کور / تازه خبرونه / ئد اقتصاد وزیر د لغمان ولایت انکشافي او اقتصادي حالت وڅیړئ

ئد اقتصاد وزیر د لغمان ولایت انکشافي او اقتصادي حالت وڅیړئ

نن ورځ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اقتصاد وزارت وزیر عبدالستار مراد د یو پلاوي په مشرۍ د لغمان ولایت څخه لیدنه وکړه او د لیدنې پرمهال یې د لغمان ولایت د انکشافي او اقتصادي حالت ارزونه او څیړنه ترسره کړه او د لغمان والي عبدالجبارنعیمي سره یې د ځانګړې لیدنې پرمهال د ولایت پر انکشافي او اقتصادي پلانونو هراړخیزه خبرې وکړې.جبار نعيمي

په دغه لیدنه کې د ولایت مقام مرستیال شهزاده مظلومیار،په ولسي جرګه کې د خلکو استازو برید جنرال نقیب الله محبت،محمد حسن مموزي،په مشرانو جرګه کې د لغمان د خلکو سناتور قاري میرحاتم تره خیل، د ولایتي شورا غړو، د اقتصاد رئیس محمد اغامبارز،د سکتوري ادارو رئیسانو،د موسساتو استازو،دیني علماوو،قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو هم حضور درلود.

لغمان والي عبدالجبارنعیمي د اقتصاد وزیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د لغمان ولایت د عمومي وضعیت او د خلکو د اساسي غوښتنو او اړتیاوو په اړه د کابینې له نوموړي غړي سره معلومات شریک کړل،لغمان والي وویل چې د ولایت ټول اساسي ضرورتونه او لومړیتوبونه تر ټولو سکتوري وزارتونو او نړیوالو مرستندویه ټولنو رسولې دي چې په یو شمیر برخو کې د عملي همکاریو ډاډ هم ترلاسه شوی دی.

لغمان والي د اقتصاد له وزیر سره د ځانګړې لیدنې پرمهال په لغمان ولایت کې د وطن ګټو،کله ګوش بندونو،صنعتي پارکونو،لویو لارو،استنادي دیوالونو او هغه نورو پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه چې د کاري فرصتونو د ایجاد ترڅنګ د خلکو د ستونزو په هواري او دولایت د بنسټيز پرمختګ او اقتصادي ودې په برخو کې اغیزمنې پایلې لري، لغمان والي د اقتصاد وزارت له مشرتابه وغوښتل چې سکتوري وزارتونه او ټول موسسات دې ته وهڅوي چې لغمان ولایت ته ځانګړې توجه وکړي او په یادو برخو کې عملي او اساسي همکارۍ وکړي.

لغمان والي وویل که چیرې د لغمان ولایت د خلکو بنیادي غوښتنو ته رسیدګي وشي په ختیځ زون کې به یو اساسي بدلون رامنځته شي او د ډیرو هغه ناخوالو مخه به ونیول شي چې  امنیت،بیارغونې او ولسي هوساینې ته یې زیان رسولی دی.

ورپسې راغلي پلاوي د لغمان ولایت له مشرانو او مخورو سره ګډه ناسته وکړه په دغه ناسته کې د ولایتي ادارې مشرتابه،د خلکو استازو محمد حسن مموزي،برید جنرال نقیب الله محبت،حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي،د مشرانو په استازیتوب حاجي شاه مرد خان او د مدني ټولنو په استازیتوب خیبر نیازي په خپل وار سره خبرې وکړې او ټولې هغه غوښتنې یې تائید کړې  چې د ولایت مقام لخوا د اقتصاد د وزیر سره شریکې شوې، یادو مشرانو هم د خپلو خبرو پرمهال د هندستان هیواد د پرمختیايي مرستو،موسساتو د توجه اوپه بیلابیلو سکتورونو کې د یو شمیر وړاندیز شویو پروژو د منظوری او پلي کیدو غوښتنې  وکړې د اقتصاد له وزیر یې وغوښتل چې د لغمان د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې د کابینې د یو فعال غړي په توګه لازمه همکاري وکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اقتصاد وزارت وزیر د خپلو خبرو پرمهال د لغمان ولایت د ادارې او خلکو د ګډو او همغږو تلاشونو او کړنو څخه ستاینه وکړه او دغه ګډ کار یې د لغمان ولایت دښې راتلونکی زیری یاد کړ، نوموړي د هېواد په کچه د یو شمیر هغه ملي پروژو د پلي کیدو یادونه هم وکړه چې ګټه به یې د هرولایت خلکو ته ورسیږي، د لغمان ولایت د ادارې او خلکو د غوښتنو په تړاو یې وویل  چې د وطن ګټو او کله ګوش بندونه به په هغه پرمختیايي پروژو کې شامل کړي چې باید په نږدې راتلونکې کې پلې شي.

د اقتصاد وزیر لغمان ولایت موقعیت خورا مهم یاد کړ او ټولو ولسونو ته یې ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت ته د انکشافي او اقتصادي ودې او پرمختګ په برخو کې ځانګړې توجه وکړي،سکتوري وزارتونه او مرستندویه ټولنې به دې ته متوجه کړي ترڅو د لغمان ولایت شویو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووايي.

د اقتصاد وزیر د لغمان ولایت څخه د خپلې دلیدنې پرمهال د ولایتي ادارې روان تلاشونه اغیزمن او خورا مهم وبلل او لغمان ولایتي اداره یې په دې خاطر بریالۍ یاده کړه چې د کابینې غونډې،هر سکتوري وزارت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته يې اساسي وړاندیزونه استولي چې په تعقیب کې به یې د اقتصاد وزارت ټولې ادارې ګډ کار وکړي.

وروسته د اقتصاد وزارت وزیر چې لغمان والي او ګڼ شمیر مشرانو یې ملتیا کوله د یو شمیر مهمو روانو پروژو څخه لیدنه وکړه او د شرکتونو کارونه یې وڅارل تر دغه لیدنې وروسته يې د اقتصاد ریاست څخه لیدنه وکړه چې د لغمان ولایت د انکشاقي او اقتصادي حالت هراړخیز معلومات او پریزنتشن ورته وړاندې شو، ژمنه یې وکړه چې د شته ستونزو په هواري کې به دغه ولایت ته د مرکزي حکومت هراړخیزه توجه راجلب کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې  د لغمان د خلکو د ستونزو د اوریدو په موخه د لغمان والي په بلنه د کابینې یو شمیر غړي د غه ولایت ته راغلل او د یو شمیر ستونزو په هواري باندې یې عملي کار پیل کړ.