کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د عوايدو د څارني لپاره ځانګړې کمېټه جوړه سوه

په کندهار کي د عوايدو د څارني لپاره ځانګړې کمېټه جوړه سوه

Kandaharنن سهار د کندهار والي په مشري د کندهار د عايداتي ادارو د عوايدو د څارني لپاره ځانګړې کمېټه جوړه سوه.

 

د دې کمېټې غړي چي مشري يې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي کوي، د ګمرک، مستوفيت او ټرانسپورټ رئيسان دي.

 

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل چي د دې کمېټې له جوړېدو څخه يې هدف دا دی چي د کندهار د عايداتي ادارو عوايد وڅارل سي او د عوايدو د لوړولو لپاره وخت پر وخت غونډي وسي. هغه زياته کړه چي دغه کمېټه به هره مياشت غونډه کوي او خپلي ستونزي به تشخيصوي تر څو د عوايدو د لوړولو په وړاندي پراته خنډونه له منځه ولاړ سي او عوايد په دقيق ډول راغونډ سي. هغه زياته کړه چي د دې کمېټې هر غړی مکلفيت لري چي خپلي ستونزي مياشتنيو غونډو ته وړاندي کړي، تر څو د هواري لپاره يې لازم اقدامات وسي.

 

د ګمرک رئيس صالح محمد نېکزاد وويل چي تېره اوونۍ يې عوايد لږ وو، دا ځکه چي دوې ورځي په کندهار کي رخصتي وه او درې ورځي پاکستان لاري بندي کړي وې. هغه زياته کړه چي د وس تر بريده به د عوايدو د لوړولو لپاره هڅه کوي او زياته يې کړه چي لا هم ځيني کسان د جنس تغير او د وزن په کمبود کي درغلي کوي، خو هڅه کوي چي د داسي اشخاصو مخه ونيسي.