کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد حیات ګردیزی پر مړينه د جنرال غرزي خواخوږی پيغام

د ارواښاد حیات ګردیزی پر مړينه د جنرال غرزي خواخوږی پيغام

د افغانستان د هنرمندانو د اتحادیی مشراو د هیواد نامتو سندرغاړی ارواښـاد  حیـات ګـردیـزی د مـړینـی په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام
 نيټه: ۱۱/۱۶ / ۱۳۹۴
کابل – افغانستان
 په خورا خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد نامتو حيات گرديزىسندرغاړی او  د افغانستان د هنرمندانو د اتحادیی مشرحیات ګردیزی د زره دناروغی له عمله د۶۱  کالو په عمر د دی فانی نړی څخه سترګی پټی کړی.  
                  انا لله و انا الیه راجعون  
 ارواښاد  ګردیزی د خپل ژوند ډیر کلونه د هیواد د موسیقی او هنر په خدمت کی تیر کړل او د ځان څخه یی ښه او د قدر وړ هنری اثار و ولس ته په میراث پری ایښی دی.
 
 د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنه د ارواښاد حیات ګردیزی مړینه یوه لویه هنری ضایعه بولی، ارواښاد ته د لوی خدای (ج) د دربار څخه مغفرت، کورنی او دوستانو ته یی جمیل صبر غواړی.
                     روح دي ښـاد وي
  
                  جنـرال غـرزي خـواخـوږی
                        د ټـولنـی مشـــر