کور / تازه خبرونه / په بلوچستان کي د ” امه ويلفير” له خوا د ۲۵۰۰ کورنيو سره مرسته وسوه

په بلوچستان کي د ” امه ويلفير” له خوا د ۲۵۰۰ کورنيو سره مرسته وسوه

په بلوچستان کي د هغو بي سرپرسته ، معيوبو ، کونډو او يتيمو افغان کډوالو کورنيو سره د امه ويلفير ټرسټ ېوکې له خوا د ژمي لپاره د هري کورنۍ دوي ګرمي شړۍ ، بوټونه ، کوټونه ، کالي ، څادر او د جرابو مرسته وسوه . چي د هري کورنی د هرسيټ سامان ارزښت Quetta Afghanistan۶۰۰۰ کالدارو ته رسيدی . دا مرستي د بلوچستان او افغانستان لپاره د يادي اداري مشر پيرمحمود حقاني له خوا او ازاد ژورناليسټ جمال تره کې او د پيښور دمرکزي دفتر څخه د راغلي هيئت او په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني مشر ښاغلي ظاهرپښتون له خوا د پاکستاني رسنيو په وړاندي تقسيم سوي .' ددي مرستي په اړوند په بلوچستان کي دافغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني مشرښاغلي ظاهر پښتون وويل : ((چي د " امه ويلفير" څخه مننه کوو چي زموږ افغان کډوالو له اړو او محتاجو کورنيو سره يي دا ډول مرسته وکړه ، چي دا زموږ افغان کډوالو لپاره يوه ډيره ښه او پرځای مرسته ده ، موږ دداسي مرسته کوونکو ادارو هرکلی کوو چي زموږ اړو او محتاجو افغان کډوالو د کورنيو سره مرستي کوي او د هغويو لاس نيوی کوي)) او همدا رنګه ښاغلي پښتون زياته کړه : ((هغه اداري او ارګانونه چي کوم پنډونه له نړيوالو څخه د افغان کډوالو په نامه اخلي بايد دافغان کډوالو سره په مرسته يي پرځای مصرف کړي)) . همدارنګه مي د امه ويلفير د اداري د مشر ښاغلي پيرمحمود څخه وپوښتل :چي دا مرستي يوازي په بلوچستان کي دافغان کډوالو لپاره دي او که ددي ترڅنګ په افغانستان کي هم دداسي مرستو د ورکړي پلان لرۍ ؟ ښاغلي پيرمحمود زياته کړه :چي ((موږ يوازي په بلوچستان کي دافغان کډوالو سره د مرستي کولو سربيره د افغانستان په کندهار ولايت کي هم د ۲۵۰۰ کورنيو لپاره د مرستيي همدا ډول سامان لرو)). نوموړي زياته کړه : ((خو شرط دادی که دافغانستان حکومت زموږ سره همکاري وکړي او زموږ ته د لاري اسانتياوي برابري کړي نو موږ په هلته هم په همدي شان مرسته وکړو او اړو او محتاجو کورنيو سره به په پرله پسي ډول لازمه مرسته وکړو)). ياده دي وي چي دا لومړی ځل نه دي چي امه ويلفير په بلوچستان کي دا فغان کډوالو سره د دوو شړيو ، بوټونو ، کوټونو ،څادر او جرابو مرسته کوي بلکي نوموړي اداري څوځلي نور هم دافغان کډوالو اړو او محتاجو کورنيو سره مرستي کړي.