کور / تازه خبرونه / ډبليو بوش هم په كلفورنيا كي بېړنى حالت اعلان كړ

ډبليو بوش هم په كلفورنيا كي بېړنى حالت اعلان كړ


د امريكا د كلفورنيا ايالت په ځنګلونو كي د لګېدلي اور يوه هفته پوره سوه، خو اور نه يوازي دا چي قابو سوى نه دئ، بلكي ګړى په ګړى پراخېږي.
د امريكا جمهور رئيس په ايالت كي بېړنى حالت اعلان كړ، او چارواكو ته يې امر كړى چي په اور ځپلو سيمو كي هر ډول اسانتياوي خلګو ته برابر كړي.
د كلفورنيا د اور وژني ادارې وياند چيري پيټرسن وايي په تر زرو ډېرو ځايونو كي يې د اور وژني عمليات پيل كړي، خو خواشينوونكې دا ده چي د يوې اونۍ په تېرېدو له ټولو امكاناتو سره – سره اور نه دئ قابو سوى.
وياند وايي په زرو ځايونو كي ۱۲۰۰ موټرانو او له هوا څخه الوتكو د اور وژني په عملياتو كي برخه اخيستې، خو اور دونه پراخ سوى چي ورسره امكانات هيڅ كار نه كوي.
د كلفورنيا په ځنګلونو كي پخوا هم اورونه لګېدلي، خو دا اوسنى هغه يې د جون پر شلمه لګېدلى چي تر اوسه يې دوه لكه او پنځه شپېته زره هكټاره ځنګلونه په ايرو بدل كړي دي.