کور / هراړخیز / د ښوونځي سوځول، نه بخښونکی جنايت

د ښوونځي سوځول، نه بخښونکی جنايت

د پل نړول، د ښوونځي سوځول او د ښوونکي وژل څه نوی خبره نه ده ، له تيرو څو لسيزو راهيسې دا غير انساني، غير مسلماني او غير افغاني اعمال ترسره کيږي. دا چي په افغانستان کي د څو لسیزو را په دې خوا جنګ، جګړې او ناخوالي رواني دي، کله د یو هیواد د استخوشحال آصفي khoshal asefiخباراتي لوبو قرباني کيږو او کله د بل ، کله بیا یوه ټولنه او ګروپ مو پخپلو کي سره جنګوي او که بله، ښوونځي مو سوځول کیږي، مسجدونه مو په بمونو الوځول کيږي، ملا مو په ښوونکي پسې اخیستې، ښوونکی مو بیا د مدرسې زده کړې نه مني،استخباراتي کړيو خو راته مدرسې د افراطيت په روزنځايونه بدلې کړې. له هيواد سره مو مينه کمه او حتا ورکه شوه.

که څه هم له يو لوري؛ نر او ښځه ټول د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ نارې وهو او غواړو چي په هیواد کي مو ارامي راشي. په اسلام وياړو د هيواد پالنې نارې وهو او د مسلماني دعوه ګيران هم يو خو له بده مرغه په همدغه ټولنه کې بیا داسې کسان هم لرو چې ښوونځي مو سوځوي، ښوونکي مو وژني او اولادونه او د هيواد راتلونکی مو د جهل په تیارو کې ساتي. مونږه هم اسلاميت، انسانيت او افغانيت نارې وهو او دغه کسان هم چې دا کارونه کوي، مونږ هم د اسلام په تېر تمدن او عظمت ویاړو او دوی هم، مګر دوی جاهله بیا له ځانه پوښتنه نه کوي چې د مسلمانانو تېر ویاړ خو په وژلو او ورانولو کې نه و، بلکې په ابادولو او نیکي کولو کې و؛ نو ولې، په کوم اساس، په کوم دليل او په کومه بهانه مونږ د خپل مسلمان ورور وينه ځانته روا بولو؟ د قرآن په کوم آیت شريف او سرور کاينات ص په کوم مبارک حديث کې دا راغلي دي چې يو مسلمان دې د نورو مسلمانانو د زده کړې ځايونه (ښوونځي) وسوځوي؟

همدا تيره ورځ د کابل ولایت په احمدشاه بابا مینه کې یو ښوونځی سوځولشوی او د ښوونځي ملازم وژل شوی دی. که زموږ دیني علما او مذهبي سیاستوال افراطیت ونه غندي؛ نو ليرې نه ده چې سبا به دوی ته هم اور ور اچوي او بیا د ځان لپاره د دليل پيدا کولو لپاره به پرې د کفر ټاپه وهي او وايي به چې د دوی ايمانونه کمزوري و.

ایا د افغانانو ماشومان د ځمکې پر سر د ژوند کولو حق نلري؟ که يي لرينو ولې بيا په یو نوم او په بل نوم وژل کیږی؟
ایا دا زمونږ کوچنيان د درس ویلو او زده کړې حق نلري؟ که يي لري نو بيا ولې يي ښوونځی سوځول کیږی، استاد يي وژل کیږی؟
ولې مو د ښوونځي د کتابونو سيځیل روا ګڼل کيږي؟ 

آيا ځکه روا دي چې د افغان زده کوونکيو د زده کړې لامل کیږي ؟

آيا د افغان ښوونکي وژل ځکه روا دي چې افغان زده کوونکیو ته زده کړه ورکوي؟

آيا د افغان د ښوونځي د ساتونکي سیځل او وژل ځکه روا دي چې افغان ښوونځی؛ د افغان بچیو د زده کړې لپاره ساتي؟

دا ټول زمونږ د مطلقې بېسوادۍ او جهالت نماينده ګي کوي چې د ښوونځيسوځول او ورانول ستر بری بولو، د سړکونو، فابریکو، داوبو د بندونو، دبريښنا د مزیو غوڅول او نورو عام المنفعه ځايونو ويجاړول خپل وياړ بولو.همدا دليل دی چې په هيواد کې مو د قانون پر ځای ټوپک واک چلوي. همدا دليل دی چې د اسلام د دعوه ګيرانو په نوم مو اسلامی ارزښتونه نقض کیږی.همدا دليل دی چې بهرنيان مو د خپلو موخو د پلي کيدو لپا ره کاروي، همدا دليل دی چې ټولنيز ارزښتونه مو په نظر کې نه نيول کيږي. او که په روښانه توګه ووايم نو همدا د بېسوادۍ او جهالت اغيز دی چې هيواد مو د لسيزو جګړو ميدان دی او هره ورځ مو د بيګنا افغانانو وينه تويږي.

دلته د پړې بله ګوته بيا افغان دولت ته هم نيول کيږي چې په سالمه او اړينه توګه د خلکو او ولس د سر، مال، ملي ګټو او عام المنفعه ځايونو ساتنه نه کوي. که چيرې یي په سمه توګه ساتنه کولی نو د هيواد په پلازمینې کابل په زړه کې د احمدشاه بابا په مينه کې ښوونځی سوځول کيږي؟

 

لیکنه : خوشحال آصفي