کور / اقتصادي / (Bank Concept)د بانک مفهوم

(Bank Concept)د بانک مفهوم

د بانک مفهوم(Bank Concept):-
دبانکدکلمې په هکله بيلابيل نظرونه موجود دي ،چې په عمومي ډول په درې برخو ويشل شوي،هر يويې په لاندې ډول تر څيړنې لاندې نيسو:
1. ايټالوي کلمه بنکواوبنکس (Blanco or Baucus):-د اقتصادپوهانوپه نظر دبانک کلمه دايټالوۍ ژبې بنکويابنکس کلمې څخه اخېستل شوېاو دميز(Bench)مانا ورکوي، چې يهودي سوداګرو به دپيسودمعاملاتوپه وخت کې دکيناستلولپاره کاراوه.
2. فرانسوۍ کلمه بنکېه يابنکا (Banqui or banca):- دبانک کلمه بيادځينواقتصادپوهانوپه نظردفرانسوۍ بنکېه يا بنکا له کلمې څخه اخېستل شوې، چې دغه کلمه هم دميزمانا ورکوي.
3. جرمنۍ کلمه بېک (Back):-ځينې اقتصادپوهان بيا داسې نظر هم لري، چې دبانک کلمه دجرمنۍ ژبې دبېک له کلمې څخه اخېستل شوې چې دګډېپانګې مانا لري. دغه جرمنۍ کلمه بياپه ايټالوۍ کلمې بنکوباندې بدله شوې اوبيا وروسته په انګريزۍ کلمې بېنک اوښتې ده،چې تراوسه هم په دې نامه ياديږي.

دبانک تعريف (Definition of a Bank):
د اقتصاد پوهنې پوهانودبانک دبيلابيلو دندو په نظرکې نيولوسره بيلا بيل تعريفات کړي دي، نوپر دې اساس دبانک لپاره ديو ځانګړی تعريف وړاندې کول ستونزمن کاردی،داځکه چې بانک بيلابيلېدندېسرته رسوي چې دغه دندې دهېوادونواودوخت له مخې توپیرلرياودبانک دندې ورځ تربلې پيچلې کيږي. خوبياهم دبانک اړوندځينې مهم تعريفات وړاندې شوي چې د ځينو يې په لاندې ډول یادونه کوو:
1. پروفيسورجي کروتر(Pro. G. Crothers): په خپل کتابAn Outline of Money کې بانک داسې تعريف کړی:"بانک يوه داسې مالي اداره ده، چې دعامو وګړو اضافي پيسې د پور په ډول اخلي اواړوخلکوته يې په پورورکوي يانې بانک دپورد راکړې ورکړې کاروبارترسره کوي. "
2. پروفيسورکېنټ(professor Kent):- پروفيسور کېنټ هم بانک د پروفيسورکراوتر په څېر تعريفوي،نوموړی وايي: "بانک يوه مالي اداره ده چې اساسي دنده يې د امانت په توگه دپيسو ترلاسه کول اوبيرته ځينې نورو وگړوته د پور په ډول دپيسو ورکول دي. "
3. پروفيسورار.اس.سيرز(Prof. R. S. Satyrs): دلندن په پوهنتون کې داقتصاد پوهنځي استاد (پروفيسورار.اس.سيرز) پخپل کتاب Modern Banking کې بانک په دې ډول تعريف کړی: "بانک يوه داسې مالي اداره ده ،چې زېرمېيې دعامووګړوترمنځ دپورونوپه راکړه ورکړه کې ،د منلو وړوي. داپدې مانا که يوشخص په بانک کې حساب ولري نوکولاى شي چې له خپل حساب څخه دچک په مرسته بل چاته پورتاديه کړي اويايې واخلي داځکه چې په بانک کې دونډې درلودل ټوليز باور لري.”
4. ساده تعريف (Simple definition): په ساده ډول مونږ کولای شو بانک په لاندې ډول تعريف کړو: "بانک يوه مالي اداره ده چې د باوريزو پيسوکاروبارکوي.دغه اداره په کم سود له خلکو پيسې د پورپه ډول اخلي اوپه زيات سوديې اړو وګړوته په پورورکوي ،د دواړو سودونو ترمنځ تفاوتد بانک ګټه تشکيلوي."
5. دافغانستان د بانکوالۍ قانون بانک داسې تعريفوي:“بانک هغه حکمي شخصيت دى چې د اعتباراتود جوړونې يا د پانګې اچونې په منظور،خپل حساب ته له ټولو څخه په راکړې ورکړې او د پولي سپارنو يا د ورکړې وړ نورو وجوهو په ترلاسه کولو مشغول وي.”
په تاريخي لحاظ د نړۍ لومړى بانک په 1586م کال کې د وينس په نامه په ايټاليا کې تاسيس شو.وروسته بيا بينک اف انګليند په کال 1694 کې رامينځته شو او په کال 1758 کې يې د پيسو د نشرولو اجازه ترلاسه کړه. په لومړي سر کې دغه بانک د ګډې پانګې ((Joint Stock پهشکل رامنځ ته شوی وو او په کال 1946کې ملي اعلان شو. د هندوستان بانک د(بينک اف ريزرو)په نامه په کال 1921 کې تاسيس شو.

 

 رالیږونکی میرویس سیلاب  ( مدیر عمومی ((تادیات ))

 

ssssa