کور / هراړخیز / د كلتور ژوندي ساتونكي اېوارډ

د كلتور ژوندي ساتونكي اېوارډ

imageد خېبر پښتونخوا د کلتور د ودې لپاره د پنځوسو کروړو روپو فنډ منظور کړى شوى دى، په هره ضلع کې به يو تالار او د کلتور مرکز پرانيستل کېږي.

دا د نننۍ ورځې خبر دى او د دې خبرو اعلان د خېبر پښتونخوا وزير اعلي پروېز خان خټک د يوې غونډې په ترڅ کې کړى دى، په کومه کې چې د ټولې صوبې نه راغلو شاعرانو، اديبانو او هنرمندانو له "د کلتور ژوندي ساتونکي" (ثقافت کى زنده امين) په نوم اعزازيه ورکړل شوې ده.

دا هم خبر دى چې په دې غونډه کې ډاکټر صلاح الدين، اباسين يوسفزي او ډاکټر سلمٰي شاهين هم خبرې کړي دي (دا درې واړه د ادب په حواله ډېرې معتبرې حوالې دي).

د صوبې د چيف سيکرتر امجد خان په هڅه په وزير اعلٰي هاؤس کې راجوړې شوې دې غونډې نه دا معلومېږي چې حکومت د ادب او کلتور د ودې لپاره څومره اړين ګامونه پورته کوي.

د کلتور په اړه اوسني چيف سيکرتر او مخکني سيکرتر اعظم خان ډېر کار کړى دى، په کوم کې چې د پښتونخوا د زلمو لپاره د بېلا بېلو غونډو معلومات مې په فېسبوک وليدل. زړه مې ډېر خوشحاله شو چې دا سيمه هم د خپل کلتور په اړه فکرمنده ده، دغه ټولې سرګرمۍ يقيناً چې ډېرې په زړه پورې دي.

زمونږ رزق هم په ادب کې دى نو ځکه دې سره زما علاقه ډېره ده، د قامونو په ترقۍ کې چې څومره رول سائنس او ټېکنالوجي ترسره کوي، هم دومره رول پکې د ادب او د هنرونو هم دى، خو د آرټ برخه زمونږ په سيمه کې له پامه غورځول شوې ده، ځکه چې دا يوه غېر ضروري او د پرمختګ لپاره اهمه نه ګڼل کېږي، خو داسې نه ده، په ټوله نړۍ د آرټ او له هغې سره د تړلو هنرونو (علوم و فنون) اهميت ته په کتو سره وخت پر وخت پرمختګ کړى دى خو زمونږ په سيمه کې د خلکو له بې غورۍ د مرګ په بريد ولاړ دى.

آرټ يو داسې علم دى چې د انسان له تخليقي فکر سره اړيکې لري، دا د انسان د ذوق سره تړلى شوى دى، او د تخليق او ذوق رشته هم يو بل سره ډېره نزدې ده.

د دې کائنات اساس په تخليق دى او دا سلسله "کن فيکون" نه پېل او تراوسه روانه ده، د الله پاک پر انسانانو دا هم لوى احسان دى چې خپل صفتونه يې انسان له ورکړي دي، په دې صفتونو کې تخليق هم داسې يو صفت دى چې انسان پرې څومره وياړ هم وکړي نو کم به وي.

تخليق د هغه احساس نوم دى چې په ټول ژوند کې له انسان سره وي، آرټ هم دغه لاره ده چې يو پنځوونکى پرې خپل لوستونکي او اورېدونکي ته خپل احساسات په هم هغه ډول وررسوي، په کوم ډول چې يې هغه حس کوي. له کوم انسان سره چې احساس نه وي هغه کله هم د انسانيت معراج ته نه شي رسېدلى.

زمونږ په چاپېريال کې کرکه، منافقت او د برداشت د نشتوالي وجه هم دا ده چې خلک له دې فطري ذوق نه محرومه دي، يو شعر لوستونکى د تخيل کومې کومې نړۍ ته رسولى شي، ددې اندازه يو لوستوال انسان ته لګي.

مونږ چې په کوم وخت کې ژوند کوو، د دې وخت خپلې ستونزې ډېرې دي، او د دې ستونزو نه د وتلو لپاره آرټ زمونږ وسله کېداى شي، چې مونږ پرې د چاپېريال د ډېرو ناروغيو علاج کولاى شو.

آرټ په اصل کې د انسان او د انسانيت علم دى نو په دې علم يو انسان بل انسان ته نزدې کېداى شي. د پاکستان دېرش فيصدو نه ډېر خلک د پنځلسو نه واخلې تر دېرشو کالو پورې عمر لري، هم دغه دېرش فيصده زمونږ د اوسمهال او د راتلونکي سرمايه ده، هم دغه دېرش فيصده خلک به د پاکستان د راتلونکي فېصله کوي او هم دا خلک به د پاکستان فکري، سماجي، معاشي او معاشرتي ارتقا پر مخکې بوځي.

زمونږ نصاب هم سم نه دى او د زده کړې سسټم هم د ګډوډۍ ښکار دى، په هم داسې سسټم کې د بېلا بېلو فکرونو خلک په يو تار پئيلي کېږي او هم دا خلک يو ځاى ته راغونډول په آرټ کېږي، د کوم په وجې چې به د دې دېرشو فيصدو خلکو سوچ راغونډ او يو ځاى کړى شي.

زمونږ په صوبه کې چې په تېر وخت کې څه وشول، هغه په اصل کې د دغه ذهني بېلتون وجه وه، کوم چې په ډلو ټپلو کې موجود وو.

وزير اعلي او د هغوى نور ټيم د ستاينې وړ دى، چې په قامي سطحه د دې کار په اړه نه څوک فکر کوي او نه څه عمل کوي، د صوبې په سطحه به دا کار ډېرې ښې ګټې ولري.

د لاهور يوې چايخانې د ادب لپاره دومره خدمتونه ترسره کړي دي چې پوره يو تاريخ پرې ليکل کېداى شي.

په هره ضلع کې د تالارونو او د کلتور مرکزونو د جوړولو به هم ډېرې ګټې مخې ته راشي، بس حکومت ته پکار دي چې د يوې خبرې پام وکړي چې په ادب او آرټ کې چې چرته قبضې او ډلې ټپلې جوړې دي، چې هغه په دې څيزونو خېټه وانه چوي او د حقدارو شاعرانو او اديبانو حقونه ونه خوري.

بايد حکومت د دې لپاره يوه داسې لاره راوباسي چې د حکومت دا د ستاينې وړ کار حقدارو ته ورسېږي او د دې ښه اثرات مخې ته راشي او کلتور او ژبه ورسره وده وکړي.