کور / تازه خبرونه / لغمان والي:مجرمینو مجازات د خلکو او دولت ترمنځ اړیکې ټینګوي

لغمان والي:مجرمینو مجازات د خلکو او دولت ترمنځ اړیکې ټینګوي

 

دغه څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د انساني قاچاق او اختطاف پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون په غونډه کې وکړې، غونډه د لغمان والي په مشرۍ د عدلیې ریاست،معارف ریاست،اطلاعاتو او فرهنګ ریاست،مهاجرینو ریاست،ښځو چارو ریاست،ارشاد حج او اوقافو ریاست،صحت عامې ریاست،کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو چارو ریاست،سکتوري خدمتونو ریاست مسوولینو، د امنیتي،عدلي او قضايي ارګانونو د استازو او مدافع وکیلانو د ټولنې د غړو په ګډون ترسره شوه.عبدالجبار نعيمي jabar naimi

په غونډه کې د ټولو ادارو مسوولینو په خپل وار سره د انساني قاچاق او اختطاف پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون د کړنو او فعالیتونو په اړه بشپر ګزارشونه وړاندې کړل، د کمیسیون غړو وویل چې  د یادو جرایمو د مخنیوي او زیانونو په اړه یې دعامه پوهاوي ګڼ شمیر پروګرامونه ترلاسه لاندې نیولی دی د امنیتي،عدلي او قضايي ارګانونو استازو وویل چې په لغمان ولایت کې د انساني قاچاق او اختطاف پیښې کمې دي.

د امنیتي،عدلي او قضايي ارګانونو استازو وویل  هغه کسان یې نیولي چې د یادو جرایمو مرتکب شوي دي او تلاش کوي چې په دې برخه کې د قانون پر اساس کړنې ترسره کړي. د کمیسیون غړو دا هم وویل چې شخصي بدۍ په لغمان کې د یو شمیر جرایمو د ارتکاب لامل ګرځیدلې دي.

لغمان والي عبدالجبارنعیمي  جرایم هغه ناوړه پدیدې یادې کړې چې په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کوي او پر دولت د خلکو اعتماد ته زیان رسوي نوموړي  انساني قاچاق او اختطاف د اسلامیت او انسانیت خلاف کړنې یادې کړې او هغه کسان یې د سختو مجازاتو وړ وبلل چې دغه ډول جرایم ترسره کوي.

لغمان والي موظف کمیسون ته دنده وسپارله چې خپلې کړنې منظمې او د قانون د تطبیق په اساس اجرات وکړي ترڅو په لغمان ولایت کې  د انساني قاچاق او اختطاف جرایم رامنځته نه شي، نوموړي امنیتي،کشفي او عدلي ارګانونو ته دنده وسپارله چې د هرډول جرایمو مرتکبین پیدا او ګرفتار کړي.

لغمان والي له عدلي او اقضايي ارګانونو وغوښتل چې د مجرمینو د ګرفتارۍ او مجازاتو په برخو کې په خپل وخت اجرات وکړي ترڅو د مجرمینو په مجازاتو سره د ولس او دولت ترمنځ اړیکې ټینګې او د قانون واکمني رامنځته شي.

لغمان والي د هرډول جرایمو په ځانګړې توګه انساني قاچاق او اختطاف په مخنیوي کې له ولسونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او دحکومت ټولو ادارو ته یې دنده وسپارله چې د قانون د تطبیق لپاره کار وکړي هغه کسان په هیڅ صورت ازاد پرنیږدي چې په جرایمو کې ښکیل دي.

همداشان نوموړي له ټولو کورنیو وغوښتل چې خپل اولادونه تر کلکې څارنې لاندې وساتي او پرنیږدي چې ځوانان يې بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو ولاړ شي ځکه چې ډیری ځوانان د انساني قاچاقبرانو له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې په همدې غونډه کې موظف کمیسون ته دا دنده هم وسپارل شوه چې د مهال ویش سره سمې غونډې وکړې او د ولایت په کچه خپل فعالیتونه منظم او ترسره کړي.

ورځ ​​  :  خالي                              

نېټه​  :۱۷/۱۱/۱۳۹۴

پرله پسې شمېره​ :  ۴۲۹  

اړيکنيونکى​ ​  :​سرحدي ځواک                    

ګرځنده شمېره       :​۰۸۷۲۸۲۸۳۲۰/ ۰۷۰۸۰۱۵۲۱۷

برېښناليک        :​laghman.spokesperson3@gmail.com                       

​