کور / تازه خبرونه / كندهار:دبای پاس سړک درغوني چاري ۶۵٪تکمیلي سويدي

كندهار:دبای پاس سړک درغوني چاري ۶۵٪تکمیلي سويدي

دکندهار ښار د دریمي ناحې اړوند دبای پاس سړک درغوني چاري ۶۵٪تکمیلي سوي او ورسره په څنګ کښي د ۷۰٪ چریو او ۸۰٪پلچکانو چي یو طرفه دي دج​ وړېدو چاري یي بشپړي سوي دي چي ددې لوي پروژې په پلي کېدو سره به دښار په دې برخه کي هغه عمومي ستونزي کوم چي مخکي زموږ ښاریانو درلودې حل سوي وي او هم به دښار دپرمختګ او ترقۍ لپاره زمینه سازي سوې وي دا په داسي حال کي ده چي کندهار ښاروالۍ دښار دپرمختیا او تعالۍ لپاره هوډ لري ترڅو په هره برخه کي خپلو پتمنو ښاریانوته بهتره سهولتونه اجاد کړي ولي دخپلو ښاریانو څخه بیاهم په هره برخه کي دپوره همکاري غوښتنه لري.