کور / راپور / په اسټرالیا کې مېشتو پښتنو د پاکستان خلاف مظاهره وکړه

په اسټرالیا کې مېشتو پښتنو د پاکستان خلاف مظاهره وکړه

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

نن د جمعې ورځ د فبروري د میاشتې په پنځمه نېټه د اسټرالیا په مرکز د سډني ښار په مارټین پلس کیستر کې د لراو بر مېشتو پښتو افغانانو د (د پښتنو ټولوژنه بس کړئ) تر شعار لاندې د پاکستان او د دغه هیواد د استخباراتي ادارو د کړنو په خلاف یوه لویه مظاهره وسوه، دغه مظاهره چې د (پښتون ایسوسي ایشن اف اسټرالیا)، (د قانون د حاکمیت تحریک)، (میشن افغانستان) او (لر او بر یو افغان) غورځنګونو لخوا پر لاره اچول سوې وه په کې د پاکستان مرداباد شعارونه ورکړل شول او په اسټرالیا کې د پاکستان قونسلګرۍ ته یې احتجاجي لیک هم ورکړل شو.

په دغه مظاهره کې چې سیار دهسبزي، عبدالهادي هادي، زاهد سباوون، فریدون افغان، ډاکټر عبدالرحمن شینواري ذین الله کاموال، حهانزیب او ځینو نورو ګډونوالو په کې په پښتو او انګلیسي ژبو ویناوې وکړې او ویې ویل: پاکستان چې د نړۍ د ترهګرو اډه ده د پښتنو پر وطن د بې اتفاقۍ او ورور وژنې اور ته لمن وهي، د افغانستان او پښتنو په خلاف د القاعده، داعش او طالبانو ترڅنګ د نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او روزي یې، خو پاکستان د ترهګرۍ ترڅنګ د نشيي توکیو ترټولو لوی تولیدوونکی هیواد دی او دا چې په افغانستان کې هم څومره نشیي توکي کرل کیږي او یا هم قاچاق کېږي تر شاه یې د پاکستان لاس دی.Afghans in Australia image

ویناوالو پر باچاخان پوهنتون وسله وال برید او په کابل کې وروستۍ بمي چاودنه په سختو ټکو وغندله او دایې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) کار وباره او ویې ویل: پنجاب دي په دې ځان پوهه کړي چې پښتانه اوس د حرکت په حالت کې دي نور یې په دا ډول کړنو له تعلیم او یووالي څخه نه شي راګرځولای او دا چې په پښتونخوا کې له نصاب څخه د پښتو ژبې ایستل او بیا په اسلامیه کالج یونیورسټۍ کې د پښتو څانګې بندول غیر اسلامي، غیر اخلاقي او غیر حقوقي عمل دی، دولت دي له دا ډول کړنو څخه لاس واخلي. 

 

دغه مظاهره په داسې حال کې ترسره کې چې په دا وروستیو کې د نړې په ځینو هیوادونو کې د پاکستان په خلاف او د لراوبر پښتنو د یووالي په موخه ځینې مظاهرې او احتجاجونه دوام لري او د نړیوالو پام یې ځان ته اړولای دی او دا چې پاکستاني رسنیو هم د دې خبرې پخلی کوی چې: د لوی افغانستان د جوړېدو هڅې روانې دي.