کور / تازه خبرونه / قلم لار ټولني په خاص کنړ ولسولي كي عامه کتابتون جوړ کړ

قلم لار ټولني په خاص کنړ ولسولي كي عامه کتابتون جوړ کړ


د قلم لار ټولني د کنړ په لرې پرتې ولسوالي خاص کنړ کې عامه کتابتون جوړ کړ. خاص کنړ یو له هغه ناامنه ولسوالیو څخه ده چې په تېرو ۱۴کلونو کې یې تعلیمی حالات ډېر ټکڼي و، مکتبونه یا خو بند و یا د مسؤولو چارواکو د نه پاملنرنی او امکاناتو دنه شتون له امله په نیست حساب و. خو د قلم لار ټولنیقلم لار qalam lar د کوښښونو په لړ کې چې د معارف په برخه کې یې کوی دا ځل په خاص کنړ ولسوالی کی یو عامه کتابتون و. دا لومړی ځل نه دی. له دی وړاندی هم قلم لار ټولنی د کندهار په سپین بولدک، میدان وردګ، ننګرهار، زابل او د هلمند په مراجه کې عامه کتابتونونه جوړ کړی او د بندو مکتبونو دروازی یې خلاصې کړی دې. د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا په وینا چې دوي به دا پروسه و ټول افغانستان ته وعځوې او نوموړی زیاته کړه چی د دوی هڅی او کوښښونه تنها تر کتابتونو پوری نه دی محدود، دوی کوښش کوې چې په ټول افغانستان کی د زده کړی امکانات او اسانتیاوی برابرې کړې.