاشتو کي داسي راپورونه هم ورکول سوه چي د هند پر اندراګاندي هوايي ډګر باندي ناپېژانده  هوايي بېړۍ،غابو ته ورته جسمونه الوتني کوي،دوی دا هم وویل چي دغه ناپېژاند جسمونه شاید پر هند حملې ته تیاری نیسي،او دا یې هم وویل چي دا جسمونه په عکاسۍ کي نه مالومېږي خو کله کله په سترګو ولیدل سي.